لیکنه: نصیر احمد کوټوال

د اقتصادی پرمختیا څرګند او مشخص تعریف یو څه ستونزمن کاردی ځکه د پرمختیا کلیمه مختلفو اقتصاد پوهانو په بیلا بیل ډول تعریف کړی

په ۱۹۷۰ میلادی کال څخه د مخه په ملی عاید اوسړی سر عاید کې زیاتوالی عامو وګړو ته د اقتصادي پرمختیا په معنی وو. داچې سړی سر کلنی عاید (Per Capita Income)   د یو هیواد د نفوسو په شمیر د ملی عاید د ویشلو څخه لاس ته راځي  ځکه خو د هغه وخت خلکو دا نظر درلود چې اقتصادی پرمختیا هغه وخت شونی ده کله چې په اوږد مهاله ډول د یو هیواد ملی عاید د هغه هیواد د نفوسو په پرتله ډیر زیاتوالی وکړي تر څو سړي سر کلنی عاید پورته ولاړشي.

په ۱۹۸۰ میلادی کال کې د ملي عاید او سړي سر کلني عاید خبره په اقتصادی پرمختیا کې له پامه وغورځول شوه او پر ځای يې د پرمختیا په برخه کې غربت، بیکاري، او د عاید د نا مساویانه یا نا انډوله ویش ستونزې په نظر کې ونیول شوې. دغه وخت اقتصادي پرمختیا  په فقر یا غربت، بیکارۍ او د عاید په نا انډوله ویش کې د کموالي په ډول تعریف شوه، دا مهال د اقتصادي پرمختیا په برخه کې دا پوښتنه مطرح وه چې په هیواد کې د فقر یا نیستۍ کچه څومره ده؟ د هیواد د ټول نفوس څخه څومره وګړي کار روزګار نه لری یا بی کاره دی؟ او یا هم د هیواد د اوسیدونکو تر مینځ عاید په کوم تناسب ویشل شوی؟ کله چې د پرمختیا دا دری واړه شاخصونه کموالی کوی یعنی فقر او بیوزلي کمیږی، بیکاری کمیږی او یا هم د عاید د ویش په نا مساویتوب یا نا انډولتوب کې کمښت راځي نو بې له شکه دغه حالت د اقتصادي پرمختیا حالت دی. خو که ددې دري واړو څخه یو یا دوه او یا هم درې واړه په خپل حال پاتي شي اقتصادی پرمختیا نه رامینځ ته کیږي که څه هم سړي سر کلنی عاید په بې کچې تو ګه زیات شي.

په ۱۹۹۰ میلادي کال کې یو ځل بیا د اقتصاد پوهانو نظر د اقتصادي پرمختیا په برخه کې بدلون وموند. معاصر اقتصاد پوهان په دې اند دي چې اقتصادي پرمختیا د یو هیواد د وګړو پرمختګ دی نه د اشیاوو او لوازمو. اقتصادي پرمختیا داده چې د وګړو د ژوند په کیفیت کې ښه والی راشي، هغوی ته د ژوندانه استانتیاوي برابری او د ژوندانه معیار يې لوړ کړل شي. دا ښه والی يواځی د ډیر عاید له امله نه شی راتلای بلکې هغوی ته باید د معیاری او غوره تعلیم او تربیې، با کیفیته روغتیایي خدمتونو او د ژوندانه د پاک چاپیریال زمینه برابره شی. د یو هیواد د وګړو دفقر کچه راکمه شي، فرهنګي او سیاسي خپلواکي ولري او د یو ډول فرصتونو څخه برخمن شي.

د پرمختیا له پلوه د نړۍ هیوادوه په درې ډلو ویشل شوی:

۱ -  پرمختللی هیوادونه Developed Countries

۲ – پرمختیایی یا مخ پر ودې هیوادونه Underdeveloped or Developing Countries(UDCs)

 ۳ – وروسته پاتې هیوادونه Non Developed Countries  

وروسته پاتې هیوادونو ته د دریمې نړۍ هیوادونه هم وایی. په دې وروستیو کې له دې امله چې وروسته پاتې هیوادونه یو څه رابیدار شوی او د خپلې بیوزلۍ، لوږې، بې سوادۍ او دژوندانه د ټیت معیار په پام کې نیولو سره د اقتصادي پرمختیا په لټه کې دي او  کوښښ کوي چې دغه ورپیښې اقتصادي ستونزې له مینځه یوسي ځکه خو اوسنی اقتصاد پوهان دا ډول هیوادونه د پرمختیايي هیوادونو په کتار کې حسابوي او د نړۍ هیوادونه په دوه ډلو پرمختللی او پرمختیايي ویشي.

نړیوال بانک بیا د نړۍ هیوادونه د عاید له پلوه د لوړ عاید، منځنی عاید او ټیټ عاید لرونکو هیوادونو په ډلو ویشي. لوړ عاید لرونکو هیوادونو ته د صنعتی پلوه پرمختللي هیوادونه يا  Industrially Advance Countries (IACs)  هم وایي په دغه هیوادونو کې د امریکا متحده ایالات، جاپان، کانا‌ډا، نیوزیلانډ او نور اروپایی هیوادونه شامل دي. نوموړي هیوادونه د پرمختللي بازارونو، د تولید د لوړې او اغیزمنې ټیکنالوجۍ او د مسلکي او روزل شوو کار ګرانو لرونکي دي. د یوې احصايې له مخې د نوموړي هیوادونو د وګړو سړي سر کلنی عاید ۲۵۷۳۰ امریکایي ‌‌ډالره دی.

 

د نړۍ پاتي هیوادونو ته پرمختیايي یا Developing Countries(DVCs) وایي، په عمومي ‌ډول ددغه هیوادونو د وګړو سړی سړ کلنی عاید ‌ډیر کم او د یادو هیوادونو ترمینځ توپیر سره لري. د نړیوال بانک د ویش په اساس نوموړی هیوادونه په دوه برخو ویشل کیږي

لومړی د منځنی یا متوسط عاید لرونکي هیوادونه لکه برازیل، ایران، پولینډ، روسیه، جنوبی افریقا، تایلنډ او داسی نور، دوهم د ټیټ عاید لرونکي هیوادونه لکه  هند، اندونیزیا، پاکستان، افغانستان، بنګله دیش، او په همدې ډول نور. په اوسط ډول په دې هیوادونو کې سړی سر کلنی عاید ۴۱۰ امریکايي ډالره دی. د نړۍ ډیری هیوادونه د پرمختیايي هیوادونو په کتار کې راځي  چې د هغوی ټولو څخه دلته نوم نه شو اخیستلای یواځی د نوموړو هیوادونو د ځینی مشترکو ځانګړنو او خواصو څخه په لنډ ډول یادونه کوو:

د پرمختیايي هیوادونو صنعتی سکتور کمزوری او د صنعت لپاره پرمختللی ټیکنالوجی او ما شینونه نه لری تر څو په کم لګښت او لږ وخت کې ډیر تولید وکړای شي. د باسواده وګړو کچه او سلنه يې خورا ټیټه ده. روزل شوی وګړي لکه انجینیر، کمپیوټرکار، محاسب او نور چې په خپل مسلک کې وړتیا ولري ‌ډیر کم دي. له بل لوري ځینی زیرکه او هو ښیار زده کوونکي چې کله پرمختللی هیوادونو ته دزده کړو لپاره ولاړ شي بیرته خپلو هیوادونو ته نه ور ګرځي، یو شمیر چې بیرته خپلو هیوادونو ته راستنیږی دولتي دندې ترسره کوي چې د خپلو کمو معاشونو څخه خوښ او راضی نه وي ځکه خو دا ډول وګړي په پرمختللو هیوادونو کې ځان ته دندې لټوي او د خپل هیواد په اقتصادي پرمختیا کې کوم رول نه لوبوي.

د پرمختیايي یا مخ پر ودې هیوادونو نفوس په بې ساری ډول زیاتوالی کوي داسی چې د وګړو په شمیر کې زیاتوالی د نوموړو هیوادونو په ملی عاید یا تولید کې د زیاتوالي په پرتله ډیر دی نو له همدې امله  سړي سر کلنی عاید کمیږی او له امله یې د وګړو د ژوندانه اسانتیاوې او د پانګې مقدار راکمیږي چې د پانګې کمیدل په خپل وار سره د پانګونی (سرمایه ګذارۍ) د کمیدا لامل کیږی. په پرمختیایی هیوادونو کې نه یواځی دا چې پانګه کمه ده بلکې د شته پانګې څخه په سمه توګه استفاده هم نه کیږی او د نوموړو هیوادونو ډیرې پانګونې په نا مناسبو ځایونو او برخو کې صورت نیسي.

په پرمختیايي هیوادونو کې بیلابیلې طبیعي زیرمې لکه کانونه، ځنګلونه، سیندونه، اوبه  او داسی نور شتون لري خو دا ټولې زیرمې بې کاره پریښودل شوي او په بشپړ ډول ترې ګټه نه اخیستل کیږي، ددې یواځینی لامل د کار پوه او مسلکي اشخاصو کمبود، دپانګې کمښت، د ترانسپورتي وسایلو او ماشین آلاتو کمښت او د یو غوره او اغیزمن مدیریت او ادارې نه شتون دی ترڅو د اقتصادی اصولو او پرمختللې ټیکنالوجۍ په وسیله نوموړي کانونه استخراج او د هیواد په اقتصادي پرمختیا کې ترې ګټه واخیستل شي.

همدارنګه د نوموړو هیوادونو ټول تولید د کرهڼې د سکتور پورې اړه لري، د پرمختیايي هیوادونو ډیری وګړي په کلیوالي سیمو کې ژوند کوي او یواځینی کسب او کار یې کرهڼه او بزګري ده. دا چې د نوموړو هیوادونو نفوس په چټکۍ سره وده کوي او د کرنیزې ځکې مقدار ثابت د ځکه خو د ویش په وخت کې هر وګړي ته د ځمکې یوه محدوده حصه ور رسیږي نو داچې نفوس زیات شي او ځمکه ثابته وی  طبعاً سړی سر کلنی عاید را کمیږی.

د پرمختیایی هیوادونو صادرات خام مواد دي چې د کرهڼې د سکتور پیداوار یا حاصل دی. په عمومي ډول کرنیز محصولات د صنعتی محصولاتو لپاره خام مواد دي، داچې د پرمختیايي هیوادونو صنعت ضعیف دی ځکه خو هغوی خپل کرنیز محصولات د خامو موادو په بڼه پرمختللو هیوادونو ته صادروي. له بله پلوه دا مواد له پروسس او دهغوی د شکل د تغیر وروسته بیرته په همدې هیوادونو په ډیره لوړه بیه پلورل کیږي. همدا دلیل دی چې د پرمختیايي هیوادونو د خارجي تجارت بیلانس هم نا انډوله او غیر متوازن دی یعنی د صادراتو ارزش یې د وارداتو څخه کم دی.

د پرمختیايي یا مخ پر ودې هیوادونو لویه ستونزه او ځانګړنه داده چې په نوموړي هیوادونو کې ثروت او عاید په نا مساوي او نا انډوله توګه ویشل شوی. ددې ټولنو ځینې وګړي ډیر شتمن او ثروتمند دي چې د هیواد لویه برخه ثروت او شتمنی يې په لاس کې وي په مقابل کې یې ځینې وګړی بې کچې بیوزله او نیستمن دې داسې چې په بې حده ولږې او غربت کې ژوند تیروي تر دې چې د ژوندانه اساسي اړتیاوې لکه غذا، پوښاک او د اوسیدو ځای هم نه لري. دا توپیر نه یوازی د اقتصادي نظام د بربادۍ لامل کیږي بلکې له امله يې په هیواد کې د پانګې اچونې بهیر سستیږي  داسې چې د ټولنې بیوزله او نادار وګړي ډیر کم عاید لري چې په ډیر مشکل سره پرې یوازی خپلې لومړۍ غوښتنې پوره کوي او نه شې کولی د پانګې اچونې لپاره د خپل عاید څخه یو مقدار سپما کړي په مقابل کې یی دټولنې بډایه او شتمنه طبقه د پانګې اچونې پرځای خپل عاید په عیش او عشرت مصرفوی.

په یو ټولنه کې د عاید د غیر عادلانه ویش له امله د هغه ټولنې اقتصادي جریان او فعالیتونه زیانمن کیږي، د بیلګې په ډول کله چې عاید د یو ځانګړی شمیر وګړو لاس ته لاړ شي نو د ټولنې د مصارفو یا لګښتونو نرخ کمیږی ځکه د ډیر عاید په صورت کې ډیر پس انداز صورت نیسي نو کله چې عاید د یو خاص ګروپ وګړو لاس ته ځي نو ډیره فیصدی يي پس انداز کیږي لګښتونه او مصارف کمیږی او په پایله کې یې غربت او بې روزګاري را مینځ ته کیږي . خو که عاید په یو وړ او مناسب تناسب د ټولنې د وګړو تر مينځ وویشل شي نو د لګښتونو نرخ لوړیږي او په پایله کې يې د روزګار زمینه او تولیدات رامینځ ته کیږي. همدارنګه کله چې د عاید نا مساویانه ویش موجود وي ځینې وګړي د غربت له امله غلا شوکو او نارواوو ته لاس لاس اچوي ځکه د خپل ژوند د تیرولو لپاره یو څه باید تر لاسه کړي.

د عاید د دا ډول نا انډوله ویش د حل د لارو چارو څخه یو هم د اسلامي اقتصادی نظام پلي کول دي، ځکه په اسلامې اقتصاد کې سود چې له امله یې شتمن خلک لا هم شتمن او ثروت د یو څو محدودو کسانو په لاسونو کې راکد پاتې کیږي حرام دی. همدارنګه په اسلام او اسلامي اقتصادي نظام کې د شتمنو او مالدارو په مال کې د غریبو وګړو حق هم شته، دغه حق یوه معلومه برخه ده چې زکات ورته ویل کیږی او د زکات دلارې د شتمنو د مال او عاید یو څه برخه د ټولنې د بیوزله او غریبو خلکو لاسو ته ورځي او په دې ډول د وګړو تر مینځ د عاید دویش نا انډولتیا او نا مساویتوب تر یو بریده را کمیږي.

                                                                                                              ادامه لري ..........