په هديره کې يو يې دخپل بډای  پلار د مرمرين او ښکلي قبر سرته ناست وو او بل بيا دخپل غريب او نېستمن پلار دخاورو خړ مزار ته ګونډې ماتې کړې وې دشتمن زوی په ډېر فخر سره داعرابي  زوی ته پېغور ورکړ او ورته يې وويل:

ته خو يو ځل راشه زما دپلار په مرمرينو ډبرو ښکلی شوی قبر وګوره پر څومره قيمتي ډبره مې ورباندې کتيبه  ليکلې دقبر شاوخوا مې هم ورته ښه پوښلې او سېمټ کړې ده او بيا دې  دخپل  پلار قبر ته پام وکړه يوازي دخاورو کوټنۍ دې ورباندې جوړه کړې او يو دوه خښتې دې ورته جګې کړي دي

دغريب زوی خبره راغبرګه کړه: ستا خبره پر ځای ده چې ستا دپلار قبر زما دپلار تر قبر ښکلی او خورا کلک جوړ شوی خو دې ته دې  بايد پام وي چې کله دقيامت په ورځ خلک له خپلو خپلو قبرونو راپاڅيږي نو چې ستا پلار ددغو تېږو او سېمټو له امباره ځان راباسي زما پلار به د وخته لا جنت ته رسېدلی وي.

دخونـــــد او پنــــد کيسې

دسعدي شېرازي دکېسو غورچاڼ