یو ځوان هلک چي هره ورځ به یې په کور کي د میرمن او مور ترمنځ جنجال ؤ,نو غوښتل یې چي د مور څخه ځان خلاص کړي، فیصله یې وکړه چي مور باید په ځنګله کي خوشی کړي، نو مور یې په شاه کړه او د یوه لوي ځنګل په لور روان شو او یو هسک غره ته وخوت چي خپله بوډۍ مور هلته پریږدي ترڅو راکښته نشي,نو کله چي د ځنګل په منځ کي د دنګو او هیبتي لویو بوټو ( ونو ) لاندي تیریده نو مور به یې دپاسه د ونو څانګې ماتولې او په ځمکه به یې غورځولې... هلک خپله مور په غره کي پریښوده او یوازي راروان شو,لیکن لاره ډېره هیبت ناکه وه هلک فکر وکړ چي که خدای تعالی مه کړه لاره مي غلطه کړه نو هسي نه په بل لوري لاړشم او حیوانات مي وخوري,په دې سوچونو کي ؤ چي مورکۍ یې پرې اواز وکړ چي زوی جانه ګوره چي لار درنه غلطه نشي ما به په لاره کي د ونو او بوټو څانګې په دې خاطر راماتولې او په لاره مي غورځولې ترڅو تاته په بیرته تلو کي مشکل نه وي او لاره درنه غلطه نشي اوس په همدې نښو نښانو بیرته لاړ شه ! زوی جانه ناوخته دى ژر ژر لاړ شه چي خدى تعالى مه كړه كوم ځناور درته نقصان ونه رسوي په خير لاړ شې زويه ! په دې وخت كي د اوښكو ډنډونو د هلک په سترګو كي سيلابونه جوړ كړل ، زيات پښيمانه شو مور ته راغى غاړه يى ترينه واخيسته لاسونه يې ورته ښكل كړل او بيرته يې كور ته بوتله.


تر ټولو عجيبه خو دا ده چي زوي يې د مرګ سوچونه كوي او مور يى د سلامتۍ فكر!

مور جانه د مينه ناک زړه څښتنه ده هر وخت يى قدر او عزت كوه ځكه چي دغه نعمت په عمر كي انسان ته يو ځل وركول كيږي.