د جرمنی د بريمن پوهنتون يوہ پروفيسر او د اعصابو ډاکټر گيرهارورت د انسان په مغزو کی د شيطاني لمسون موقعيت او يا د هغه  په وينا د شيطان ځاله ده د اعصابو په  ژنونو کی  په  نړيواله کچه دغه وتلی  ډاکتر وايي همدغه  ځای د انسان د کرکې؛لمسونې او شيطاني  کارونو د ترسره کولو آمر دی چی ميليونونه انسانان له سمې لارې کږوي؛ دی وايي د ځينو مجرمو کسانو د ازموينې پر مهال يې د ويډيوگانو تر کتلو وروسته کشف کړ چی د بعضو مجرمينو يو وحشی کار ترسره کاوه غلاوې او قتلونه يې کول نوموړی وايي چی ددغو کسانو د دماغونو اندازہ يې مالومه کړه او دی پايلې ته ورسيده  چی د هر شی په ليدو يې د مغزو ټولو برخو غبرگون ښوده خو يوه برخه ارامه پاتې وه د المان بيلډ ورځپاڼې ته دغه  متخصص ډاکتر ويلي چې له  ازمويل شويو مجرمينو يې دهغوی د جرمونو کيسې هم اورېدلي دي چې د کېسې پرمهال يې د هغه  په وينا دمغزو دشيطاني ځالې هيڅ غبرګون ونه ليد.دی وايي په دغه مغزو  کې دشيطان دغه ځاله دهغو ژنونو په منځ کې پرته ده چې دوير خفګان او زړه سوي پر مهال غبرګون ښيي خو دغه تور سوري هيڅ غبرګون ونه ښوده  دی وايي چې همدغه تور سوري کې شيطان پيدا لوی او دانسان دمنحرف کيدو لامل ګرځي .دالمان دغه ۷۰ کلن پروفيسر دشيطاني کارونو ترشاه لمسوونکی ژن په درو برخو ويشلی يوه په هغه حالت کې چې دمجرم روغتيايي حالت ښه وي او جرم هم ډير لوی نه وي . دويم ته يې نوموړي خپلسرې بې باکي ويلې ده چې په وينا يي مغز ديو منفي عمل پر وړاندې ترټولو ژر غبرګون ښيي دی وايي چې دناسمو کلمو په اوريدو  يا ويلو سره  په تور سوري کې پټ شوی شيطان راويښ شي او ژر غبرګون وښيي .دريم ژن يې ډير خطرناک ياد کړی داسې چې دلويو ديکتاتورانو او يا غيانو پرذهنونو واکمن وي لکه هټلر ،ستالين، ماوسي تونګ، بش،قذافي او داسې نور دی وايي چې دغه شان کسان ډير جذاب او خوږې ژبې لري خو دروغجن وي او د اوريدو حس يي ناسمه ژباړه کوي دنوموړي په وينا دغه کسان هيڅکله ديوه جرم دترسره کولو پر مهال دګناه او يا نا سمې کړنې احساس نه کوي چې په وينا يي ددغو کسانو په مغزوو کې ځای نيولی وي.