دارواښادخالص باباپه ژونداوشخصيت خو دومره ليکنې  شوي چی ترکتابونو رسېدلي.زه او زماقلم به ډېر عاجز وي چې د دغه سترشخصيت په ژوند دليکلوجرئت کوم خوبهر حال هغه مينه اوعقيدت چې زه يې ارواښاد خالص بابا ته لرم ما دېته هڅوي چې سپين کاغذدخالص باباپه يادونورنګ کړم.ارواښادمولوی محمديونس خالص  دمولوی عبدالاکبر زوی اودمولوی عبدالکريم لمسې وه ،په ۱۲۹۸هجري لمريز کال چې له 1920ميلادی کال سره سمون خوري دافغانستان دننګرهار ولايت دخوګياڼو ولسوالۍ‏ دګندومک په قاضي کلي کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې،مولو ی صيب په خوګياڼو کې ابراهيم خيل اوپه ابراهيم خيلو کې نبي خيل دې.مولوی صيب چی دزده کړې جوګه  شو نودزدکړو پيل يي  له خپل عالم پلارڅخه وکړ.خو کله يي چې پلار وفات شو نومولو ی صيب خپل همت له لاسه ورنکړ اوپاتې ابتدايي زده کړې يې له خپل ماما مولوی عبدالرزاق او دخپلې سيمې له نورو عالمانوڅخه بشپړې کړې.مولوی صيب دلوړو ديني زدکړو لپاره  دهيواد په داخل کی لويو مدرسوته لاړ او بياهم له  هيواده بهر ګاونډي هيواد پاکستان ته مسافر شو  او هلته  په پېښور،سوات،باجوړ،بونير،دير اونورو سيمو ته  دمختلفو فنونو دزده کړې لپاره دوخت تکړه علماء اوشيخانو دشاګردانو په کتار کې کيناست.اودهمدی مسافرۍ او خوارۍ ثمره داشوه چې فقه ،نحو،صرف،عقايد،منطق،اوفلسفه ،اصول فقه ،معاني،بديع ،بيان،عروض او قوافي،ادب،سيرت،حديث اوتفسير يي زده کړل.داحاديثو دوره يي په اکوړي کې له موليناعبدالحق څخه وکړه.مولوی صيب دديني زده کړو له فراغت نه وروسته په ۱۳۲۰هجري شمسي کال کې هيواد ته راستون شو.اوپه افغانستان کې يې دخپل علمي امانت دنورو ته درسيدو په موخه په ازاده او غير رسمي توګه  تر۱۳۲۸ هجري لمريز کال چې له 1950 ميلادي کال سره سمون خوري په درس او تدريس ،خطابت ،وعظ،اوتبليغ اودامامت دندې سرته ورسولې.او وروسته بيا دوخت دحکومت په وړانديز يي په ۱۳۲۲هجری لمريز کال دننګرهارپه نجم المدارس کې څه موده تدريس وکړ.او په ۱۳۲۸ لمريز کال دوخت دحکومت په غوښتنه دکابل په دارالقضا کې دقاضيانودروزنې لپاره دمدرس يعنې  ښوونکي په توګه وټاکل شو، اودقضاءدکورس دتدريسي دندې له تکميل نه وروسته مولوي صيب ددولت له پلوه په ۱۳۳۰هجري لمريز کال کي دافغانستان داطلاعاتو اوکلتور په وزارت کې دتربيه افکار په عمومي مديريت کې دمامور په توګه وټاکه،چي وخت په وخت يي په پښتوژبه کي هيوادوالو ته دقران پوهنې په تکل دقران کريم تفسير له کابل راديو څخه خپريده،اودوخت په تيريدو سره سره بيامولوي صيب داطلاعاتو اوکلتوردوزارت په پريکړه دژورناليزم او ادبياتو په څانګه کې هم کارپيل کړ،هماغه وه چې مولوي صيب په۱۳۳۷ هجري لمريز کال د((پيام حق))مجلې مدير وټاکل شو،چې وروسته بيا مولوي صيب له پکتيا ولايت څخه دخپريدونکې((وړانګه)) ورځپاڼې  دمسول مديرپه توګه وټاکل شو،که څه هم مولوي صيب دژورناليزم په برخه کې زده کړې نه وې کړې خوورسپارل شوې دندي يي په پوره برياليتوب سره پرمخ بېولې.د((وړانګه)) مجلې دمسول مديرپه توګه يي چې دنده ترسره کوله نو په همدې وخت کي دپښتورګو په رنځ اخته شو،خو مولوي صيب ډير تکليف ګالونکې شخصيت وو اوپه عارضي ناروغيو يي خپل همت نه بايله.خو دپښتورګوناروغي يي زياته شوه اودې ته يې اړ کړ چې له رسمي کار څخه دتقاعدغوښتنه وکړي،مولوي صيب ددغې دندې له پريښودلو نه وروسته په ۱۳۴۰ لمريزکال کي دکابل په عربي دارالعلوم کې داستاد په توګه تدريس پيل کړ،اوبياڅه موده وروسته دننګرهار د((ملکيارهوتک)) په متوسطه کې دښوونکي په دند ه وګمارل شو،خوهغه وخت  چې په هيوادکې شاهي نظام وو نو په ښوونځي کې يې دديني مضامينوپه ښه تدريس او دکميونيزم له سپيري مفکوري څخه دځوانانوژغورل يي خپل  ايماني  مسئوليت ګاڼه خودوخت فاسدنظام دمولوي صيب څارنه زياته کړه اوبيايي له ((ملکيار هوتک))متوسطې څخه دحصارک دغلځيو ولسوالۍ لومړني ښوونځي ته دښوونکي په توګه تبديل کړ،خوبياهم مولوي صيب خپله دعوتي دنده پرينښوده.اوبياهم له څه مودې وروسته بياد  دحصارک دغلځيو ولسوالۍ لومړني ښوونځي څخه  دخوګياڼوولسوالۍ دهاشم خيلولومړني ښوونځي ته بدل شو،خو مولوي صيب ددې دومره مشکلاتو اوسزاګانوله ګاللو سره سره له خپل ايماني موقف څخه وانه اوښتلو.او دوخت حکومت غوښتل چې په افغانستان کې داسلام پرځای  الحادي مفکوري  ترويج کړي. مولوي صيب په ۱۳۴۹لمريزکال دحج دادا کولو لپاره بيت الله شريف ته لاړ،چې دادمولو ي صيب لو مړې حج و،په همدغه کال چې مولو ي صيب خالص دحج داداکولو څخه هيواد ته  راستون شو،په خپل کورکې دمه شو او بياپه ۱۳۵۰هجري لمريز کال يي په کابل کې دبيهقي په خپرندويه اداره کې دنده پرغاړه واخيسته او په نوموړي اداره کې يې ډير علمي تحقيقي او څيړنيز خدمتونه وکړل،خوکله چې د۱۳۵۲ هجري شمسي کال دچنګاښ په شپږويشتمه نيټه دسردارمحمد داود په مشرتابه روس پلوه کمونيستانو په افغانستان کودتاوکړه اوهغوی دافغانستان په کچه ټول وتلي مسلمان مبارزين پېژندل اودهغوی په نيولو يې لاس پورې کړاوپه زرګونومسلمان مبارزين يې ونيول اوبنديان يې کړل.چې پدې نيول شويو کسانو کې ستر عالم استاد عبدالرحيم نيازی چې د۱۳۵۳ هــ ش کال دغوايي دمياشتې په څوارلسمه نيټه دجمعې په شپه له پنځه ديرش مسلمانانو سره چې ټول داسلامي نهضت غړي وو ونيول شو ل همداراز په دې نيونو کې دمولوي صيب مشر زوی مولوي محمدنسيم (عابد)هم  و،چې دمزار شريف په اسديه مدرسه کې استاد واوپه دولسم صنف کې يې دحکمة التشريع په څيرمغلق کتاب درس کاوه،خالص بابا دخپل عالم اوداعي زوی په نيولو ډېرغمجن شو ،اوله بلې خوادوخت واکمن حکومت دمولوی صيب خالص د نيولوپه لټه کې وه،خود۱۳۵۴ هـ ش کال ګاونډي هيواد پاکستان دهجرت لارخپله کړه پردې اراد ه چې دخدای(ج) په لاره کې دجهاد لپاره ځان چمتو کړي په پېښور کې داسلامي نهضت له نورو غړوسره يو ځای شو ،او دڅه مودې په تېرېدو سره يې په افغانستان کې له دويمي سرې کودتااودخلقيانو په ۱۳۵۷ هـ ش کال دغوايي په مياشت کې په شپږمه نيټه دواکمنۍ له ترلاسه کولو څخه وروسته ،په ۱۳۵۸ هـ ش کال دغوايي په مياشت کې  له خپلو اوياتنه ملګرو سره له پېښورڅخه دپاړه چنار له لارې ننګرهار ته لاړ او هلته يې دخوګياڼو په ولسوالۍ کې  خپل سنګر پرانست، له دغو اوياتنه ملګرو سره يې شل ټوپکې،۲۷ کمبلې او کم شمير لاسي بمونه وو اوداهاغه جنګي وسايل وو چې دخالص بابا داسلامي حزب دپکتياولايت  دزيړوک په تاريخي فتحه کې ترلاسه کړي و ،چې د۱۳۵۷ هـ ش کال دثور دمياشتې په ديارلسمه نيټه دافتحه ترلاسه شوې وه او دا په افغانستان کې دکمونيستي انقلاب پرخلاف دافغانستان په کچه لومړنی قيام و،مولوي صيب همدغسې خپل جهادي خوځښت ته حرکت ورکړاوبياداګام تنګي  ته  لاړ اوبيايي په پچير کې دپچير ملاصيب دمزار ترڅنګ عارضي سنګر جوړ کړ،او له کمونستانوسره يي څوځله جنګ اومقابلې  وکړې چې په جنګ کي خپله مولو ي  صيب هم مورچل نېولې  وه او په کمو وسايلو خودقوي ايمان اودخدای (ج)په نصرت يي دښمن له  سختې ماتې سره مخ کړ ګڼ شمير عسکر يي ووژل اوډير نور يي ټپيان کړل.که څه هم له مجاهدينو سره جنګي وسايل کم ووخو لدې سره سره يي  له  بارودو څخه بعضي وخت ددښمن دټانګونو دالوزولو لپاره بمونه جوړول خو يو ه ورځ په مجاهدينوخپل بمونه منفجر شول او په لومړي ځل په همدې پيښه کې پنځه مجاهدين شهيدان شول چې يو پکې د((پچيرملاصيب))زوی هم شامل وو،اوله بلې خوادپچيراودننګرهارله بيلابيلو کليو څخه ډلې ډلې خلک راتلل اوله مولوي صيب سره به يي دفي سبيل الله جهاد کولو بيعت کاوه،اودلږې مودې په تيريدلو سره دمولوي صيب دمجاهدينوشمېره زرګونو ته ورسېده ،چې دمجاهدينو مبارزه هم ورځ تر بلې قوي کېدله اودښمن يي سخت وارخطا او په ترور و،دمجاهدينو شميرورځ تربلې په زياتيدو وه ،نومولوي صيب دېته اړ شو چې مرکز داسې يوې سيمې ته وليږدوي چې هم د جنګي ستراتيژي له مخې مفيدوي خوهلته دمرکز دجوړولو لپاره (توره بوړه) ډيرموزون و،هماغه وو چې مولوي صيب له خپلومجاهدينو سره له مشورې وروسته پرېکړه وکړه چې دجهاد دايمي مرکز په توره بوړه(اګام)کي جوړ کړي ،داګام سليمانخيلو په پوره اخلاص اوايماندارۍ خپل کلې مجاهدينوته تخليه کړ،هماغه وو چې  مجاهدينو دخپل اميرپه حکم خپل جهادي مرکز تورې بوړې ته انتقال کړ،چي بيادغه (توره بوړه) دمجاهدينو مرکز غليم ته غټ سر دردې وه،اوهرځل به چې روسي يرغلګرهلته تلل نو بيرته به په ډيره سخته ماتې او زيان سره دجلال اباد او کابل په لو ر ستنېدل،او (توره بوړه ) جهادي مرکزبين المللي شهرت ترلاسه کړ،مولوي صيب خالص په افغانستان کې دکمونيزم پرخلاف پوره ديارلس کلونه يعنې له ۱۳۵۸ هـ ش دنورمحمدترکي دصدارت څخه تر۱۳۷۱ هـ ش کال دډاکتر نجيب دحکومت تر سقوط پورې دتورې بوړې جهادي مرکز څخه په پوره ميړانه جهاد وکړ،خوچې کله هيوادله شورويانواو دهغوی له غلامانوڅخه په بشپړه توګه ازادشو نو بيرته د۱۳۷۲ لمريز کال دجدي دمياشتي په يوولسمه نيټه  خپل ګران هيوادته راستون شو.او دمهاجرت شيبې يې پای ته ورسيدې،اوهيوادهم په بشپړه توګه دپرديو له شتو ن څخه پاک شو ،مولوي صيب وطن ته له ستنيدو سره سم دنجم الجهاد فاميلۍ په نوم د اډې  کلي او جلال اباد ترمنځ نوې کلې جوړ کړ اوخپله يي هم په همدغه کلي کي دځان لپاره يوه دخټواو تيږو کلاجوړه کړه او له خپل کهول سره پکې او سيده دافغانستان دمجاهدينوپه حکومت کې يې په شخصي توګه ونډه نه لرله او په تنظيمي کچه يي ورسره محدودې اړيکې لرلې ،مولوی صيب اګرکه مريض هم ووخوبيايي هم  ددين اوطن دخدمت لپاره خپلې هلې ځلې نه سپمولې ،په ۱۳۷۶ هـ ش کال يي دپښې هډوکی مات شو اوددغې ناڅاپي ناروغۍ له امله مولوي صيب پرځای پريوت اوله ګرځيدو څخه يي معذور کړ،اودهمدې ناروغۍ پرمهال پري څو وارې دفالج ناروغۍ هم حمله وکړه ،کله چې د۱۳۸۰ هـ ش کال دتلې دمياشتې په ۱۵ نيټه چې نړيوال صليبي ايتلاف پرافغانستان يرغل وکړ،او دافغانستان اسلامي امارت يي له مينځه يووړنو مولوي صيب خورا  ډيرغمجن وو،دادمولوي صيب ترټولو دسختې مريضي حالت وو خو خپل ايماني اوافغاني احساس دااجازه نه ورکوله چې خاموش دې پاتي شي  نو  دصليبي يرغلګرو خلا ف يې  په ۲۰۰۳ ميلادي کال صليبي يرغلګرو خلاف دجهاد اعلان وکړ،اولکه څنګه چې يې پرون دروسي ښکيلاکګرو پرضدجهاد فرض ګڼلو او په پوره اتلولۍ يې دښمن سره مقابله کوله نن يی هم دنړيوال کفري ايتلاف پرضدهماغه دريځ ووخوداچې مولوي صيب له ځواني څخه باباشوې وه او نه يي شوای کولای چې دپرون غوندې سنګرته ورودانګي نوداهم ورته ښه نه ښکاريده چې نور دې  داوحشي صليبان وګوري له خپل کلي ووت او خپل اولادونو يي دده په پل باندې پل کيښود اويوځل بيايي دصليبي يرغلګروخلاف خپله  برحقه مبارزه پېل کړه ،مولوي صيب يو هراړخيز اومدبرشخصيت وو که له يوې خوايوه  وتلې جهادی څهره وه خوله بلې خواښه عالم ،استاد،حافظ قران اودهوميوپيتک په طبي اصولو پوهـ طبيب هم وه چې په خپل کورکې يي دمختلفو مرضونولپاره مريضانو ته دارو برابرول،همداراز تکړه ليکوال اوشاعر هم ووچې په بيلابيلوموضوعاتو يي  په لسګونو کتابونه  ليکلي دي،چې يوڅه يي دادي.۱ ديني ملغلرې۲رمضانيه۳ دحج لارښوونکی ۴ روح الاجتماع ۵ اسلامي روح ۶شرح العقيدة الطحاويه۷داسلامي عالم نن اوپرون ۸عقل،تقليداودنياوي ګټې وټې۹ پښتوشرح العقيدة الطحاويه۱۰زه څوک يم اودڅه لپاره مبارزه کوم۱۱خوږوته خوږه او ترخوته ترخه (شعري ټولګه)۱۲تورزړوته يمه توره اوسپين زړوته يم سپينه(شعري ټولګه)۱۳ژوندي اشعار(شعري ټولګه)۱۴دامونه اودانې(شعري ټولګه)۱۵النورجريده۱۶اسلام دضعيفو پوهانو اوناپوهوځوانانوترمينځ(ژباړه)۱۷دين اوانساني تمدن(ژباړه)دفي ظلال القران تفسير اوله اودوهمه سپارې(ژباړه)اوداسي نور...چې ګڼ شميرليکنې يي ناچاپ دي،څنګه چې دمولوي صيب خبرې په تول پوره وې همدغه راز يي دنثرې ليکنوترڅنګ شعر هم ډېر قوي وه او وخت په وخت يې په بېلابېلوموضوعاتو شعرونه ويلې ول اوپه شعر کې به يي دماضي حال او استقبال ډيره ښه انځورنه کوله اوشعر يي ترهماغه وخته محدود نه شوبلکه پرون يي هم چې شعر ويلې وه اوکه نن يي هم ويلو هر بيت يي په ځای اودقيق وه چې د(مه خانده ظالمه کړپهار دزولنو ته مې  . ګوره نتيجه کې اخر کار دزولنو ته مې) د شعر په طرحه  بيلابيلو شاعرانو شعرونه وويل  چې پوره يوه ټولګه ترې جوړه اوچاپ شوه اوپه کال ۱۳۸۳ لمريز کال ښاغلي محمد حسن ولسمل دخالص بابا دغه  شعر(ځان ساته نبي خيله چې تاهم په بډه نکړي.. رهبرچې شي بې لارې رهبران وهي په بډه) په خپل اخبار (افغان مجاهد اولس)کي خپورکړ اوبياپه همدغه اخبار کي پرې طرحي مشاعره وشوه او ولسمل صيب پرې د((بډه)) په نوم کتاب چاپ اونشر کړ. هر شعر يي بېل خوند اورنګ لري  خو کله چې جهادي رهبرانو چې پرون يي له روسانوسره جهاد فرض بللو خونن يي دصليبي ښکيلاکګرو غلامي ښه په ډاډه زړه ومنله چې دخالص بابادغه يودوه شعرونه په دغه وخت کې ډيرپه ځاي دي ،

 

پوچ کارتوس

ماوی چې باز دې خوټپوس وخـــــــتو

پـــــــه دوســـــــانو کـــې دوس وخــــــتو

دزړه پــــــه وينـــو مــې پالــــنه ورکــــړه

چې زړه ترې جوړ کړم خوپپوس وختو

ډېـــرمې ټولـــــنه کـــــې دروند وتــــللو

اخــــر کې سپک انــډی دبوس وختو

پــه جهــــــــــادي ادب يـې لوبې وکړې

خــدايږوله روس څخه چړوس وختو

دامــــــــريــکاپه ډالر ونـــــــڅيــــــــــــده

دخدای له مرستې نه مايوس وختو

مونږ وی دده لــــه بخته مخکې به ځو

خودې پخپـــــــــله کې منحوس وختو

(خــالـــــــص)له بل چانه ګيله نه کوي

پوچ يـــې دخپل جيبه کـارتوس وختو

اوبل شعر يي داچې له  اوسني حالاتو سره ډېرښه اړخ لګوي چې وايي

رغړي

ســــويانو ځان غلــــط کړو داوښانو سره رغړي

بـــازانو ځالــــــــې پرېښوې دزاغانو سره رغړي

داګډې،بزې ګوره چې نن څومره بې حياشوې

پــــه سپيــنه رڼاورځ کې له لېوانو سره رغړي

پــــرون يې ورته پلارنيکه واړه بچي حلال کړل

نن هـــــــغه بې غېرته دخلقــــــيانو سره رغړي

مـاويل چې داوطن به اخر خپله دوی تباه کړي

لـــــيدل مې مجاهد،چې پرچميانو سره رغړي

غــــېرت څه شو چوکۍ لپاره وينمه ياران چې

سنيـــــان دي ډلې ډلې ،شيعه ګانوسره رغړي

خالصـــــــــه! تابه هم کاندي بدنام داشرمېدلي

دروس په بـــــــــدله کې لـــــه غربيانوسره رغړي

مولوی صاحب دوی ټول اووه ورونه وو چې مشريې مولوي محمديوسف دوهم اودريم محمديونس اوسيد يونس ( غبرګوني) وه چې بيا سيديونس وفات اومولوي (محمديونس) ته خداي له وياړه ډک ژوند ورکړ ۴ مولوي محمدهاشم  وه او۵ هم عبدالمنان وه چې په کوچنيوالي کې وفات شو۶ مولوي محمدقاسم (قايل الحق)اوکشر يي مولوي محمد اسحاق((محق)) وه چې دښاغلي يعقوب شرافت پلار وه، دغه رازخالص بابا  ته هم الله (ج) له دواړوبيبيانوڅخه اتلس   اولادونه ورکړي دي،چې لس اولادونه يې له لومړنۍ کورودانې څخه دي،اواته يي له دويمې څخه دي.مولوي صيب خالص ته له لومړنۍ ميرمنې څخه الله تعالی پينځه زامن اوپينځه لوڼي ورکړې دي اوله دويمې ميرمنې  څخه يې شپږلوڼې اودوه زامن دي، چي دزامنونومونه يې په لاندې ډول دي:-۱مولوي محمدنسيم (عابد):۲خالداحمد:۳محمدابراهيم:۴مولوي مطيع الحق:۵-مولوي انورالحق (مجاهد):۶-محمد:۷-عزيزالحق: بالاخره د۱۳۸۵ لمريز کال دچنګاښ دمياشتې په اته ويشتمه نيټه چې د۱۴۲۷ هـ ق کال  دجماد ی الثاني له ۲۴ مې نيټې او د۲۰۰۶ ميلادي کال دجولايي دمياشتې له نولسمې نيټې سره سمون خوري دغه دننګ اوميړانې علم او ادب ستورې  ستر عالم او جهادي رهبر  مولوي محمد يونس خالص (رح)  داته اتياکالو په عمر چې دجهاد اوالله اکبرکليمې يي په خوله وې لدي نړي څخه سترګې پټې کړې.

روح يې ښاد ياد يې تل پاتې

انالله وانا اليه راجعون

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

اخذليکونه:(خالص بابادابديت په لور)د پوهنمل استاد  زاهدي احمدزي ليکنه.

(سپېڅلې پاڅون)دښاغلي الحاج محمد يعقوب شرافت ليکنه.

توره بوړه ويبپاڼه،او توره بوړه مجله بيلابيلې ګڼې،

النورجريده .

ارواښادخالص باباچې دا مريکا  اولسمشررونالډ ريګن  ته  يي د اسلام   بلنه و رکړې وه