یادګار

بریالی جلالزی


د الوتکې غږ یې تر غوږ شو. له ځان سره یې کړه:

ـ دا کپار به بیا په کوم جي بمبار کوي. ډېر مسلمانان یې شهیدان کړل.

غږ ورو ورو زیاتېده. لاسونه یې پورته کړل

ـ خدای پاکه ته خو یې راوغورځوې

یوه شیبه غلی و. د مدرسې د وختونو تالیندې یې پر ذهن د مولانا صیب خبرې وورولې

ـ اسلام، جهاد، شهادت، جنت، حورې، غلمان، د ښیښو رودونه، د کوثر اوبه، د شیدو رودونه، د شرابو ویالې او....ا

غږ لا زیات شو. د سکرو یوه ټوټه یې واخیسته او پر دېوال یې ولیکل

د ملا عبدالباري اخند یادګار، مزار شریف، سلطان رضیې مکتب، ۱۳۸۰ د لړم ۱۹مه

له دې سره درب شو او چت راوغورځېد