هوائي ډزې په ميندوبده اغېزه کوي

 

په افغانستان کې دامريکايې خپلسروعملياتوډېروخت تېرېږي .اوډېرځله له مطبوعاتواوروچې نن دهېواد په پلانۍ سيمه کې دامريکايي بمبارۍ په ترڅ کې ملکيانوته مرګ ژوبله اوښتې اوپه لسګونوتنه پکې وژل شوي . اوبياموپه ځلونواورېدلي چې ولسمشر؟؟ کرزي داپېښه غندلې دپېښې دروښانتيالپاره يې يوه کميسون ته دنده سپارلې چې ژرترژه خپل معلومات بشپړاودده ته وسپاري .

    داواقعت له هېچاهم پټ نه دي چې امريکاافغانستان ته ددې لپاره نده راغلې چې دافغانانوغم لېونۍ کړې وه اودافغانستان په مظلوم اولس يې زړه سوځېدلى .دامريکايې چارواکوسره که په ريښتياداوړاحساس وي نومهرباني دې وکړي دفلسطين دبچيانوعام وژنه دې بنده کړي، دافريقاتورپوستوته  چې دلوږې مري يوه ګوله ډوډۍ ورکړي . په هرصورت زه نه غواړم په امريکايي  سياست خبرې وکړم .

   دافغانستان دعام ولس په وژنه دکرزي دومره سوړعبرګون که له يوې خوادهغه ناتواني څرګندوي له بل لوري داپه ګوته کوي چې په دې هېوادکې نورورځ تربلې دهغه د تشې واکمنۍ فرعې پولې هم راتنګيږي .زماپه اندديوه ولسمشرلپاره به دکمزوۍتردې  بله  څرګنده نښه نه وي  چې د رسنيوپه وړاندې ددې له خپلومتحدينوګيلې وکړي اواوښکې دې تويې کړي .دپاکستان اوايران په وړاندې دکرزي دريځ هم يوې جالبې لوبې ته ورته دي .کله چې ايراني چارواکې افغانستان ته راځي نوکرزي يې په مېلمه پالنې اوستايلوځان اوخوله ستړې  کړي خوهغوي چې کله درسنيوپه وړاند راښکاره شي په ډېره بې باکانه ډول په امريکايې سياستوالودکرزي له سنګره بريدکوي  اوکرزي هم ورته سرخوځوي .

په امريکاکې ديوه متعصب کشش لخوادقران سوځونې پرضددغبرګونونوپه ترڅ کې چې دهېوادپه بېلابېلوسيموکې ترسره شول ترډېره داڅرګندشول چې دامريکاپرضدافغاني احساسات پوره راپارېدلي اوکه داډول کړنې دوام پيداکړي نولرې نده چې دهېوادپه ګوټ ګوټ کې به دپاڅونونوشاهدوو .له بلې خوادقران سونې له پېښې ورسته دلودېځوچارواکوغبرګونونوداڅرګنده کړه چې  دوي ته ديوه ستردين دآساساتوله ترسپکاوي دابده ده  چې څوک دې ددوي مامورينوته زيان واړوي.  په بلخ کې دبهرنيانوله وژلوورسته په لوديځه نړۍ کې توندغبرګونونه راوپارېدل اوددې پرځاي چې ددې کشش دادسپکاوي ډک کاروغندي ددې غبرګونوغندنه يې وکړه . ولسمشراوبامادرسينوپه وړاندې ظاهراً داکړنه وغندله اوويې ويل چې دادمريکادخلکواحساسات  ندي .خوکه چېرې دادده په وينادامريکادخلکواحساسات نه وي نوداڅنګه ممکنه ده چې دنيمې نړۍ دين ته دې په عام محضرکې سپکاوي کيږي، دامريکاټولې رسنۍ يې دې ژوندۍ صحنۍ خپروي اوکشش دې په ډاګه وايې چې دايې دقران پاک لپاره محاکمه جوړه کړې وه .

همدپادري څومياشتې وړاندې دسپتمبرديولسمې پېښې دکليزې ديادپه غونډه کې غوښتل چې قران پاک وسوځوي خوکله چې امريکايې چارواکوپه نړۍ کې خپلې ګټې په خطرکې وليدې نوله دې کاره يې منع کړ.

کرزي ددې پېښې نه ورسته لمړي له احتياته ډک غبرګون وښوداوددې عمل په کړلويې له امريکاګيله وکړه خوکله يې چې امريکايې مشاورينومشوره ورکړه چې په رسمي ډول له کانکريس څخه ددې پېښې دغندې غوښتنه وکړي نوکرزي په خواره خوله همداکا هم روکړ . دعام ولس په وژنه دکرزي څخه په لسګونوځله غوښتل شوي چې مخه يې دې ونيسي خودکرزي عبرګون يوازې دغندنې اوعلاميې ترخپرولوپورې محدوددوي اوپه خورا ادبي الفاظوله ارګه بيانيه خپروي . اوکله خودمړو اوزخميانوقيمت چې دامريکايې پوځ لخواايښودل کيږي  ورکوي .

دورستيوپېښوپه وړاندې دکرزي غبرګون ته که پام وشي نو واقعاً له شرمه ډک دي اوهرافغان ورباند شرميږي چې ديوه داسې هېوادچې يومهال په مېړانه دهندمسلمانان نازيدل ،اودعراق اولس ددې هېوادبچې دمغلودوحشي توپان په وړاندې ورستى مورچل باله . ددفاع اوحق غوښتې پرځاي له خپلواولسه غواړي چې  په خپلوخوښيوکې دې له احتياته کاراخلي ددې پرځاي چې له امريکادهوايې خپلسروبمباريودمخنويو غوښتنه وکړي له خپل اولسه داغواړي چې هوايئ ډزې دې نه کوي ځکه چې داپه اميدواروميندوبده اغېزه کوي اوماشومان وېروي . آيادکرزي سرپه دې نه خلاصېږي چې دامريکاد(خوشايي ) بمونوکارول په انساني نسل څومره بده اغېزه درلودلي شي ؟

آياپه دې نه پوهېږي چې دهرډول کېمياوي وسلوکارونه دانسان لپاره څومره بده ده آياکله يې له امريکايي پوځيانوهم غوښتي  چې په جګړوکې موله اتومې اووکېمياوې وسلوکارمه اخلئ؟؟

 

مجيب (( احساس))

ننګرهارپوهنتون