هغه چـې ګـران مـې په زړګـي نه راځي
ځـــکـه خوبـونـه مـې یـاغـــي نـه راځـي

خـدایه په روغو مـې اتبار نـه کـــــیـږي
څـه وکـــــــړم دلـته لـــیـونـي نه راځـــي

یاره په غــــــــــم کـــــې دې یوازي ژاړم
خـپلوان مـې واړه شول پردي نه راځـي

داســـې شـېـبـې خـو لاتـر اوسـه نـشـته
چې مـې په خیال کـې خماري نه راځـي

هـــره شـېـبه چـې انـتـظـارکـــــړم چــاته
خــدای خــــــبر هـغه به راځـي نه راځـي

بـیابـه په دا وخــت پـــسـې ډېـر وژاړې
یوځل چـې تـېره شـي ځـوانـي نه راځـي

سترګې ېې ښکته په ژاړغوني غږ کې
وایـي خـــــــــــــ
ـــــــبــر د لاروي نـه راځــي

محمدجهان لاروی
2/2/2012