دمينې ننګ

سـترګـې رانه ګـرانې،ستادســترګــوسره جـنګ غواړي
ساز رانه غوږونه ،ګــرانې ستادبنـګړو شرنـګ غواړي

شنډې مـې سوالـګرې دي،دسروشنډوسوالـونه کـړي
غواړي خـيـراتـونـه،سـتادسـرو شـنـډو قـلـنګ غـواړي

ډک دمــيــوخـــــــم کـــــــــــه پـه سـر واړوم،لاتـــږی يـــــم
تـنده مــې دشـنډو،سـتا دشـنـډويـوجــام بـنګ غـواړي

مــــخ مـــې په وهـــلــو ســتا دتــور وزلــــفــو روږدی دی
بيا ګــرانـې له مـانه ،سـتادتـوروزلـفو شـړنـګ غـواړي

زړه مــې دپــاريـس لـه خـوشـبـويـو ځـنی مــوړ شـويدی
ګـــرانــې سـتا دزلـفـو خـونـدور بوی دلــونــګ غــواړي

ژبــې نـه مـــې حـــــمـــد او ثـناپـاتـې ،سـتا دعــا کــــوي
سـتا دکـــرکــې ډک دزړه بــازار،له خدايه ړنـګ غواړي

تـه پـــکــې اوسـيـږې، دزړه کــــور کــې مـــې يوازې يې
زړه مې ګرانې پاتې ژوند، يوازې ستا ترڅـنګ غواړي

مــا په ټــول احساس ګــــــرانــــې، دمينې لار نـيولـي ده
عقل، احساس دواړه مې،دمينې يوغورځــنګ غواړي

تـامـې عـقـل،فـکــــر،هــوش او زړه ځــان سـره وړي دي
سـاتـه يـې په مـينه ،قـــيام دومـره لــه تـا نـنـګ غـواړي

الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمني