بيابه رڼاراشي

شپـه به خـدای سبا کـــــړي،خـامـخـا بـه ســحـروبـريـښـي
تيـربه داتـورتــم شي ،بـيـا بـه څــريـکــه دلــمـر وبـريـښـي

دا دخـدای وعـده ده،چـې زحـمـت پـســې راحــت راځــي
داخـفـګـان بـه تـيـرشــي،بـيـابـه دلـتــه اخــــتر وبـريـښـي

زمـونــږ مـاتـه بـيـړۍ بـه،دطـــوفـان لــه څــپـو تـېـره شـــي
بـيـابــه دســاحــل پـه لــــــوري،لار او ګــــــودروبــريـښـي

هـــــرځــــای بـه رڼاشــــــي ،دهــــــرڅـــه پـتـه بــه ولــــګـــي
بــد به لـه ښو بـيـل شــي،دهــرڅـــه بــه جـــوهــروبــريـښـي

اوس خوهرشيطان په ځان،دشـيخ لـباس اغــوستئ دی
څـيرې بـه مـاسکـونـه شـي،دوخـت کـوډګر بـه وبـريـښـي

اوس کـــــه تـوره شپه ده، نظــر نــه لـــګــي،ســبا بـه شــي
ورورتــه بـه پـخپل ډز،دورور تــکسورپـرهـروبـريــښي

ورورچــې ورورته ګـــوته په مـاشـه،ســنګـرنــيولـی دی
هرورورته بـه خپل ســنـګـر،دبـل چــا ســنګــر وبـريــښي

اوس کــــــه لــه يـوبــلـــه مـــــروردي،ســره جــوړ بــه شــي
يـوافــغـان بـه بــل تــه،دځــــــان لــيـچ او وزر وبــريـــښـي

ورک به شي دجنګ قاصد،شيطان به هم مختوری شـي
خپل منځکـې به ټـول هـيوادوال،يار اويـاور وبـريــښـي

تېر به سـره هـېرکـړي،وروربـه ورورپه غـيږکـې ونيسي
وروربه دخپل ورورپه څنګ کې،بيرته سرلوړوبريښي

ورکه به جګړه شــي،خـــدای بـه ســولـه پـه مـونـږ راولـي
ورځ بــه داخـــتر پـه څـېر شـي،شپـه بـه قــــدر وبـريــښـي

اوس که دسيالانوپه قـــطــارکــــې،افـغـان سيال نـه دی
دا افــــغـــان بـه بــيـرتـه،دهــــــــر سـيـال بـرابـر وبـريــښـي

اوس چـــې دوخــت تـــورې،سيـلــۍ وړی بـيـدرکـــــه دی
بـــيـرتــه بـه قــــيـامـــه،درک ســتا ددلــــــــبـر وبــريــښـي


الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمنی