|
تاچـې کـله په سپین مخ خـالونه کــېـښول |
|
په زړګـي دې زمانـور زخــمونه کــېـښول |
|
ګـــرځـــوم به ېې پـه زړه دمــرګـه پـورې |
|
پـه نـادان زړګـي مې تا داغــونه کــېـښول |
|
درنځور زړګـي پریاد به مـې خـپل واورې |
|
که تا یوځل پرې دا سره لاسـونه کـېـښول |
|
دزړګـي آزاد کـــــوتر مـې پـــکــې بند شو |
|
چې د زلـفـــودې په مـخ دامـونه کــېـښول |
|
اوس خــوراشه پـټ رازونه پـــکې لــولـه |
|
لاروي درتـه یــوپــنـډ شـعـرونه کــېـښول |
محمدجهان لاروی