یاره ســپــېلنی دې کــــړمه ورک دې کـــــــــړم
ودې ســوم لــــــوګی دې کـړمه ورک دې کـړم
تــا دمیـنې خــــــــــړســـیـلاب پـه مــارا وســت
تـــوی وړی لــرګـی دې کــړمه ورک دې کـــړم
تـــاپه لـیــندی ســــترګـــو وزرمــاتــی کـــــړم
ښکار دې کړم مرغی دې کړمه ورک دې کړم
تاچــــې پــه کــمڅولـېـچـــې را تـاو کـــــړلــې
ګـلـې مات بـنګـړی دې کـړمه ورک دې کــړم
خـپل دې نـه کـړم ودې سـوم پـه اور بانـــــدې
پوه شـوم چـې پـردی دې کړمه ورک دې کـړم
یاره مـا خــپل زړه درکــــــــــړ خــوتا ظـــــالـــم
زه پـه زړه ســوری دې کــړمه ورک دې کـــــړم
ســتا دعـــشق اوږده لاره لــــــــــنډيــــږي نـــــه
ســـــتړی لاروی دې کــــــړمه ورک دې کـــــړم
محمدجهان لاروی
شعــرونه