څــــــــــــــه نــــــري نـــــري دردونـه
را کـــــــــــــــــوي دســــــتا یادونه
نـه هـــــــــېرېـــږې رانه شـــپه ورځ
تـښـــتېـد لـي مــــــــې خــــوبــونه
څــنګــه وباســــم تصـــویـــرســتا
دخــپـل مــــات زړه دښـــیـــښونـه
ســـــتا د نازخـــبـرو جــــوړکــــړل
په زړګـــــــي مــــــې پــــرهـــارونه
څــه تـرخــــه وخــــــتونـه راغـــلـل
تېرشـــــــول څه خــواږه وخـــتـونه
په زړګــــوټــي کــــې مـې اور دی
پــــــــه کـــــــې ســـوزي امــیدونـه
پـه مــاشــــوم زړګـــي مې تـم دي
ســـتاغــــــمـونـه لــــــکه غـــرونـه
لاروی د داســــــــــې لاریــــــــــــــم
واړه  ډ کـــــــــــــه د ازغـــــــــــونـه
                                                                                             محمدجهان لاروی