ښوونه او روزنه مختلفو عالمانو او پوهانو په مختلفو ډولونو تعريف كړې ده .ځني وايي : ښوونه او روزنه عبارت د هغه جرياناتو څخه ده چي اجتماعي مواريث او عنعنات د يوه نسل څخه و بل نسل ته انتقالوي .يا ښوونه او روزنه عبارت د هغو عاداتو د كسبېدو څخه ده چي د يوه فرد د سازش سبب د محيط سره كيږي .يا دا تعليم او تربيه ( ښوونه او روزنه ) عبارت د هغه متغير جريان څخه ده چي د انسانانو د عمر تر اخيره دوام پيدا كوي ، او يا دا چي ښوونه او روزنه عبارت له هغه جريان څخه ده چي په انسان كي د روحي ، جسمي ، اخلاقي ، زېباپسندۍ ، ذهني او اجتماعي قواوو د پرورش سبب وګرځي تعليم او تربيه ور ته ويل كيږي .انسان د پيدايښت څخه بيا د ژوند تر پايه درلودونكي د يو ډول تعليم او تربيې دي چي په همدې وخت كي د تعليم او تربيې خاص ډول په شعوري او غير شعوري ډول سره تر مطالعې لاندي په كښي نيول كيږي چي د قبېلې مشرانو به هغه ته په درنه سترګه كتل او د دوي د عنعنوي ضرورتو سره سم د دغه تعليم او تربيې شكل لكه د دوي فرهنګ په مختلفو ډولونو سره د دوي په منځو كي وېشل سوي و . ځكه نو اقتصادي مشكلاتو جغرافيايي موقعيتونو ، محلي كشمكشو او داسي نورو عواملو دوي د مشكلاتو سره مخامخ كول .د وخت تېرېده ، قبيلوي مهارتونو او د عقايدو انتقال له يوه نسل څخه و بل نسل ته يو ستر عامل بلل كيږي .په يوه ابتدايي ټولنه كي د لارښوونكو او ځوانانو موجوديت د هغې ټولني د فرهنګي او كلتوري خصوصياتو څخه شمېرل كيږي .د مثال په توګه :په پخواني مصر كي لس زره كاله د مخه نوي ځوانان مكلف ول چي د تشريفاتي مراسمو په سر ته رسولو كښي د يو تعداد منورو ازادو خلګو څخه چي په ابتدايي تحرير او اشاراتو مجهز وه مستفد سي .په دې وخت كي د دوي ټول تعليم او تربيه لفظي وه او فقط د ويلو او اورېدلو جنبه يې درلودل .ځوانانو به مروجه فرهنګ او كلتور د خپلو سپينږيرو څخه زده كاوه چي تقريبا پنځه زره كاله وروسته يو لږ تعداد چينايان د محلي روحانيونو له خوا په عبادت خانو كي چي د لسان او ساده رياضي دپاره تربيت يا روزل سوي وه تر تربيت او روزني لاندي نيول كېده او د روحانيونو په ډله كي به شاملېدل ، او دا ډول تعليم او تربيه به يې د ځينو قديمو كتابو څخه يادول يا زده كول چي د يوه نسل څخه و بل نسل ته انتقالېدل چي دغي عنعنوي رويې بېله شكه څخه د دوي د قديمو نيكه ګانو د روحيې سره ارتباط درلود ، چي د دوي دغه كور كورانه عنعنوي پيروي پنځه سوه كاله مخكي د غز د تمدن په اثر له منځه ولاړي .علاوه پر پورته طرزالعمل چي د علماوو د تربيت رويش په چين كي ښكاره كوي د صنعت ګرانو په واسطه چوبي توليدات منځته راغله او د دغو توليداتو په اړخ كي مهم مهارت چي د پلار څخه به زوي ته پاته كېدي هم موجود وو .هنرمندان د خپلو شهكاريو سره و منځته راغلل ځكه د دوي دغه ثقافت په دوي پوري محدود وو ، او د خارجي عواملو د تماس څخه ليري وو ، مګر ډېر خلګ په هغو ذراعتي كارونو سره چي كورنۍ يې ور سره اشنا وې او د دوي په ژوند كي يې مهم رول درلود مشغوله وه .هغه ښوونه او روزنه چي د يونان په طلايي عصر كي د 500-200 ق م پوري معموله وه ممكن د غرب په تمدن كي فوق العاده تاثير نسبت و هر بل رويش ته اچولي وي ، اما د دوي دغه رويش لكه چينايان په سلو كي پنځه يا لس سياسي ، نظامي اشخاصو ، هنرمندانو ، نويسندګانو ، فلاسفو او ښوونكو پوري مختص وو چي مقالې ته په زيات اهميت قايل وه ، ځكه نو يې پر ګرامر ، د بيان علم ، خطاطي او تمثيل باندي ډېر ټينګار كاوه .موسيقي . رياضي ، او مادي فرهنګ د دوي د عمومي طرحي د تركيب جز وګرزېدي .د يونانيانو تربيوي سيسټم نظر و خپل جغرافيايي موقعيت ته نسبت و چين ته ډېر انحطاف پذيره او متحول وو .يونانيان اولين خلګ وه چي خپل فرهنګ يې د نورو مملكتو د فرهنګ او كلتور سره مقايسه كړي .د عمومي تعليماتو انكشاف د مكاتبو د رسمي تعليماتو ادات تشكيلوي ، ولي تعليم او تربيه داسي امر و چي وكولاي سي د يوه فرد د ژوند و ټولو اړخونو ته بهبود ور وبخښي .د روم تعليم او تربيه په لوستلو ، ليكلو ، خطاطي ، رياضي ، مهندسي او نظامي تعليماتو بنا وه .دا ځكه چي روم په هغه وخت كي يو نظامي مقتدر دولت وو ، داسي مضامين د ځوانانو د تربيت د پاره يو نه بېلېدونكي جز ګڼل كېدي .موسيقي ، ساينس او عمومي تعليماتو بېله محاورې څخه لږ اهميت درلودي .د روميانو لوي فاتحين وه چي چي د سړكونو او ښارو په جوړولو كښي يې ډېر شهرت درلود ، روميانو د يونان په نيولو لاس پوري كړ او ذهنا د يونانيانو تر اثر لاندي راغلل .په نتيجه كي د دوي تعليم او تربيې ډېره ترقي او وده وكړه ډېر مكاتب د نوي اساساتو سره سم په ټوله امپراطوري كي تاسيس سول .په وسطي قرن كي تعليم او تربيې مذهبي شكل درلودي چي د ژوند اصلي هدف په دې جهان كي تر مرګ وروسته ژوند ته امادګي نيول وه ، په دې اساس نو د تعليم او تربيې هدف په وسطي قرن كي د خلګو سره د بل جهان كومك كول وه ، دا ځكه چي تر مرګ وروسته ژوند ته په ډېر اهميت قايل وه نو ځكه د يوناني او رومي تعليماتو ډېره برخه د رنساس د ظهور د تفكر څخه لوېدلې وه او ډېر لږ خلګ و مكاتبو ته تلل چي دغه ډله عبارت وه د مذهبي رهبرانو څخه .د چاپ اختراع او د رنسانس منځته راتلل د تعليم او تربيې سيسټم ته تغير وركړ . او د ازاد غوښتلو نظر يې بيا را ژوندى كړ .وروسته د ريفورم په دوره كي د اروپا ځينو شمال لوېديځو هيوادو د انجيل و زدكړي او مطالعې دپاره مكاتب تاسيس كړل ، كه د اروپا څخه په كلي ډول بحث وسي نوي مكاتب نظر و نفوسو ته لږ وه حتٰى ډېر لږ تعدا و لوړو مكاتبو ته چي په رياضي ، لسانونو كښي ( يوناني او لاتيني ) په اروپا كي او په اسيا كي عربي ، فارسي سانسګريټ او چينايي ژبي تدريس كېدلي او ډېر محدود مسلكي مكاتب د ايلاهياتو دپاره موجود ول .ښووني او روزني په مختلفو پېړيو كي مختلف مفاهيم درلودل همېشه د عصر او زمان د خلګو د عقيدو او فرهنګ د ټولني د انكشاف او پرمختګ سره په مكان او زمان كي تغير كړيدي .نوې ښوونه او روزنه و هغه قسم زده كړي ته وايي چي يو خاص اهميت ولري او د داسي مسلو په تلاښ كي وي چي حقيقتا په انساني ژوند كي د تطبيق قابليت ولري او د هغه نتايج په روزمره ژوند كي ثابت وويني او د هغه انكشاف او پرمختګ په روزمره ژوند كي ثابت وويني او حقيقتا خلګ د هغه د زده كړي په تلاښ كي وي يا داسي مسايل ، نظريات او عقايد وي چي په انساني ژوند كي د هغه څخه استفاده وسي تر څو چي د يوې ټولني د افرادو د سلوك او عادت جز وګرځي .نوې ښوونه او روزنه د همېش لپاره اجتماعي حوادث او ټولنيزي پيښي د علم په كومك سره حل او فصل كوي او دا وايي چي ښوونه او روزنه همېشه د يوې ټولني اجتماعي حركات تر بحث او څېړني لاندي نيسي .مګر زړه ښوونه او روزنه د پورتني اصل څخه انكار كوي د ساري په توګه :د ارسطو او افلاطون زاړه منطق ، بل دا چي هغه مكاتب چي د زړې ښووني او روزني پر اساس بنا سوي دي .هره زده كړه چي كوي هغه د كتاب په قيد كښي وي او يا ښوونكي هغه د تقرير په شكل توضيح او تشريح كوي مطلب دوي په انفرادي توګه يو څه زده كوي يعني هغه صرف د امتحان دپاره وي يعني يوازي د كاميابۍ او ناكامي په خاطر وي څه چي ښوونكي ور ته وايي هغه بيرته ښوونكي ته ټكي په ټكي تكراروي .د افلاطون څخه را په دېخوا د ښووني او روزني پوهه خصوصا د اخلاقو او سياست په چوكاټ كي د پوهانو د فلسفې مهم جز تشكيلوي ، اما د يوې خپلواكي او علمي څانګي په څېر ښوونه او روزنه په اوولسمه ميلادي پېړۍ كي ښكاره كيږي يا ظهور كوي .د دې علمي څانګي د مينځته راتلو اساسي علتونه د علم او فلسفې سيسټماټيكه وده ، اجتماعي تغيرات او تحولات وه .همدا رنګه ښوونه او روزنه پر څو څانګو وېشل سوې ده .الف : تاريخي ښوونه او روزنه :- تاريخي ښوونه او روزنه هغه تعلم او تربيې ته ويل كيږي چي د تاريخ په اوږدو كي د ښووني او روزني نظريات او د هغوي بدلون او وده تر غور لاندي نيسي .ب : مقايسوي ښوونه او روزنه :- و هغه تعليم او تربيې ته ويل كيږي چي په بين المللي ساحه كي د ښووني او روزني موسسې او نظريات سره مقايسه كوي .ج : سيسټماټيكه ښوونه او روزنه :- وهغي تعليم او تربيې ته ويل كيږي چي تقريبا ټول تعليمي او تربيوي موسسو د اساسي مسايلو سره سر و كار لري .د موسسو ښوونه او روزنه لكه : كورنۍ ، وړكتوني ، ښوونځۍ ، پوهنځۍ او داسي نور تعليمي او تربيوي موسسو خصوصيات او جريانات توضيح او تشريح كوي ، يوه بله موضوع چي د ښووني او روزني د علم په مفهوم باندي د پوهېدلو دپاره ضروري ده هغه دا چي علم په دوو كلمو يعني (ښوونه ) او ( روزنه ) سره افاده كيږي .د پورته بيان څخه داسي څرګنديږي چي د هري زده كړي او ښووني جريان تر هر څه زيات په فكري قوت تاثير كوي ، انساني تصورات ، خيالات او حتٰى رويه او ګذاره د ښووني او زده كړي د مستقيم تاثير لاندي راځي .ځني پوهان په دې عقيده دي چي ښوونه د انسان پر شخصيت او استعداد باندي مستقيم تاثير لري .د معرفت قوه ، معلومات او مهارت ټاكي او همدا رنګه د شخصيت رويه ، كركټر ، ارادې او د اخلاقو څرګندوالي ټاكي .دا چي د دې بحث څخه زموږ هدف په عمومي ډول د ښووني او روزني په مفهوم باندي پوهېدل دي نو ځكه د ښووني او روزني په هكله د يو څو مشهورو عالمانو او پوهانو نظريې د مثال په توګه راوړو :ابن سينا بلخي : ابو علي حسين د عبدالله زوي د حسن لمسى او د ابو علي ابن سينا كړوسى دي .ملقب په حاجت الحق ، امام الحكما ، د دهر فريد او د عمر په نامه سره ياد سويدي .په كال 370 ه ق كي زوكړي او په 422 ه ق كښي وفات سوي دي چي مشهور په شېخ الريس د جهان د سترو پوهانو ، حكماوو او د شرق د خورا لويو فيلسوفانو او د اسلام د نامتو طبيبانو او عالمانو څخه ګڼل كيږي .ابن سينا په ښوونه كښي د مسلك په انتخاب كي د شاګردانو د استعداد را ژوندي كولو ته په ډېر اهميت قايل وو ، ابن سينا يو لوي سيكالوجسټ وو او ده اكثره مريضان چي روحا به نا ارامه وه تداوي كوله .د ابن سينا په عقيده د كوچني د ښووني او روزني په منظور لاندي اهدافو ته رسېدل دي .الف : ايمان ب : اخلاق او عدالت ج : تندرستي د : پېشه او هنر دوهم په كور كي كوچنيانو ته كه زوي وي او كه لور هغه ته بايد ښه نوم انتخاب كړل سي چي له شيدو پرې سي د هغه په اخلاقي تربيه دي شروع وسي او د خرابو او چټي عاداتو څخه دي ليري وساتل سي .تر شپږ كلنۍ پوري بايد د ده سره اعتدال (ميانه رويي ) موجوده وي .او كوچنى د هغه شي څخه چي ميلان ور ته لري منعه نه سي تر څو چي د ده روحيه او اخلاق وده او ترقي وكړي ځكه چي جسم او روح يو پر بل تاثير لري .دريم په ښوونځى كي : كوم وخت چي يو كوچنى شپږ كلن سو پلار يې بايد ښوونځي يا مدرسې ته واستوي او تر څورلس كلنۍ پوري بايد په ښوونځي يا مدرسه كي ليك او لوست وكړي تر څو چي يو دينداره ، با وقاره ، پاك ، هوښيار ، غيرتمن او دلاوره ،دمعاشرت په لاره كى د تهذيب او اخلاقو سره اشنا وي .يو كوچنى كه د ښو فاميليو د ماشومانو سره وګرزي تر څو د هغو څخه ښه اخلاق او تربيه زده كړي .ابن سينا وايي : كوم وخت چي يو كوچنى كسب زده كړي ، او د معاش خاوند سي بايد مكمل سي ( واده وكړي ) او پلار او مور يې له ځان څخه جلا كړي .څلرم : ښوونه او روزنه :الف :- ښوونكي په ښوونځي كي بايد كوچنى د بدو او ناوړو كارونو څخه منعه كړي او په ښو كارو يې وګماري .ب : كوچنى بايد د پرورش په وخت كي كله تشويق او كله تهديد كړل سي او په بدني تنبه يې لاس پوري كړي .ج : ښوونكي بايد ورزشي وختونه داسي ترتيب كړي چي هم معده خالي نه وي او هم غذا هضم سوې وي.د : د تعليم په وخت كي د شاګردانو سره معتدله رويه اتخاص كړل سي يعني نه بايد خپل ځان داسي ونيسي چي شاګردان د سوال كولو او مشكلاتو د حل كولو جرات و نه لري ، او نه دومره ملايم وي چي شاګردان د ده هداياتو او بياناتو ته غوږ و نه نيسي .پنځم : ښوونكي بايد خپل شاګرد وپيژني او بيا د هغه د لياقت ، طبيعت او استعداد وسنجوي او وروسته تر هغه د ده د حاله سره سم مناسب هنر او پېشه انتخاب كړي .شپږم : ذوق او شوق د يوه زده كوونكي د هنر او پيشې په انتخاب كښي رعيت سي .اووم : هغه هنر او پيشه چي يوه شاګرد ته ور زده كړل سول بايد دى مجبوره كړل سي چي د هغه په ژوند كي عملي او كار ور څخه واخستل سي .اوس كوښښ كوو چي د ده ( ابن سينا ) نظريات د قديم يونان د حكماوو د نظرياتو سره مقايسه كړو تر څو معلومه سي چي ايا ابن سينا د دوي د كتابو څخه اقتباس كړي دي كه څنګه ؟د يوناني حكماوو څخه هغه چا چي په ښوونه او روزنه كي خبري يا ليكني كړي دي او د هغوي كتابونه يا اثار په دوهمه او دريمه هجري پېړۍ كي په عربي ترجمه يا ژباړل سوي دي ، او د ابن سينا په وخت كي ژباړي وجود درلود د افلاطون او ارسطو وه .په لمړي كتاب جمهوريت او هم د سياست او اخلاقو په كتابونو كي د زده كړي او پرورش په برخه كي جامع نظريات ليكلي دي علاوه پر ذكر سوي فيلسوفانو بل فيلسوف چي په اروپا كي يې زيات شهرت درلود او په اسلامي نړۍ كي پيژندل سوي وو چي د ده نوم په عربي او فارسي كتابونو كي په مختلف ډول ليكل سوي دي لكه ( بروس ) د ( ديتو ) د تحقيق پر اساس دغه فيلسوف اصلي نوم ( برسين ) دي چي ده يوه رساله په تدبير منزل او علمي اقتصاد كي ليكلې ده چي ابن سينا دغه رساله په خپل كتاب كښي را نقل كړې ده .د افلاطون او ارسطو د څلورو كتابونو ترجمه چي په كال ۳۷۷ ه ق كښي ده ابن الندين په حواله موجوده وه ابن سينا شايد هغه مطالعه كړي وي اوس نو د علامه ابن سينا نظريات په ښوونه او روزنه كښي د دغو درو عالمانو د نظرياتو سره پرتله (مقايسه ) كوو او ګورو چي د دوي په منځ كي كوم ورته والي وجود لري .اول : د پليدو او بدخويه او بد اخلاقو خلګو څخه د كوچنيانو ساتنه او د خرابو كارو څخه د هغو ساتل او په نيكو اشخاصو پوري د دوي محصورول چي افلاطون و دغه جملو ته د جمهوريت د كتاب په دريمه مقاله كي اشاره كړې ده ، او ارسطو د سياست د كتاب په اوولسم فصل كي اشاره كړې ده او برسين د تدبير منزل په رساله كي اشاره ور ته كړې ده .دوهم : د هغو داستانو او اشعارو زده كول چي د ښو اخلاقو او ښو ادابو درلودونكي وي ، او د هغه حكاياتو څخه اجتناب كول چي د مذهب او دين برخلاف وي ، چي افلاطون د جمهوريت د كتاب په دوهمه مقاله كي او برسين د كتاب په دوهم فصل كي دغه موضوع په تفصيل سره بيان كړې ده او ارسطو د سياست د كتاب په اوولسم فصل كي بيان كړې ده .او برسين د تدبير منزل په رساله كي په لنډ ډول بيان كړې ده .اوس دا معلومه نه ده چي ابن سينا پورته نظريات د پخواني يونان د علماوو څخه اقتباس كړي دي او يا يې د خپلي شخصي مطالعې د تفكر پر اساس ذكر كړي دي .كه چيري موږ ارسطو او ابن سينا په كلي ډول سره پرتله كړو د لاندنيو درو نقطو سره برخورد كوو .۱ : افلاطون او ارسطو دواړو كوچنى يا ماشوم د ټولني ، ښار او هيواد په لحاظ په نظر كي نيولى دي او د ده د طبيعت د پاره يې داسي اصول وضع كړي دي چي ليكي : زده كړه او پرورش د دولت د خلګو د وظايفو څخه ده .په داسي حال كي چي ابن سينا فقط د پلار و وظايفو ته د اولاد په نسبت ادعا كړې ده ، چي د كوچنيانو او ټولني د تربيې ته يې هيڅ توجه نه ده كړې ، ځكه نو يوناني پوهان د كوچني تربيت د مدني سياست جز ګڼي ، په داسي حال كي چي ابن سينا د تدبير منزل جز بللي دي .۲ : افلاطون او ارسطو : ښوونه او روزنه د اشرافو او نجيبو طبقو دپاره چي په ښارو كي حكومت كوي پيشنهاد وي ولي ابن سينا په دغه برخه كي خصوصاً دغه طبقو ته اشاره نه ده كړې او دى وايي : چي پر پلار لازمه ده چي د خپل اولاد په تربيه كي كوښښ وكړي .۳ : ارسطو هنر او صنعت او د هغو زده كړه يا ښوونه و اشرافو ته جايزه نه بولي ځكه د دوي كوچنيان و خپلو اعضاو ته صدمه رسوي او ناقصه كيږي په داسي حال كي چي ابن سينا د كسب او هنر زده كړه پر هر فرد لازم بولي او وايي : چي په خپل ژوند كي بايد استفاده ځني وكړي .د افغان سيد جمال الدين نظر د ښووني او روزني په هكله :افغان سيد جمال الدين د سيد صفدر زوي چي د كنړ د ولايت په اسعد اباد كي په كال ۱۲۵۴ ه ق كي زېږېدلي د ي .افغان سيد جمال الدين د امير دوست محمد خان په وخت كي د محمد اعظم خان په تربيه لاس پوري كړ چي ( افغان ) د امير دوست محمد خان منشي هم وو چي د امير شېر علي خان اصلاحات په حقيقت كي د افغان سيد جمال الدين د مغز محصول وه .كله چي سيد جمال الدين د افغانستان څخه تبعيدېدي ده و امير شېر علي خان ته په بالا حصار كي يو لوي تيمار ( طومار ) ور كړ او په هغه كي ليكلي وه چي په هغه كي د امير شېر علي خان څخه د سياسي استقلال ، د كابينې تشكيل ، عسكري تنظيم ، د پښتو ملي ژبه تقويه كول ، د پوسته خانو جوړول او د روزنامو او مجلو د نشر غوښتنه كړې وه . سيد د شخصي مصرف مخالف او د ملي مصرف طرفداره وو د ده په نظر واقعي عالم هغه څوك دي چي د خپل محيط خلګ تنوير كړي .سيد وايي : چي تدريس يواځي په كتاب پوري مربوط نه دي ، بلكي د مقالو او ليكلو د لاري هم تدريس كېداي سي افغان سيد په دې عقيده دي چي په هر ملت كي د پوهانو او عالمانو شتون ضروري او حتمي دي تر څو د نورو و ښووني او روزني ته رسيدګي وكړي ، او د ټولني د افرادو د افكارو په روښانه كولو كي د هيڅ ډول كوښښ څخه سرغړونه و نه كړي د امر بالمعروف او نهي عن المنكر څخه غافله نه سي دا ځكه چي د بشر پوهه او دانش كسبي دي .كه چيري انسانان معلم او مربي و نه لري د خپل عقل او استعداد څخه ګټه نه سي اخيستلاي او د حيوان په ډول به ژوندى وي او د دواړو دنياوو له سعادت څخه به محروم وي .د سيد د دغه نظريې څخه څرګنديږي چي دى د كوچني ښوونه او روزنه د ژانژاك روسو په ډول و طبيعت ته نه پرېږدي بلكي هغه په ټولنه او حكومت پوري تړي .سيد وايي : كه چيري د پخوانيو او اوسنيو ملتونو تاريخ ته لږ څه نظر وكړو څرګنده به سي چي هر ملت درلودونكي د پوهي او اخلاقو دي نړۍ يې تسخير كړې ده ، د هر ملت د پرمختګ او ارتقاع لپاره لازمه ده چي علوم د دوي په خپله مورنۍ ژبه تدريس سي .سيد جمال الدين وايي : هغه كسان چي نوې ښوونه او روزنه د قوم او ملت د ګډوډۍ سبب بولي هغه بد بللي دي .افغان سيد د ښځو د حقوقو او په ټولنه كي د هغو د موقف په باره كي ويلي دي : د ښځو طبقه د عقل له مخي د نارينه وو څخه كمه ده ولي هغه توپير د دوي تر منځ موجود دي په تربيوي اساساتو او په اجتماعي موضوعاتو او مسايلو كي .اما د ښځو وظايف د نارينه وو څخه كم دي چي دا هم د اجتماع وظيفه ده چي ښځي تقويه كړي د اقتصاد سره سم و دوي ته حق وركړي څو د نارينه وو سره اوږه په اوږه فعاليت وكړي .د فضيلت او اخلاقو څخه چي په يوه بشري ټولنه كي ډېر اهميت لري ليري نه سي .سيد د خپل وخت پر هغه عالمانو او دانش مندانو چي علوم يې د مسلمانانو د نه پېشرفت او ترقي سبب بللي دي سخت انتقاد كوي .اقتصاد او ثروت په تجارت ، زراعت او صنعت پوري تړلي بولي او وايي : چي انكشاف مستقيماً په بشري ټولنه كي د علومو د پرمختګ نتيجه ده د شرق دخلګو د فقر او تنګدستي يوازنى عامل د علومو قدر نه پيژندل او د عالمانو او دانشمندانو احترام نه كول .نوموړى وايي : ښوونه او روزنه بايد اجباري سي دا ځكه چي په يوه ټولنه كي ملت د دولت او حكومت بازو دي تر څو چي ملت تعليم يافته يا باسواده نه سي نو حكومتي نظام درست كېداي نه سي او دغه اجباري كېدل دي تر هغه وخت پوري دوام وكړي تر څو د دوي په زړونو كي د علم او معرفت روښنايي وځليږي او دوي ښوونه عامه كړي .سيد وايي : زه د ظالم او مظلوم دواړو سره دښمني لرم ظالم مي د ظلم په سبب بد ايسي او مظلوم مي ځكه نه خوښيږي چي دى ظلم ته غاړه ايږدي چي د ظالم د زړورتيا سبب ګرځي .افغان سيد جمال الدين وايي : اسلام د ټولو علومو څخه عبارت دي نه يوازي ديني علوم چي ځينو هغه يوازي په دين پوري خاص كړي دي ځكه چي په اسلام كي د علم د تحصيل مقصد هغه علوم دي چي وكولاي سي انساني ژوند ته اماده او د ژوندانه په لاره كي قوي څو د خپل ژوند ضروريات او احتياجات رفع كړي .
ح ف م _پنهان