وايي چې د کابل پوهنتون کالنۍ ازموينه روانه وه. د اقتصاد پوهنځي يو محصل د ازموينې په پاڼه کې د پلار نوم ((قدوس)) ليکلی وو. مميز استاد د ازموينې په ډګر کې ښکته پورته ګرځېده؛ د محصل د پلار په نامه يې سترګې ولګېدې. ورته ويې ويل چې هلکه د پلار نوم دې پوره وليکه. محصل ورته وويل چې بس همدغه يې نوم دی. استاد ورته وويل چې دا نوم راته پوره نه ښکاري؛ پوره نوم يې کېدی شي عبدالقدوس وي يا محمد قدوس وي او يا هم سيد قدوس! محصل ورته وويل چې استاده خبره مو بېخي سمه ده خو دا چې ډېر ځنې خفه يم نو زړه مې نه غواړي چې پوره يې وليکم. استاد ورته کړه چې دومره دې زړه ځنې چاود دی نو بيا دغه د ((ق)) توری هم ځنې لرې کړه چې يو واري يې حق ور په ځای کړې!