راټولونكى: محمد يعقوب دكندهارپوهنتون دطب پوهنځي محصل

غشاء Membaran

د سايتوپلازم په داخل مختلف آنزايمونه وجود لري او مختلف اورګانيلونه مختلف كيمياوي فعاليتونه سرته رسوي. د دي لپاره چي يو د بل كيمياوي فعاليتونه مختل نكړي نو د يوي شفافي نازكي غشاء په واسطه ټول اور گانيلو پوښل شويدي. غشاء عموما د Lipoprotein څخه تركيب شويده او د RER او گلجي جهاز په مرسته جوړيږي، غشاء په عمومي ډول ځيني وظايف لري:

- د حجري په نظم ساتلو كي، د سايتوپلازم اجزاء احاطه كوی – افرازي محصولات پوښي – حجروي اجسام په جلا جلا ډول ښكاره كوی – غشاء سايتوپلازم له محيط او هسته له سايتوپلازم څخه جلا كوي.

 

حجروي غشاء Plasmalemma= Plasma Membaran

حجروي غشاء ټول سايتو پلازم احاطۀ كوي او حجروي داخلي محتوا د محيط څخه جدا كوي. به الكترونيك ميكرسكوپ كي په نازك تیره خط باندي په دري صفحوي شكل مبارزه كوي.

1- د حجروي غشاء ساختمان:

د حجروي غشاء به تركيب كي Carbohydrate, Protein, Lipids وجود لري.

په خارجي طبقه كي پروتئين، په منځني طبقه كي ئي Lipids او په داخلي طبقه كي ئي پروتئين وجود لري. قندونه ئي په خارجي سطحه د يوي طبقي په شكل وجود لري. د Lipids ماليكولونو دوي طبقي منځ ته راوړي دي چي دا دوګانه طبقات د Phospholipids او Cholestrole څخه جوړي شويدي چي هر مالكول ئي دوه قسمت لري:

 

Hydrophilic = polar:- د حجري د جدار داخلي او خارجي سطحو ته متوجه ده.

Hydrophobic = unploar: یودبل مقابل طرف ته متوجه وی.

د حجروي غشاء پروتئينونه په دوه ډوله په غشاء كي ترتيب شويدي:

Integral Protein:- هغه پروتئين چي د غشاء په ضخامت كي غرس شوي وي.

Peripheral Protein: هغه پروتئين چي د غشاء په دواړو سمتو  او سطحوکی غرس وي.

په اوس وخت كي د غشاء قبول شوي موډل Fluid Mosaic Model نوميږي.

2- د حجروي غشاء تغيرات:

ځني غشاوي د وظيفوي ضرورتونو او يو له بله د ارتباط په وجه ځني تغيرات منځ ته راوړي چي په دري ډوله صورت نيسي:

1- Jonctional Complex: د دي لپاره چي مجاور حجرات يو له بله ارتباط ولري او د بين الحجروي موادو د انتشار مانع وګرځي، نو حجروي غشاءوي ئي په ځان كي تغيرات راولي او يو له بّه نښلي چي دا د وصل كيدو د تغيرات Junctional فوتانشيل بلل كيږي.

2Tight Junction = Zonula Occludens: په دي نوع اتصال كي د مجاورو حجراتو د غشاؤ خارجي صفحي يو له بّه سره چسپ كيږي او بين الحجروي مسافه نلري او دواړي غشاوي د يوي ورقي په شان معلوميږي. دا اتصال د حجري په لوړه جانبي سطح كي قرار لري او د يوي حلقي په شان ساختمان راوړي.

b- Zonula Adherence = Intermediate Juntion: دا اتصال تر Tight Junction لاندي قرار لري په دي اتصال كي د وو حجرو تر منځ مسافه د يوي چسپناكي مادي په واسطه ډكه شوي وی او د مجاورو حجرو غشاوي يو بله  زياته قوي كوي، چي د مالكولو نور خروج څخه مانع ګړځي.

c- Desmson = Macula Adherence:

دا قوي اتصال په هغو ناحيو كي چي د تخريشاتو او فزيكي فشار سره مخامخ وي ليدل كيږي لكه جلد، په دي اتصال كي بين الحجروي مسافه د ګلایکو پروتئين څخه ډكه شوي ده او د مجاورو غشاو چسپوالي منځ ته راځي.

مخکی دانظروچه دغشادسموزوم په قسمت کی ضخیم ده مګر په اوسنیو تحقیقاتو په ګوته کره په دي ساحه كي د حجروي غشاء په نژدي مجاورت کی پلك وجود لري چي د پوتئين څخه جوړ دي او رشتي ئي د يوي حجري څخه بلي حجري ته نه دي تير شوي بلكي د حجري په داخل كي په همدغه پلك نصب شويدي.

1-               MicrovilLi:

هغه حجرات چي د امتصاص وظيفه په غاړه لري لكه د كولمو حجرات، د حجروي غشاء په فوقاني سطح كي ګوتي ماننده ساختمانونه وجود لري چي د Microvilli په نوم ياديږي او د حجري غشاء ته ئي تغير وركړي او سطح یی وسيع كړيده.

الف: Striated Border مخطط سرحد: دا نوع په كولمو كي ليدل كيږي، يو ډول شكل او مساوي ارتفاع لري.

ب: Brush Border: دا نوع په پښتورګو كي وجود لري چي صحيح الشكله نه دي او غير منظمي ارتفاعوي لري.

3- Invagination: ځني غشاوي چي د حجري په تحتاني برخه كي وجود لري یوله د بله ئي داسي چين خوردګي كړي چي د عضوي لاندنۍ سطحه ئي وسيع كړي او د موادو ترانسپورت ته ئي زمينه برابره كړي.

- د حجروي غشاء وظايف:- حجروي غشاء لاندي وظايف لري.

a- د حجري سرحد ټاكي يعني د حجري د داخل او فضا تر منځ سرحد ټاكي.

b- د موادو تبادله: په دري ډوله صورت نيسي: انتشار – Transport – Bulk Transport

c- يو له بله ارتباط:- د ځينو حجراتو په غشاؤ كي پروتئينونه وجود لري چي د اخذو په صفت كار كوي او كيمياوي پيغامونه اخلي. پر پروتئينو باندي ځيني هورمونونه او كيمياوي مواد چي Neurotransmitter بلل كيږي وجود لري چي پيغامونه اخلي او يو له بله ارتباط قايموي.

d- Identification: د خپلي اوا جنبي حجراتو پيژندل، د ګلايكو پروتئين په واسطه.

e- د حجرو يو ځاي دالي يو له بله:- د حجري يو له بله پيستون او قايم والي د حجروي غشاء په واسطه صورت نيسي.

 

Mito Chonderia

مايتوكاندريا د دوكلمو څخه جوړه شويده = رشته Mito او چوبك Chondr يعني چوبك ماننده رشتي مايتوكاندريا د دوو برخو څخه جوړه شويده چي غشاء او Matrix بلل كيږي.

- د مايتوكاندريا غشاء:- د مايتوكاندريا غشاء مضاعف جوړښت لري چي خارجي صفحه ئي لشم او قابل نفوذ ده د كوچني مالكولو او ايونو لپاره، مګر داخلي صفحه ئي چين خوردګي لري او انتخابي خاصيت لري چي د Crista په نوم ياديږي او نازك جوړښت لري يو تعداد سمارق ډوله ساختمانونه Elementry Particles پر موجود دي چي دا هغه آنزايمونه دي چي د Oxidative Phosphorylation مسئوليت لري. د Crista تعداد په مختلفو حجراتو كي فرق لري يعني تعداد، جسامت او طول ئي فرق لري.

- د مايتوكاندريا Matrix:-

د مايتوكاندريا دجوف مایع ته Matrix ويل كيږي چي DNA, RNA او آنزايمونه لري په متركس كي يو تعداد داني شته چي د كلسيم د كتيون CaPos3 د تراكم په اثر منځ ته راغلي او دكلسيم د ايون تراكم په مايتوكاندريا كي ثابت ساتي.

مايتوكاندريا په 10 ورځو كي تجديد كيږي چي احتمالا د هستوي يا حجروي غشاء څخه، يا د RER له غشاء او يا د مادري مايتوكاندريا څخه منځ ته راغلي او دا چي له سره نوي توليد كيږي.

 

د مايتو كاندريا وظايف

مايتوكاندريا په حجره كي د انرژي مركز بلل كيږي. انرژي د آمينو اسيد، شحمي اسيدونو او ګلوكوز د احتراق او تجزئي څخه په لاس راوړي.

لاس ته راغلي انرژي د ATP په شكل ذخيره كوي چي د انرژي غني شكل دي كيمياوي انرژي په ATP بدلوي او د ضرورت په وخت ATP انرژي په فعال انرژي يا ADP تبديلوي او وروسته بيرته ADP په ATD بدلوي چي تحول مجدد ئي بولي، هغه عمليه چي ADP په دوباره ډول په ATP بدليږي.

Oxidative Phophorylation عمليه بلل كيږي، دا عمليه د مايتوكاندر په Crista كي صورت نيسي، بايد وويل شي چي حجري ته داخل شوي اكسيجن په حجره كي Pyruic Acid تبديل او وروسته مايتوكاندريا ته داخليږي.

Ribosome

كوچني او متحدالشكل ذرات دي – چي د RNA او پروتئين څخه جوړ شويدي او دوي قطعي لري، كوچنۍ او غټه اوپه سايتوپلازم كي په دوه شكله وجود لري. 1- آزاد شكل چي په سايتوپلازم كي دانه دانه وجود لري. 2- Polysome او Polyribosome: دا ډول رايبزومونه د RNA د رشتي په واسطه يو له بله سره وصل او د تسبيح د داني شكل لري. 3- هغه رايبوزومونه چي په RER باندي نصب دي.

- د رايبوزوم وظيفه:- رايبوزوم، پولي رايبوزوم او پولي زوم ټوله پروتئين جوړوي، او د 20% انرژي د Glycolysis په اثر توليدوي.

Endoplasmic Reticulum

دوه ډوله وجود لري: RER = Rough Endoplasmic او SER

1- RER: دا ډول ساختمانونه پر خپله سطحه د كڅوړو په شكل رايبوزوم لري چي د هموارو كڅوړو يا Costernal تيبو ماننده يا Tubular او Vesicolor يا ابله ماننده په شكل وي.

وظيفه ئي د پروتئين جوړول. هغه حجرات چي پروتئين جوروي او خارج ته ئي صادروي نو په هغه كي د RER ساختمانونه زيات دي لكه د Plasma Cell چي آنتي باډي جوړوي او خارج ته ئي انتقالوي.

2- SER:

ددي ساختمانونو خارجي سطح ښوي او رايبوزوم نلري، د زيات مقدار Phaspholipid له امله ئي رنګ سور يا Acidophial وي او د نامنظمو تيبوبو په شكل په حجره كي وجود لري.

 

وظيفه: حقيقی وظيفه ئي معلومه نه ده مګر د ځينو وظيفو احتمال ئي شته.

-         د ګلايكوجن ميتابوليزم په كبد كي د Glucose–  Phosphate په واسطه چي SER سره ارتباط لري.

-         د Lipids، د كلستړول مشتقات او د Steriod هورمون جوړوي.

-         د ادویی اويا الكولو Ditoxification.

-         په شحمو كي منحل موادو ته دا قدرت وركوي چي په اوبو كي حل شي.

-         په داخل دحجری كي د كلسيم د ايون تنظيم، خصوصا د قلب په عضله او په اسكليټي عضلاتو كي.

 

Golgi Appratu

 

كلجي كمپلكس هم بلل كيږي، د بدن په ټولو حجراتو كي پيدا كيږي چي په مختلفو حجراتو كي مختلف شكلونه لري، په يوه معين محل كي ځاي لري چي د هستي څخه د حجري د فوقاني سطحي تر منځ كلجي اجسام د كيسو په شكل دي چي د Cisterna = Saccule په شكل معلوميږي او يو د بل د پاسه فشرده قرار لري. محدبه او مقعره سطحه لري چي محدبه خارجي او مقعره  داخلي بلل كيږي. د كيسو په كنارو كي يو تعداد ويزيكلونه لري.

وظيفه: دا ساختمان لاندي وظايف تر سره كوي:

-         له RER څخه و كلجي جهاز ته د پروتئين انتقال – د موادو غليظ كول – د پروتئين بسته بندي او نصنيف.

-         تهيه شوو محصولاتو ته د نورو مركباتو په اضافه كولو تحول وركول مثلا د كاربوهايدريت نصب چي كلايكو پروتئين جوړ سي.

-         Sulfacation يا د سلفر نصب.

 

د  پروتئين جوړيدنه

د پروتئينو په جوړولو، ذخيره كولو او انتقالولو كي هسته – ًRER او كلجي اجسام برخه اخلي.

- آمينو اسيدونه د ويني د جريان له لاري حجراتو ته عبور كوي او په متركس سايتوپلازم كي ذخيره كيږي او وروسته د t RNA په واسطه RER ته انتقاليږي. د m RNA پروتئين د جوړولو لپاره د هستي څخه معلومات اخلي او rRER ته ئي رسوي رايبوزوم مربوطه پروتین جوړوي او د RER په اجوافو كي تراكم كوي، دا پروتئين Transport vessicle پواسطه د ګلجي جهاز محدب شكل ته انتقاليږي. ګلجي جهاز د اپروتينونه د قندونه او سلفر په نصب سره متحول كوي او د كلجي اجسامو د مقعري سطحي څخه خارج كيږي. دا پروتینی محصولات ځيني په حجره كي پاتي كيږي د Lysosome په دول او ځيني د حجري څخه صدور كوي، د افرازي دانو يا Secrory Granul يا Zymogen په شكل Excytosis د عمليي په څیر دحجری وغشاوی سطحی ته حرکت کوی .

 

Lysosome

 

كوچني كروي اورګانيلونه دي چي دیوي غشاء په واسطه پوښل شويدي او درلودونكي د آنزايمونو دي منشاء ګلايكو پروتئين دي. په عادي شرايطو كي د لايزوزوم څخه د آنزايمونه د وتلو څخه جلوګيري شويده مګر په ځيني امراضو كي لكه Hypoxin، تخريب آنزايمونه د لایزوزوم څخه فرار كوي او حجره حلوي چي دي عمليي ته انحلال خودبخودي يا Outolysis وائي.

 

د لايزو زوم انواع

 

1- Primary Lysosom = L1:- هغه ځوان لايزوزومونه چي تازه د ګلجي جهاز څخه توليد شوي وي او آنزايماتيك او فعاليت ئي نه وي كړي.

2- Secondary Lysosome = L2: هغه لايزوزومونه دي چي د هضم په پروسته كي ګډون كوي. يعني كله چي L1 آنزيمونه د موادو سره چي بايد هضم شي و نښلي نو نوي شكل پيدا كوي چي L2 نوميږي.

 

د لابزوزوم فعاليت

1- Hetrophagy:

كله چي خارج الحجروي اجني مواد حجري ته د Endocytosis د عمليي په كمك داخل شي نو د لايزوزوم د تخريب د انزايمونو په واسطه له منځه ځي چي دي عملي ته Hetrophagy وائي. او په لاندي شكل صورت نيسي:-

- حجروي غشاءکاذ بي پښي پيدا كوي او اجنبي جسم محصوروي – محصور شوي جسم دواكيول له لاری  حجري ته داخليږي واكيول د L1 سره نښلي  دا واكيول چي محتوائي (د حجري غشا+ بين الحجروي مايع + اجنبي جسم) ده د Phagosome په نوم ياديږي.

= L1+Phagosome = L2 جوړوي = څرنګه چي L2 اجنبي مواد په ځان كي لري نو ځكه دا د Hetrophagic Vesicle په نوم ياديږي  د L2 انزايمونه واكيول محتوا حلوي = د انحلال وروسته باقي مانده جسم د Residual Body په نوم ياديږي او د Exocytosis د عملي په كمك له بدن څخه خارجيږي .

2- Autophagic:

لايزوزوم پردي سربيره چي اجنبي مواد حلوي، يو شمير غير مفيد داخل حجروي مواد حل كوي چه Autophagia بلل کیږی داAutophagic عملیه په دی ترتیب صورت نسی زاړه اوغیری ضروری مواد دیو غشاپه واسطه محصور کیږی محصور شوی واکیول دL1 سره نښلی او Autopaic واکیول جوړه وی چه دا واکیول دExocytosis په واسطه له بدن خارج کیږی کله چه انسان په سویه تغذی اخته شی نو حجره دفعالیت او انرجی تولید لپاره دلایزوزوم څخه کار اخلی او داخل الحجروی مواد تجزیه کوی .

3- Autolysis يا انحلال بنفسه:

هغه حالت دي چي د لایزوزوم غشاء څیري شي او آنزايمونه ئي سايتوپلازم او محتوائي حل كړي. دا پروسه په لاندي ډول ده:

-         هغه اعضاوي چي د حيوان ورته ضرورت نه وي تدريجا د لايزوزم په واسطه محوه كيږي، لكه د چنګښي لكۍ.

-         د ځينو اعضاو جسامات نظر و وظيفوي جسامت ته بزرګ شوي وي نو د مجدد عادي حالت په راګرځيدو كي رول لري.

-         د شيدو د توقف وروسته د تيو كوچني كيدي – د ولادت وروسته د رحم په دوباره عادي كيدو كي رول لري.

-         د مرګ وروسته كوم تحولات چي منځ ته راځي لايزوزوم په كي رول لري.

 

هغه تشوشات چي د لايزوزوم په اثر منځ ته راځي

 

څرنګه چي لایزوزوم د انسان بدن د باكتريا د جملي څخه ساتي نو ځكه يو تعداد تشوشات هم منځ ته راوړي لكه:-

1-               التهابي آفات:- په التهابي آفاتو كي كله چي نو ترفيل په يو باكتريا حمله وكړي نو په دي وخت لايزوزوم آنزايمونه ازاديږي او دبكتريا سره يو ځاي نسج تخريب او چرك منځ ته راوړي.

2-               ځيني وختونه د مريضي په صورت كي د لایزوزوم غشاء تخريب او آنزايمونه آزاد شي او پر خارجي حجروي عناصرو تاثير كوي. مثلا: هډوكي تخريب د collagenase انزايم په واسطه.

3-               د رزاتو استنشاق یا silica چی گرد او غبار په شکل دی چی  Silicosis بلل کیزی.    

4-               د نقرس په توليد كي سهم لري. په دي مريضي كي د Urate كرستلونه په مفاصلو كي تراكم كوي كله چي نو تروفيل ددي كرستل د بلع كوښښ وكړي، لايزوزومونه ئي خپل محتوا خارج ته راباسي چي التهابي حالت او درد را منځ ته كوی.

 

د مركباتو تاثير د لايزوزوم پر غشاء

1- Costicasteroids: دا ضد التهابي دواوي دي چي د لايزوزوم د غشاء مقاومت زياتوي او د څيريدو څخه مخنيوي كوي چي التهاب را منځ ته نه شي.

2- Vitamin A Intoxication: د Vit A په افزايش كي د لايزوزوم غشاء مقاومت بايلي او تخريبی آنزايمونه ئي په ډيره اسانه خارج ته نفوذ كوي او تخريبي فعاليتونه رامنځ ته كوي. لكه د هډوكو بنفسه ماتيدل د Vit A په افزايش

کی.

هغه امراض چي لایزوزوم ئي مسئول دي

لایزوزوم علاوه پر معافیت د حجری په میتابولیک فعاليت   

کی هم برخه لری. د لایزوزوم د آنزايمونو په نشتون كي يو تعداد امراض منځ ته راځی چی تول د Lysosomal Storage Disease تر عنوان لاندی راځی چی ښه مثال یی   Glycogenase Storage Disease چی په دی کی هغه نا تجزیه شوی مواد په Cytoplasm کی تراکم کوی او د حجری طبعی وظایف مختل کوی.

 

Microbodies = Peroxisome

دا هم د غشائي اورګانيلونو له ډلی څخه  دي چي مختلف آنزايمونه لري او د Lysosome څخه لز لوي دي چی د Peroxidase آنزايم ئي زيات مهم دي.

وظيفه: دا اورګانيلونه د Peroxidase آنزايم په فعالولو سره حجري ته داخل شوي H2O2 په اكسيجن او اوبو تجزيه كوي. په ميتابوليك فعاليتونه كي برخه اخلي. د H2O2 د تراكم څخه مخنيوي كوي.

د Phagocytic حجراتو لخوا استفاده ځني اخيستل كيږي – د Lipids په ميتابوليزم كي سهم لري. كله چي Hypolipidemic ادویی بدن ته تزريق شي نو د ځيګر مايکرو بادي ډيريږي.د ځيګر حجري شحمي اسيدونه د B-Oxdation په واسطه تجزيه كوي او REpolipidemic ادويي B-Oxidative آنزايمونه لس برابر لوړوي.

 

Coated Vesicles

دا مهم د كڅوړو شكل لري چي كروي، منظم او خارجي سطح  یي خارداره ده، وظيفه ئي معلومه نه ده او په هغو حجراتو كي زياتي دي چي د محيط څخه پروتين اخلي.

 

Microtubules

دا مجوف استواني دي چي په ټول سايتوپلازم كي منتشر دي. او لاندي وظايف سر ته رسوی.

- د حجری اسکلیت :د حجری په استناد کی برخه اخلی.

- د محصولاتو انتقال:افرازیی دانی انتقالوی او د کروموزوم حرکت  په سایتوپلازم کی معین سمت ته رهنمایی کوی.لکه vesicles چي جوړ شوی پروتين مايكروتيول په مسير كي كلجي اجسامو ته انتقالوي.

- د ځينو ساختمانو جوړول:- ځيني مايكرو تيبولونه سنديول – فلاجيل ا سیليا جوړوي. 

يادونه: Colchicin د مايكروتوبولو توليد متوقف كوي – د حرارت كمبود او د هايدروستاتيك فشار مايركوتوبول  ټوټه ټوټه كوي.

 

Centriole

 

Centriole د Ketron د كلمي څخه اخستل شوي دي چي د مركز په معني ده چي د هستي په څنګ كي د حجري په منځ كي قرار لري سنريول د 9 عدد مايكروتوبول څخه جوړ شويدي. چي د هر مايكروتوبول سيټ د 3 مايكروتوبول څخه منځ ته راغلي. دوه داني دي چي يو له بل سره 90 درجي زاويه حوړوي په مايتوز انقسام كي زيات رول لري د G2 په مرحله كي دوه جوړي سنتريول منځ ته راځي چي د پروپیز په مرحله كي جدا كيږي او مخالفو قطبو ته حرکت كوي.

Micro Filament

دا نازكي رشتي دي چي په ځينو حجراتو كي په مختلفو نومونه لكه Neurofilament په عصبي حجرو كي Tonofilament په اپيليم حجراتو كي Myofilament په عضلي حجراتو كي ليدل كيږي. د حجري په حركت، د موادو په انتقال او د حجري په انقسام كي برخه اخلي. معلومه وظيفه یی نه ده معلومه شوي.

Vaults

دا ساختمان د رايبوزوم دو چنده لوي دي او د يوه نهه ضلعي بيرل شكل لري او د اودويو په مقابل كي حجري ته تقويه وركوی