دانټرنيټ پيژندګلوي 

       انټرنيټ يوه نړيواله شبكه ده كوم چي په زرهاو خصوصي شبكي ، دنړۍ په مختلفو نظامي ، دولتي ، دزده كړو په مركزونو، سوداګريزو شركتونو، صنعتي كارځايونواو (Internet Service Provider) ISP كمپنيوكي كمپيوټرونه سره وصل كوي.

انټرنيټ كوم مستقل شي نه دى چي خلك د نړۍ دمختلفو سيمو څخه خپل كمپيوټرونه ورته وصل كړي ، بلكي انټرنيټ په خپله دهمدي كمپيوټرونو دوصليدو په صورت كي تشكيل سوي دى چي هر معمولي كاركونكى كولاي سي اوانټرنيټ پالنوال يا ISP ته دپيوستون په صورت كي ، دانټرنيټ دخدماتوڅخه برخمن سي. داخدمتونه كيداي سي په لاندي ډول وي.

1- دبريښنا ليك خدمات ( E-mail )

2- بانډارخوني (Chatting Rooms) دمختلفو بحثونو لپاره.

3- پرليكه بانډارونه (Chat)

4- انټرنيټي لوبي ( Games)

5- دنړۍ دمختلفو منابعو څخه دمعلوماتولاس ته راوړل.

6- بريښنايي سوداګري (E-Commerce)

7- دفيلمونو ليدل اودراډيويي كانالونو ته غوږ نيول.

8- دمختلفو فايلونو ډانلوډول

9- پرليكه يا انلاين زده كړي (E- Learning) .

اوداسي نور خدمتونه چي ودي شبكي ته ورځ په ورځ شهرت وركوي.

يادونه: هر كمپيوټرچي انټرنيټ ته وصل كيږي، ديوي 32 بيټه شميري په وسيله چي IP ادرس يي بولي صورت نيسي.

 

انټرنيټ ايكسپلوررInternet Explorer (IE)

 

لومړي پوښتنه چي موږ ورسره مخامخ كيږو داده چي Internet Explorer څه ته وايي ، اوايا كله چي موږ دانټرنيټ نړۍ سره اړيكي نيسو بايد انټرنيټ ايكسپلورر ته ورته پروګرامونو څخه كارواخلو؟.

ددي پوښتني په جواب كي بايد وويل سي چي (IE) يو سافټ وير دي چي دهغه په وسيله دانټرنيټ له نړۍ څخه ويب پاڼي اودهغوي معلوماتوته لاس رسى پيداكولاي سو، بيله Browser څخه موږ نه سو كولاي چي يو ويب پاڼه خلاصه كړو.ترټولو مشهوره Browsers يا لټووني په دي ډول دي.

1- Internet Explorer دمايكروسافټ شركت لخوا.

2- Netscape Navigator د سن (Sun) شركت لخوا.

3- Opera د Opera Software ASA شركت لخوا.

4- Fire Fox د Mozila شركت لخوا.

چي ددي جملي څخه ترټولو مشهوره لټوونى (Browser) انټرنيټ ايكسپلورر(IE) دى،هغه په دي خاطر چي دوينډوز سره مل او وړيا وي، نوله همدي امله زيات استعماليږي.

 

دانټرنيټ ايكسپلورر دپروګرام خلاصول

ددي كار لپاره كافي ده چي په خپل كمپيوټركي دډسك ټاپ اويا هم دسټارټ مينيو له لاري پر(e) نومي انځور باندي راسته كليك وكړو يوه مينيو به راخلاصه سي په هغه كي پر Open كليك كوو ترڅونوموړى پروګرام درته خلاص سي .

 

دويب پاڼي خلاصول په (IE)

 

ددي لپاره چي يوه انترنيټ پاڼه په انټرنيټ ايكسپلورر كي خلاصه كړى كافي ده چي يوازي دويب پاڼي نوم وليكي اود كنټرول Ctlr په نيولوسره اينټرووهي.

بيلګه: كله چي وغواړو د مورچل په نامه ويب پاڼه ځان ته خلاصه كړو يوازي يي نوم وركوو، پوره پته يي خپله كله چي له پورتني طريقي كار واخلو ، راكوي.

= ctlr + enter: to open (Morchal)

يادونه: دا(ctrl+enter) هله كاركوي چي دويب پاڼي اخيرني وروستاړي كام(com)  وي.

 

دانټرنيټ پاڼو د ادرسونو دجوړيدو عناصر

هره انټرنيټ پاڼه ځان ته يو بيل ادرس لري، تر څويو له بل سره بيلي سي. دبيلګي په ډول ستاسو پام ودي ادرس ته را اړوم.

 

4

3

2

1

.Com

Benawa

www.

http://

 

1- http ( hyper text transfer protocol ) : دويب پاڼي دخلاصولو لپاره يو پروتوكول (تړون) دي چي دهمدي تړون په وسيله ويوه browser ته ويل كيږي، په څه اوڅنګه يوه پاڼه خلاصه كړي.

2- (World Wide Web)www : ددي ښودنه كوي ، كومه ويب پاڼه چي تاسو يي خلاصوي ،هغه نړيواله ويب پاڼه ده ، يعني نوموړې پاڼه انټرنيټ ته وصل سوي سرورونو كي ځاي په ځاي شوي ده.

3- د(پاڼي نوم): لكه Benawa , bbc , tolafghan , hewad, pohandost, morchal اوداسي نوري پاڼي.

4- ددي ښودنه كوي چي كومه ويب پاڼه چي تاسو يي خلاصوي هغه په يوه تجارتي محدوديت پوري اړه پيداكوي كه په بل كوم . په دي هكله ستاسوپام ولاندي جدول ته را اړوم چي يوه ويب پاڼه كييداي سي دغه لاندي وروستاړي ولري.

وروستاړي

بشپړلغات

پښتو معنا

Com

Commercial

دسوداګريزوچارولپاه

Org

Organization

دموسساتولپاره

Net

Network

دشبكولپاره

Tv

Television

دتلويزيون لپاره

Gov

Government

ددولتونو لپاره

Edu

Education

دزده كړولپاره

Mil

Military

نظامي

Af

Afghanistan

دافغانستان لپاره ورستاړي

 

 

دويب پاڼي خلاصول د Run دلاري څخه

تاسو كولاي سي چي يوه ويب پاڼه د run له كړكي څخه هم خلاصه كړي ددي كار لپاره له Start Menu څخه run وټاكي او هلته خپل دويب پاڼي پته وليكي او Ok يي كړي ستا مطلوبه پاڼه به خلاصه سي.

كه مومخكي دوركړل سوي پاڼي ادرس وركړي وو نو كله چي دويب پاڼي اول او دويم توري ټايپ كړي دويب پاڼي بشپړ ادرس معلوميږي له هغه ځايه يي كولاي سي وټاكي او Ok يا انټر ووهي.

 

په (IE) كي دپيوندونو (Links) درنګونو بدلول

په Default   ډول په انټرنيټ ايكسپلورر كي ټول پيوندونه په شنه رنګ وي، خو تاسو كولاي سي چي خپل دخوښي وړ رنګ ورته وټاكي هغه په دي ډول چي:

1- انټرنيټ ايكسپلورر پروګرام خلاص كړي.

2- د Tools څخه پر Internet Option باندي كليك وكړي.

3- د General  ټوپ څخه د Colors باندي كليك وكړي.

4- د Links په ساحه كي د رنګونو كړكۍ خلاصه او دخپلي خوښي رنګ مو انتخاب كړي او Ok كليك كړي.

 

و Favorites مينيو ته دخپلي خوښي پاڼي د ادرس وركول يا ساتل

كله چي وغواړو يوه پاڼه په (IE) كي وساتو نو هغه پاڼه خلاصوو او (ctrl + d) شارټ كټ څخه په ګټي اخستني سره هغه پاڼه و Favorites  مينو ته اضافه كيږي اوكله چي وغواړي چي هغه پاڼه بيرته خلاصه كړونو ctrl+c شارټ كټ څخه كار اخلويولست راته خلاصيږي چي په هغه كي خپله پاڼه كوم چي مو ساتلي وه پيداكوو او انټركوو يي، نوموړي پاڼه به خلاصه سي.

په انټرنيټ ايكسپلورر كي دانځورونو نه معلوميدل

كله داسي هم پيښيږي چي ستاسو كومه  پاڼه خلاصوي اوغواړي چي عكسونه يي ونه ويني او يا هم ستاسو په پاڼه كي بل چا دعكسونو ليدل بند كړي وي  اويا هم ستاسو په كمپيوتر كي چي كوم يوزر user  كومه پاڼه خلاصوي انځورونه ورته ښكاره نسي نوددي كار لپاره تاسو لاندي مراحل بشپړ كړي.

1- (IE) پروګرام باندي كليك وكړي.

2- د tools menu څخه پر internet option كليك وكړي.

3- په خلاصه سوي كړكي كي Advance وټاكي.

4- د Scroll Bar په وسيله لاندي ولاړسي او د Show Pictures فعاله يا غير فعاله كړي.

 

دصفحي (Page) بيا تازه كول

ددي كار لپاره څو لاري شتون لري :

1: د View مينيو څخه پر Refresh باندي كليك وكړي.

2- دټاكل سوي صفحي د بيا تازه كولو لپاره دكيبورډ څخه F5 كښيكاږي.

3- د ټاكل سوي صفحي د بيا تازه كولولپاره د كيبورډ څخه ctrl + F5 تڼي كښيكاږي.

 

يوه انټرنيټ پاڼه خپل كورپاڼه كړي

ايا غواړي كله چي دانټرنيټ  اكسپلورر خلاص كړي ، خپل دخوښي وړ پاڼه مو بيله دي چي ادرس يي وركړي درته څرګنده سي .

Homepage  ياهم كورپاڼه هغه پاڼي ته وايي چي دBrowser په خلاصولو سره ستاسو مخ ته په خپله څرګنده سي.

1- انټرنيټ اكسپلورر خلاص كړي

2- له Tools menu څخه پر Internet Options باندي كليك وكړي.

3- له General څخه د Address په مقابل كي خپل دخوښي وړ ويب پاڼه ټايپ كړي.

4- پر Apply  اوبيا Ok كليك كړي.

اوس به ستاسو د خوښي پاڼه ستاسو Homepage ګرځيدلي وي.

 

بريښنا ليك ( E-mail )

    بيله شكه تاسو به تراوسه پوري د ايميل  E-mail كلمه اوريدلي وي، ايميل يا بريښنا ليك يو له ډيرو ښو او وړيا خدماتو څخه ګڼل كيږي چي دمعتبرو ويب پاڼو لخوا وړاندي كيږي، ددي خدماتو په وسيله تاسو كولاي سي دنړۍ و بيلابيلو سيمو ته يو الكترونيكي ليك ، بيلا بيل فايلونه واستوي او يا هم دبل كس څخه يي په لاس راوړي.

فكر وكړي چي تاسو اوس دافغانستان د هرات په ولايت كي ژوند كوي اوغواړو ترڅو خپل ورور اوياهم ملګري ته چي په كندهار كي ژوندكوي يو ليك واستوي ، كه تاسو له معمولي ليكونو څخه كار واخلي او دپوست په وسيله يي واستوي كيداي سي څوورځي وخت ونيسي ترڅو ستاسو ورور او يا ملګري ته ورسيږي. نوله همدي لپاره چي وخت ونه نيسي تاسو كولاي سي دبريښنا ليك پ وسيله خپل ملګري او خپلو انو ته يوازي متني فايلونه  نه بلكي انځوريز ،ږغيز او داسي نور فايلونه واستوي.

راځي په دي برخه كي دبريښنا ليك د ګڼون يا Account جوړيدل زده كړو. كوم معتبر سايتونه چي دبريښناليك لپاره نن ورځ كاريږي  هغه لكه  MSN , Yahoo , Gmail او....دي. يو له ډيرو معتبرو ويب پاڼو څخه چي دبريښنا ليك خدمات وړاندي كوي دYahoo ستر ويب  سايټ دي.

په ياهو كي د Account جوړول

كله چي وغواړي په ياهو كي خپل ځان ته يو نوي Account   جوړ كړي نو لاندي قدمونه طي كړي.

1- انټرنيټ صفحه خلاصه كړي

2- په Browser كي غه ادرس www.yahoo.com  ټايپ كړي او انټر ووهي.

3- وروسته د صقحي ترخلاصيدو پر Mail باندي كليك وكړي.

4-  Sing Up  يا Create new account  كليك كړي او دلاندي شكل مطابق صفحه درته خلاصيږي

5- نوموړي صفحه خانه پوري يا ډكه كړي.

6- كله چي صفحه ډكه سي په پاي كي يو كوډ دركول كيږي او داكوډ داراښيي چي داكار د ماشين پواسطه نه بلكي د انسان پواسطه ترسره سوي دي.

7- وروسته تر كوډ داخلولو د Create my account  كليك كړي او ستاسو د ياهو اكونټ به جوړسي چي په پاي كي يو دمباركي پيغام هم ترلاسه كولاي سي.

 

 

Name

 

Gender

Birthday

Country

Postal Code

 

Select an ID and password

Yahoo! ID and Email

@ Change @

 

Please wait... we're generating some ID suggestions

Sorry no ID suggestions are available

Use 4 to 32 characters and start with a letter. You may use letters, numbers, underscores, and one dot (.).

Here are some suggestions...
New Yahoo IDs

Password

 

Password Strength

Capitalization matters. Use 6 to 32 characters, and don't use your name or Yahoo! ID.

Re-type Password

 

In case you forget your ID or password...

Alternate Email (optional)

 

Secret Question 1

Specify Your Question

 

Your Answer

 

Use 4 characters or more — not case sensitive.

Secret Question 2

Specify Your Question

 

Your Answer

 

Use 4 characters or more — not case sensitive.

Type the code shown

 

.