په كندهار كي يو يهودى مذهبه كس د اسلام په مقدس دين مشرف شو او نن يي كلمه طيبه شريفه  وويل .
 هغه مراسم چي نن جمعه 31/12/2010غرمه مهال  په همدي موخه د خرقي مطهري په مسجد جامع كي جوړ شوي وه په ترڅ كي يي ګڼ شمير ديني عالمانو ګډون كړى وو .
د خرقي مطهري ملا امام مسعود اخندازه بينوا ته وويل چي نوموړي د اسلام د مبارك دين په هكله زياته مطالعه كړي وه  او  وروسته يي پريكړه وكړه چي مسلمان شي .
نوموړى  سورين  نوميدى چي اوس عبدالله نوم پري كېښودل شو .
مخكنى يهودي سورين  او اوسنى مسلمان عبدالله د رومانيي هيواد اوسيدونكى دى چي په كندهار كي  د يوي  بهرني خصوصي امنتي كمپنۍ قوماندان وه .
د عبدالله مور عيسوي  ده او پلار يي يهودي دى .
خپله مسلمان شوى  عبدالله وايي د اسلام مقدس دين يي ځكه  غوره وبالى او په مسلمانۍ مشرف شو چي ددي مقدس دين په هكله يي   زياته  مطالعه كړي او سپيڅلى كتاب قران الكريم  يي لوستى او د هغه په ژباړه يي ځان پوه كړى دى .
عبدالله وويل خپله كورنۍ او ملګري به هم د اسلام مقدس دين ته دعوت كړي او د اسلام د مبارك دين په ارزښت او اهميت به يي پوه كړي .

له بينوا څخه په منني