د سپين غر په لمنو کې سپورټي لوبو ته کتنه
دا مهال د سپين غر په دره کې د سپورټ ډول ډول لوبې ترسره کېږي، چې عبارت دي د والي بال، فټ بال او کرکټ څخه، د سپورټ هره يوه لوبه بې شمېره لوب ډلي لري،د کرکټ د يو لوب ډلي رحمان علي همدرد سره يوه لنډه مرکه.
مرکه کوونکی: عاشق الله سايل
پوښتنه: محترمه که ايمل مجلې ته ځان معرفي کړئ؟
ځواب: بسم الله الرحمن الرحيم، تر ټولو نه مخکې عاشق الله ((سايل)) صاحب تانه ډېره مننه چې ايمل مجلې لپاره مو د سپورټ په برخه کې زه د مرکې لپاره غوره کړم، پس لددې ټولو لوستونکو ته او د ايمل کارکونکو ته د زړه له کومي سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کوم.
زما نوم رحمان علي او تخلص مې ((همدرد)) دی او د اچين اولسوالۍ مربوط د لنډۍ کلي اوسېدونکی يم، خو اوس فعل حال په غني خېلو کې د غريبۍ شپې ورځې تېروم.
پوښتنه: همدرد صاحب که د تعليم باره کې معلومات راکړئ او عمر مو څومره دی؟
ځواب: سايل صاحب زه خو اوس په دولسم صنف کې زده کړې کوم او ددې تر څنګ مې کمپيوټر زده کړې، انګليسي زده کړې او ژورناليستي کورسونه هم ترسره کړي دي او عمر مې يوويشت (۲۱) کاله دی.
پوښتنه: دغه د کرکټ لوبه مو کله راهيسې پېل کړې ده؟
ځواب: لوبه خو مې له ماشومتوب څخه شروع کړې او دغه دی لا تر اوسه پورې په کليوالي لوبو کې مصروف يو.
پوښتنه: که د لوبډلې باره کې معلومات راکړې او تر اوسه مو څومره لوبې کړې دي؟
ځواب: لوبډله خو مو د دوهم سرحدي کنډک په نوم يادېږي او لوبې مو ډېرې ترسره کړې دي، د مثال په ډول کابل ولايت کې مو لوبې کړي دي، کندهار سره مو لوبې کړې دي او همدا رنګه خوست او پېښور لوبډلو سره هم مونږ لوبې کړې دي او د دې په نتجيه کې مو ډېرې لوبې په ګټه تمامې شوې دي او د دې نه پس به هم ډېرې هلې ځلې او کوشش کوو چې د خپل ځای نوم روښانه او خلکو ته وروپېژنو.
پوښتنه: تا د دوهم سرحدي کنډم نوم ياد کړ آيا تاسې دې پورې مربوط ياست؟
ځواب: هو، مونږ دوهم سرحدي کنډک پورې مربوط يو او زمونږ د لوبو سامان، د لوبغاړو تنخواه او نورې څومره خرچې چې کېږي دا د دوهم سرحدي کنډک لخوا دي.
پوښتنه: ته په خپله لوبډله کې په کوم يو حېثيت لوبېږې اؤ د لوبډلې مشري مو څوک پر غاړه لري؟
ځواب: زه په خپله لوبډله کې د يو بېټسمين په حېثيت لوبېږم او د لوبډلې مشري مو د حاجي بسم الله جان په غاړه ده ځکه چې بسم الله جان يو ډېر تکړه او باصلاحيته لوبغاړی دی او انشاء الله په لنډ وخت کې به د افغانستان ملي لوبډله کې هم شامل شي.
پوښتنه: همدرد صيب دا راته ووايه چې د لوبو او تعليم نه علاوه نور څه مصروفيات لرې؟
ځواب: ساحل صاحب د لوبو او تعليم نه علاوه زه په سپين غر راډيو کې کار کوم او خپل ولس او قوم ته د راډيو له لارې خدمت کوم.
پوښتنه: دا خو ډېره ښه خبره ده، دا راته ووايه چې کرکټ د کوم يو هېواد قومي لوبه ده؟
ځواب: کرکټ خو د انګلينډ (انګلستان) قومي لوبه ده او کرکټ لومړی لوبه انګلينډ او استراليا هېوادونو ترمېنځ ترسره شوې وه او عجيبه خبره داده چې لا تر اوسه پورې يې د ورلډ کپ (world cup) پای لوبه نه ده ګټلې.
پوښتنه: تا د ورلډ کپ خبره وکړه که لږه رڼا پرې واچوې؟
ځواب: ورلډ کپ معنی د نړۍ جام څلور، څلور کاله بعد د I.C.C لخوا يو ټورنمېنټ جوړېږي چې په دې کې د نړۍ څومره کرکټ لوبډلې دي هغه پکې برخه اخلي او په خپل مېنځ کې لوبې ترسره کوي، تر اوسه پورې نهه (۹) نړۍ جام لوبې ترسره شوې دي، چې پکې ۴ څلور استراليا، ۲ دوه West Indies، يوه پاکستان، يوه انډيا او یوه سري لنکا په ګټه تمامې شوې دي.
پوښتنه: يوه لوبډله بايد څه قسم اخلاق ولري؟
ځواب: لوبډله بايد ډېر ښه اخلاق ولري، ګټه او تاوان خو د الله (ج) په لاس کې دي، هېڅ خبره نه ده که يوې لوبډلې لوبه بيه کړه دوه کسان چې په غېږه ورشي خامخا يو څملوي هغه لوبډله بايد چې ډېر کوشش وکړي چې دوی هم لوبه وګټي او په زړه کې حسد او کينه ونه ساتي او د ورورولۍ په فضا کې لوبې ترسره کړي، ځکه چې ورزش د صحت لپاره ډېر مفيد او ګټور دی که هغه هر قسم ورزش وي صحت لپاره ډېر ښه دی.
پوښتنه: دلته په ننګرهار کې تکړه لوبغاړی شته او که نه؟
ځواب: ولې نه، ولې وه، په ننګرهار کې ډېر تکړه تکړه لوبغاړي شته دی، خو په کلو کې دوی کې دومره لياقت شته چې چېرته دوی ته توجو وشي نو دوی به د افغانستان نوم روښانه کړي. دوی ته توجو نشته ځکه چې نه ميدان لري او نه سامان بايد چې حکومت دې خلکو ته هم توجو وکړي او پوره پوره همکاري ورسره وکړي، دلته په ننګرهار کې ډېرې تکړه لوبډلې شته، مثلاً ښار لوبډلې، ګردي غوث، لېوا سرحدي، شمشاد، ايمل خان لېسه، باريکاب، پړانګ، الفتح لېسه، بټي کوټ، چهاردهي، ګوشته او داسې نور ډېر شته دی خو افسوس چې بعضې لوبغاړي د غريبۍ او يا د مجبورۍ له وجې لوبې پرېږدي د دوی توجو ته سخت ضرورت دی.
پوښتنه: څه پېغام لرئ د ايمل مجلې لوستونکو ته؟
ځواب: پېغام خو دادی خاص کر ماشومانو ته چې د مکتوبونو رخصتۍ دي بايد چې دوی په دې کې خوشې ونه ګرځي، خپلې مطالعې دې وکړي او په کورسونو کې دې ځان شامل کړي، هسې وخت تېر نه کړي ځکه چې وخت ډېر قيمتي دی. خپل تعليم وکړي او ډېره توجو تعليم له ورکړي ځکه چې نن سبا نړۍ ډېره مخکې روانه ده خو زمونږ وطن ډېر وروسته پاتې دی، د دې وظن هر وګړی بايد چې پوره، بوره خپل وطن لپاره خدمت وکړي، که هغه په هره برخه کې وي نو بايد خپل وطن په خپله جوړ کړو، خپله مټې راونغاړو او دې وطن لپاره دومره ډېر کار وکړو چې مونږه هم نورو هېوادو سره په تعليم، ساينس او په نورو برخو کې يو ځای او برابر شو، بس دی دومره وخت مو جنګونه وکړه هېڅ هم په لاس رانغله ډېرې ښځې کونډې شوې، بچي يتيمان شو، خلک نورو وطنونو ته مهاجر شو ، بايد چې نور د دې جنګونو نه لاس واخلو او د خپل وطن خدمت وکړو.
پوښتنه: همدرد صاحب ستا ډېره ډېره مننه چې مونږ سره مو مرکه وکړه.
ځواب: سايل صاحب له تا څخه هم يو جهان مننه چې ما سره مو مرکه وکړه او د يوې مجلې لپاره مو کار شروع کړی، دا هم د وطن يو خدمت دی بايد چې ډېر په اخلاص او په شوق سره نور هم ددې مجلې لپاره کار وکړې.
((ايمل مجله، دوېم کال، شپږمه ګڼه))