نن درته سپينې سپينې خبرې کوم
مينه: ته ځه کنه يار دې څنګ ته شه! چې مرکه درسره وکړم.
پاکستان: ټيک ده کنه وايه څه تپوسونه کوې؟
مينه: هسې ما ويل که لږ دې نړۍ ته وروپېژنم.
پاکستان: ښه درته پته ده، چې په حراميتوب کې مور راوړی يم.
مينه: دا راته ووايه چې دا پاکستان نوم درباندې چا کېښود او کله وزيږېدې؟
پاکستان: صبر وکړه، چې دا پان توکړم، ستا تپوسونه څه بل شان دي يار، همداسې له يوه قچر نه هم چا تپوس کړړی و، چې پلار دې څوک دی؟ هغه له شرمه ورته ويلي و، چې اس مې ماما دی، او دا ورته ډېره بده ښکارېده چې ځان يې د خره زوی معرفي کولی، همدا رنګه زه هم په يوه ګډه وډه مرحله کې زېږول شوی يم، ولې هاغه د مسلمانانو او هندوانو تر منځ چې کومه کرکه انګرېزانو پيدا کړې وه د هغې په بنياد وزېږول شوم، بس بيا مې نوم د مسلمانانو پاکه خاوره يانې پاکستان شو، په هماغه ړومبۍ ورځ يې راته غوږ کې په انګرېزي ژبه اذان وکړ، اوس خو مې ژبه او قانون دواړه د انګرېزانو دي.
مينه: مړه پاکستانه دا دې څه اوتې بوتې شروع کړې، دا پوښتنې لږې لنډې ځوابوه.
پاکستان: دا خو ستاسې افغانيانو لپاره وايم، ځکه تاسې په نيمه نه پوهېږئ.
مينه: خېر اوسې وخت کم دی، خبره دې د زيږېدلو کوله، تاسې خو دوره ورونه غبرګ وزيږول شوئ، مطلب شرقي او غربي پاکستان، هغه کوم عوامل وو، چې سره بېل شوئ؟
پاکستان: هغه زما د بچو غلطي وه، ځکه ۴۷ ٪ د نفوس په لحاظ زه وم او ۵۳ ٪ شرقي پاکستان و، بنګالي ژبه د اکثريت ژبه وه، د هغې په ځای ۳ ٪ اردو ژبه په رسميت کې واچوله، دا اسلام اباد نه و، زمونږ مرکز کراچۍ وه، خو که ستاسې په ژبه يې درته ووايم، د جمهور رييس، صدر اعظم او لوی د رستيز پورې زيات واکونه زما وو، د همدې غلطې پاليسۍ له امله بنګاليان رانه بېل شو.
مينه: دا پاليسي خو اوس هم روانه ده، فکر نه کوې، چې پښتانه او بلوڅ به هم د کمترۍ او محروميت د احساس له امله درنه بېل شي؟
پاکستان: (په خندا شو...) دا خو به افغان حکومت د دوی طرف کولو، اوس خو هغه ملک له لاده باده وتلی، دوی چاته سترګې نشي اړولی، پلار يې هم والله که رانه بېل شي.
مينه: ته خو اوس، اتومي قوت يې، د اتومي بټيو واک دې ولې امريکې ته ورکړی؟
پاکستان: په دې کار خو امريکه مونږ سره د کشمير په مسله کې کومک کوي.
مينه: دا مذهبي ډلې ټپلې درسره مخالفت نه کوي؟
پاکستان: نه، نه يار! دوی ته مونږ فوجي تربيت ورکړی، تقريباً لس پنځلس کاله وجنګېدل څه فايده يې ونکړه، کله نا کله اعتراض کوي، خو بې ځايه.
مينه: افغانستان سره په سرحدي پولو کې، چې تاسې د امريکې په خوښه کوم عمليات روان کړي، څه لاسته راوړنې لري؟
پاکستان: ګوره مونږه دومره کم عقل نه يو، د دې هر اپرېشن په سر مونږ په ميلونونو ډالر اخلو، چې څومره پيسې راکوي، نو هومره ترورېستان او القاعده په لاس ورکوو، دلته مو ورته اډې جوړې کړي دي، دا دومره ګران کار نه دی.
مينه: افغان دولت سر ټکوي، چې د پاکستان له اړخه ترورېستان راوړي او هلته ډز، ډوز جوړوي؟
پاکستان: دا د خليل زاد خبرې دي، او پاتې شو (افغان دولت) په هغې کې خو مې ډېر وزيران او ګورنران دي، هغوی څوک دې خبرو ته نه پرېږدي.
مينه: ځينې خلک وايي، چې امريکايانو له افغانانو سره مستقيمې مرستې پېل کړي، تاسې ورباندې خپه شوي ياستئ، دا رېښتيا ده؟
پاکستان: نه... زه له پخوا نه اوس ډېر خوشاله يم، ځکه اوس په سياسي حضور کې يم، نظامي حضور کې هم ډېر وچلېدم، او اوس په افغانستان کې زما دومره سياسي حضور دی، چې نور ګاونډيان خو يې هډو پيدا کولی نشي.
مينه: چې داسې ده، نو بيا دې د سفارت ښېښې ولې په تيږو ويشتل کېږي، او قونسلګرۍ ته دې اور ولې اچول کېږي؟
پاکستان: تاسې پاګلان په دې نه پوهېږئ، دا زما خپل حراميتوب دی.
مينه: ستاسې رقيب هندوستان له افغانانو سره ډېرې مرستې وکړې، هغه ټاټا بسونه خو به دې له لرې نه ليدلي وي؟
پاکستان: ياره! زما دا لاس نه دی، دا تورې سپۍ څټلی، که نه زما د خزانې وزير خو د اکسفورډ په نامه له ډېرو شيانو لکه پاپړ، پوکڼيو، جاولو او د جمرود په کارخانو کې جوړېدونکو شيانو نه ټېکس لرې کړی، او ډېر ارزانه يې افغانيانو ته لېږو.
مينه: هغه د طورخم او جلال اباد سرک نه خو سم د بسوګۍ واده جوړ شوی، دا ولې نه جوړوې، تاسو خو هسې لاپې کوئ.
پاکستان د دې سرک لپاره چې مونږ کومه بوديجه بېله کړې وه، هغه اوس هم شته، بس د کراچۍ بازار کې په ګټه ورکول شوې، چې څومره سود کوي، هغه د سرک د جوړولو کمېټې ته سپاري، کار به يې لږ سلو SLOW وي، خو د سود په اندازه کار روان دی، جلتي مه کوئ، ښه په مزه به جوړ شي.
مينه: کله نا کله دا هم وايې: چې افغانستان کې پښتانه اک نه لري، د هغوی په کورنيو چارو کې ډېره مداخله نه کوې؟
پاکستان: روسيه دعوه کوي، چې د افغانستان شمالي سيمو کې زما نفوذ دی، او ايران خو په کې فارسي سمه ورمنډلې ده، ترکانو هم منډې رامنډې شروع کړي، مونږ به هم دې پښتنو سره څه نا څه کوو يار، هلته اوس زمونږ کلچر چلېږي، خلک پنجابۍ جامې خوښوي، او زه پرې ډېر ګران يم، تاته پته ده، چې کله زما او انډيا تر منځ مېچ وي، نو زما په ګټه څومره خوشاله کېږي، پوليس يې هم زموند پېښې کوي او رشوت ته يې شروع کړې ده، او په ملاوټ کې اوس بالکل ماته رارسېدلي مونږ په سرکونو څه نا څه تارکول اچوو، افغاني ټېکه داران ورباندې سوي مبلايل ورګوزار کړي، داسې بلا ډېرې خبرې دي.
مينه: مړه مونږ درنه يوه پوښتنه وکړو او ته بل خوا لاړ شې؟
پاکستان: ته هم لږ راښه شه، سخت تپوسونه دې شروع کړي.
مينه: ستا ملايانو په مدرسو کې Englishاو Computer زده کول ډېر زر ومنل، د دې لامل څه و؟
پاکستان: اوس خو هر څه کمپيوټرايز دي، که وسلې دي او که بمونه ټول په Remote Control برابر جوړېږي، بس دا خو ددې جنګ جګړې لپاره ورته زده کوو.
مينه: دې مذهبي ګوندونو خو به دې يو بل پسې مونځ هم نه کولو، اوس څنګه سره يو ځای شول؟
پاکستان: هغوی خو مشترک اهداف لري.
مينه: په دې پوه نه شوم، څنګه مشترک اهداف؟
پاکستان: يو به درته ووايم، په افغانستان کې اسلامي حکومت جوړېدل زمونږ هدف دی.
مينه: نو دلته يې ولې نه جوړوئ؟
پاکستان: دلته خو اسلام اباد شته، مونږ خو هر وخت د خپل ائين مطابق کار کړی وي.
مينه: دا مهاجر ولې وطن ته نه لېږئ؟ مخکې خو مو په زور له کېمپونو نه شړل او اوس ورته بانې جوړوئ چې پاتې شي!
پاکستان: څنګه چل دی، دا انټروي دې ډېره اوږده نشوه؟
مينه: نه بس دا راته ووايه، نور دې نه په عذابووم.
پاکستان: مهاجر زمونږ لپاره سره زر دي، د اقوام متحده کومې پيسې چې په ملکونو راځي، هغې نه مونږ بچ يو، بس د نورو ملکونو پيسې چې راټولې کړي، مونږ يې د کډوالو په نوم ترې واخلو، که مهاجر لاړ شي، نو زمونږ کاروبار ته بلا غټ نقصان دی.
مينه: مننه چې مونږ ته مو يو څه رېښتيا، رېښتيا ووې.
پاکستان: شکريه يار! ډېره مهرباني.
((مينه مجله، درېيم کال، څلورمه ګڼه، پرلپسې ديارلسمه ګڼه، غبرګولی ۱۳۸۴ ل))