زرينې کرښې
ژباړه: نورالباري مل
سرچينه: بېلابېلې ويبپاڼې او کتابونه
ګوزاره
تر ډوډۍ خوړولو وروسته يې خواږه شي ته زړه ولاړ شو، پر مېرمنې يې غږ وکړ، "کوم خوږ شی نشته؟"
هغې ځواب ورکړ: "له بيت الماله چې کوم راسن (راشن) راځي په هغه کې هېڅ خوږ شی نه وي. اميرلمومينين حضرت ابوبکر صديق رضي الله تعالی عنه چې د خپلې مېرمنې دا خبره وارېده چپ شو.
څو ورځې وروسته که ګوري پر دسترخوان باندې د خوړو تر څنګ حلوا هم پرته ده، له خپلې مېرمنې يې وپوښتل: "تا خو ويلي ول چې په راسن کې هېڅ خوږ شی نه راځي"
مېرمنې يې ځواب ورکړ: "هغه ورځ چې مې احساس کړه چې خواږه شي ته دې زړه شوی دی نو له هغې ورځې راهيسې به چې د راسن څومره اوړه راتله ما به هره ورځ يو موټی ترې جلا او خوندي کول... نن دومره شوي ول چې بازار ته مې ولېږل او په بدل کې مې دا حلوا تر لاسه کړه."
حضرت ابو بکر صديق(رض) حلوا په خوند خوند وخوړله او له مېرمنې يې مننه وکړه... تر خوړلو سمدستي وروسته د بيت المال پازوال (مسؤل) ته ورغلی ورته وه يې ويل: "زموږ کره چې هره ورځ څومره اوړه را لېږې له هغو څخه يو موټ کم کړه... ځکه زموږ د تېرې يوې اونۍ تجربې وښودل چې که زموږ له راسنه يو موټ اوړه کم هم شي زموږ ګوزاره پرې کېږي."
غرور
د يوه پاچا غلام په ډېر غرور پر آس سپور وو له تکبره يې سږمې آسمان ته نيولې وې، يو سپينږری ورباندې پېښ شو، ورته وه يې ويل: دومره غرور ښه نه دی.
غلام لا سږمو ته باد ورکړ وه يې ويل:
- زه د پلاني پاچا غلام يم او هغه پر ما ډېر باور لري، هغه چې ويده وي زه يې ساتنه کوم، چې وږی شي ډوډۍ په ما را غواړي، ما ډېر نازوی هم
- چې ته تېروتنه وکړې بيا؟
- بس، يو څو دورې مې وهي
- نو تر تا خو زه ډېر ښه يم زه بايد تر تا ډېر مغرور وای
- ولي؟
- زه د داسې پاچا غلام يم چې زه وږی شم ډوډۍ هغه راکوي، چې ناروغ شم روغتيا هغه رابښي، چې زه ويده يم ساتنه مې هغه کوي، چې زه تېروتنه وکړم او فقط بښنه وغواړم هغه مې بښي.
دا چې يې واورېدل مغرور غلام ورغبرګه کړه:
- دا پاچا چيرته دی، ما هم ور غلام کړه
- د خدای غلام شه، داسې څښتن به بل ځای نه ومومې.
پاچا نو داسې وي
چې سترگو ديد کاوه هغومره خلگ ول، تا به ويل د خلگو سمندر دی. دا ټول د بزرگ عالم خواجه قطب الدين بختيار کاکي رح د جنازې د لمانځه لپاره را غونډ شوي ول.
يو کس وړاندې شو ويل يې زه د خواجه قطب الدين بختيار کاکي وکيل يم غواړم د هغه وصيت تاسې ته واوروم.
چوپتيا خپره شوه.
وکيل په لوړ ږغ وويل، د ارواښاد خواجه وصيت دی چې زما د جنازې لمونځ دې هغه څوک راکړي چې لاندينۍ څلور ځانگړتياوې ولري:
- په ټول ژوند د جماعت د لمانځه لومړی تکبير هم نه وي ترې پاتې شوی.
- د تهجد لمونځ يې په ټول عمر نه وي قضا کړی.
- کله يې هم غير محرم ته په بد نظر نه وي کتلي.
- دومره عابد وي چې په ټول ژوند يې د ماځيگر د لمانځه سنت هم نه وي پرې ايښي.
د دې وصيت تر اورېدلو وروسته پر خلگو د بېديا غوندې چوپتيا وزرونه وغوړول، تر ډېر ځنډ وروسته يو کس په ژړاندو سترگو د خواجه قطب الدين جنازې ته ور نږدې شو، د هغه له مخه يې څادر پورته کړ، په ژړغوني انداز يې وويل، تاسې لاړاست خو زما له زازونو مو پرده پورته کړه.
وروسته يې د ټولو خلګو په مخکې وويل چې الله شته او ويني چې په ما کې دا څلور سره ځانګړتياوې شته.
دا انسان د هغه وخت پاچا شمس الدين التمش وو.
تقرير او تکرار
ابن سماک تقرير وکړ کورته راغلی، مينځې يې هم تقرير اورېدلی وو، له هغې يې وپوښتل:
- تقرير مې څنګه وو؟
- ډېر ښه وو خو يوه خبره به دې څو څو وارې تکراروله ځکه مې خوند نه پر واخېست.
- ما ځکه يوه خبره څو څو پلا تکراروله چې د ټنبلانو هم سر په خلاص شي.
- تر څو چې ته د ټنبلانو سر په ور خلاصوې تر هغو به هوښياران له دېغته درته نفستنګي شوي وي.