ژباړه: نورالباري مل

وايي يو وخت شېخ جنيد بغدادي  بغداد ته پر يانه (سفر) روان شو، څو کسه مريدان يې هم مله ول. شېخ له مريدانو وپوښتل: ((تاسې ته به بالول نه وي مالوم؟))

مريدانو يې وويل: ((هغه خو يو لېونى دى- هغه بيا څه کوې؟))

شېخ ور غبرگه کړه: ((بالول مې په کار دى را پيدا يې کړئ)).

مريدانو د شېخ د امر منښته د ځان لپاره نېکمرغي وگڼل. او تر پلټنو وروسته يې بالول په يوه دښته کې وموند او شېخ يې ور وست. شېخ چې هلته ورغى نو وه يې ليدل چې بالول پر يوه خښته سر اېښى، پروت دى. شېخ سلام و واچوى، بالول يې ځواب ورکړ او ترې وه يې پوښتل (( څوک يې ته؟))

((زه جيند بغدادي يم))

 ((نو اې د قاسم پلاره! ته هماغه شېخ بغدادي يې چې خلگو ته د مشرانو خبرې ښيې؟))

 ((ښه ښه، نو ستا به د ډوډۍ خوړولو طريقه زده وي کنه؟))

 ((ولي نه، بسم الله وايم او خپل مخ ته پراته توکي خورم، کوشنى گوله کوم، کرار کرار يې ژويم، د نورو خلگو گولو ته نه گورم او د خوړنې پر وخت خداى له ياده نه باسم.))

وروسته يې زياته کړه: (( هره گوله چې خورم الحمدلله وايم، تر ډوډۍ وړاندې او وروسته لاس وينځم.))

دا چې يې واورېده بالول ولاړ شو او لمن يې د شېخ جنيد پر خوا ور وڅنډل. وروسته يې ورته وويل ((ته غواړې چې د وگړو پير او مرشد شې او حال دا چې د ډوډۍ خوړلو طريقه دې هم نه ده زده.))

دا يې وويل بالول خپله لار واخېسته، د شېخ مريدانو وويل (( اې حضرته! دا سړى خو لېونى دى.))

((هو لېونى خو دى مگر درځئ چې په پسې شو. زما ورسره کار دى.))

بالول يوې کنډوالې ته ورسېد او هلته کښېنستى. شېخ بغدادي چې هلته ورغلى نو هغه بيا ترې وپوښتل (څوک يې  ته؟))

 (( زه بغدادي شېخ يم! هغه چې د خوړنې طريقه يې هم نه ده زده))

بالول ورته وويل: (( ښه نو ته چې د ډوډۍ خوړلو له آدابو ناخبره يې نو د خبرو اترو طريقه خو به دې زده وي؟))

شېخ ځواب ورکړ: ((هو زده خو مې ده))

 ((ښه، نو څنگه؟))

 ((زه هره خبره له يوې اندازې سره سمه کوم. بې حسابه او بې مورده نه غږېږم، د اورېدونکې د پوهې د کچې تر مالومولو وروسته د هغه پام د الله او د هغه د استازي (رسول) د لارښوونو خواته را اړوم. دا خبره په پام کې ساتم چې دومره خبرې بايد ونه کړم چې خلگ را څخه بېزار شي. د باطني او ظاهري پوهنو ټکي په پام کې ساتم)) همدا ډول يې د وينا د آدابو په اړه څو خبرې نورې هم ورته وکړې.

بالول ور غبرگه کړه ((د ډوډۍ خوړولو آداب خو هېسته پرېږده، ته خو د خبرو په آدابو هم شک لا نه يې)) بيا يې له شېخه مخ واړاوه او پر يوه خوا روان شو. مريدان يې چپ نه شول پاتې وه يې ويل: ((اې حضرته! دا سړى خو لېونى دى، ته ده ته څه تمه لرې؟))

((زما ورسره کار دى، تاسې نه پوهېږئ. )) تر دې وروسته شېخ بيا په بالول پسې شو. بالول مخ پر را واړاوه او ورته وه يې ويل: (( ستا خو د خوړنې او خبرو طريقه نه زده، د ويدېدو طريقه خو به دې نو زده وي؟))

شېخ ورته وويل (( هو! زده مې ده.))

((ښه نو راته ووايه څنگه ويدېږې؟))

 ((چې د ماخستن تر لمانځه وروسته له درود او وظيفې را خلاص شم نو ده ويدېدو خونې ته ځم ((تر داسې ويلو وروسته شېخ د ويدېدو په اړه ټول هغه آداب چې له مشرانو يې زده کړي ول ورته بيان کړ))

بالول ورته وويل: ((جوته شوه چې ستا د خوب طريقه هم نه ده زده))

تر داسې ويلو وروسته بالول غوښتل چې ولاړ شي نو جنيد بغدادي تر لمن ونيو او ورته وه يې ويل ((زه نه پوهېږم، د خداى لپاره ماته يې را زده کړه))

تر لږ ځنډ وروسته بالول وويل: ((سړيه! دا کومې خبرې چې تا وکړې، ټولې د وروسته خبرې دي. اصله خبره له ما واوره. د خوړنې اصله طريقه دا ده چې تر ټولو لومړى بايد روزي حلاله وي، که په خوړو کې حرام گډ وي نو هغه آداب چې تا ياد کړل هېڅ گټه نه لري او زړه به د روښانتيا پر ځاى لا تاريک کړي))

شېخ جنيد دستي ورته وويل: ((جزاک اللہ خیرأً۔))

بيا بالول ورته وويل: ((د خبرو پر مهال تر ټولو لومړى بايد زړه او نيت پاک وي. او پام دې وي چې کومه خبره کوې د خداى د راضامندۍ لپاره به وي. که کوم غرض يا دنياوي مطلب پکې وي يا خبره بې گټې وي نو بيا چې په هر څومره ښو تورو کې ونغښتل شي ستا لپاره به وبال وي، ځکه نو تر داسې وينا چوپيتا غوره ده.))

بيا يې د ويدېدو په اړه ورته وويل: ((همداسې چې د ويدېدو په اړه تا څه وويل هغه اصله موخه نه ده، اصله خبره دا ده چې کله ته ويدېږې نو زړه دې بايد له بغض، کينې، او حسد څخه تش وي. ستا په زړه کې به د دنيا او د شتمنۍ مينه نه وي او تر ويدېدا پورې به د خداى په ياد بوخت يې))

د بالول د خبرو تر ختمېدو سمدستي وروسته حضرت جنيد بغدادي د هغه لاسونه ښکل کړل او دعا يې ورته وکړه. د شېخ جنيد مريدان هېښ شول، هغوى ته د خپلې تېروتنې احساس وشو او پر دې پوه شول چې هر چا ته ښايي چې پر څه باندې نه پوهېږي بايد په زده کړه يې هېڅ شرم ونه کړي.

د حضرت جنيد او بالول له دې پېښې څرگندېږي چې پر نه پوهېدا سربېره په زړه کې دا گرځول چې ډېر پوهېږم، غټه تېروتنه ده. په دې توگه د سمښت (اصلاح) او پرمختيا مخه ډبېږي او انسان په بېلارۍ او ناپوهۍ کې پاتېږي.