شاعر: غريب يار ملنګ

 

وړې هيچا نه ده فايده له جنګه

راسئ چي وکاږو توبه له جنګه

 

دا مخامخ چي په سنګر کي ناست دی

دا دي هم ورور دی بس راځه له جنګه

 

ماچي ده ميني ورنه هيله کول

هغه  له کلي بارېده له جنګه

 

چي هديره کي پرې راټول دي خلګ

را وړې ده دا جنازه له جنګه

 

ده غريب يار زړه به خوشال سي څنګه؟

خلاسه يې نه سوه زمانه له جنګه