زما په یار د ښـــــــــائـــــــــستو هره ټولــــــــۍ ښـــــکلې ده
لکــــــــــه غزل چــــــي په یوه ښـــــکلې مسرۍ ښکلې ده
زلفي سنبل ،سترګي نرګس،رخسار ګلاب د جانان
هو؛ د فــــــردوس جنــــت تر ګلو دا ګېډۍ ښـــکلې ده
دا خو سینګار کړې مـــــــوږ پـرون په رنګینه و وینو
ځکـــــه خو نــــــن د زولنو کـــــړۍ کــــــړۍ ښـــــکلې ده
اوّاب
17.06.2011
- نورالباري مل
موږ پښتانه د جنت حوري غواړو
جنت په زور باندي د توري غواړو
غلیم به جوړ کړو د دوږخ پېلوزی
پر دې دنیا یې مندي بوري غواړو
...
26.08.2011
- نورالباري مل
د زړه مـــــــــنډؤ مــــي د غمو لـــه نارینــــــه وو ډک دی
ځکه ودې لــــــوري ته نه راځي نـــــجلۍ دخــــــوښۍ
د ژوند ځـــــنځــــــیر مې ناځواني ونکړي ونه شکېږي
و لا چـــــې ډېره یــــې ضــــعــــیفه ده کړۍ د خوښۍ
ګيله ترې مه کړه که ښکلا دي سمه نه شي لوستی
د زړه ماشوم مي نه ده لوستې ښوونځۍ د...