زه مي د زړه په لېمو ستا د تصویر پښې مچوم

په ډېر درنښت یې هم د ورځي هم د شپې مچوم


جوتــــه نه ده چــــي پر کومــه لار به تللی وي یــار

زاهـــــده څکه نـــن د ټول کلي کوڅــــــــې مچوم


لـــکه چنار هـــسي جانان مي شو شهید ملګرو

اوس پر مـــــزار یې ساندي وایمه جنډې مچوم


دا چي لمر مخي ته دي ورته ،او  رڼاوي  کوي

پــــه دې لامل زه تر ســــــهار دا ډېــــوې مچوم


رویبار چي راسي د ګُلرنګ او غنمرنګ له ښاره

«اوّاب » لومړی به یې د پښو خاوري پڼې مچوم



اواب