عادل اڅکزی

 

لـفـظـونـه پـه الـوت سـو هــر خـیال وواتـی لـه کـاره

د ژونــد پــرخـد و خــال نـن جـمــال وواتـی لـه کـاره

 

یـادونـه د وصـال چـي بـه یـې راؤړل بـېلـتـانـه لــه

ګـل میـنـي ! سـتا راکـړی دوسـمال وواتـی له کاره

 

پـه ژمـي چـي غـریـب پـه سـفر سـم سو یخ وطن ته

د اور بـنـدوبــست نـه وو ســږکـال وواتـی لـه کـاره

 

د نـن وخـت مـوسـیقـار د پـښـتو ګـرم پـه دې ګڼمه

چـي پـلـوري خپـل هـنر سـور و تـال وواتـی لـه کاره

 

تـېـری بــه مــي پــر سیمـه د پــردیـــو ځـکـه کـیـږي

عــادلــه ! چـي غیـرت د ابــدال وواتـــی لـــه کـــاره

 

۱۰دسمبر۲۰۱۰م کال

چمن