هم زخمي دي ، هم ولچک دي سره ښــــوري
ارمــــانونه مي لوچــــــک دي سره ښــــــوري
شا وخوا به پر چنار لاسونه ټینګ کــــــــړي
ښکلي پاڼي د پــــېچک دي سره ښـــــــوري
ما رقیب زخمي کوۍ خو جانان خوږ ســـو
نښانونه مـــي چپـــک دي ســـره ښــــــوري
چي دبل په خوله جنګيږي سر یې غوڅ کړه
په خوړلــــي یې مرچک دي سره ښـــــوري
کـــــه زر ځلــــــــه د پــــــېغور څپیړي ورکړم
سترګــــــــکونه مي کیــــنک دي سره ښوري
04.12.2010
- نورالباري مل
سلامونه او نيکي هيلي مو ومني1.پو ښتنه. لمونځ په شرابي.او زنايي.پسي کيږي او که نه ....ولي چه مو نږ په مسجد کي ملا نه لرو مسا فر يوو کله يو مخکي شي او کله بل ستاسو د جواب په انتظار .. ګانجو..چا ينا
هو!
په شرابي او زناکارپسي هغه وخت لمونځ روادی که چيري خدای نخواسته بل داسي څوک نه وي چي امامت ورکولئ سي تر انفرادي(یوازي)لمونځ کولو په شرابي پسي لمونځ کول غوره دي...
05.12.2010
- نورالباري مل
...