کاغذ په اښکو لوند سو چي قلم نن په ژړا دی
ټوپک مو فیصــــله سو ټول عالم نن په ژړا دی
مالیار له شنــــه چمن نه دخـــــــزان بادونـــــو یوړ
بلبل په غم کي ډوب سو صبح دم نن په ژړا دی
شیطان هم ورته وایو بیـــرته پل د ده پر پله ږدو
مخکښه کیڼه پښه سوه ښی قدم نن په ژړا دی
پر نه څه د څښتن په نوم دګـــــټي بازار تود دی
بر زخ ورڅـــــــخه هیرسو چي قسم نن په ژړا دی
دعــــــــا به سوه قبولــــــه دبیتې پر پاکــــــه خاوره
حرام د خیـــټي خوا کړه سپین حرم نن په ژړا دی
ســـــــــاحــــــره زمانه ده مدني ورته ځـــــیرک سـه
یمن کړه مرور د زړه صـــــــــنم ، نن پــــــــه ژړا دی
01.12.2010
- نورالباري مل
بیا په مسافري کي//لیکوال رحمت الله رحمت
دماښام ترلمانځه وروسته به ځوانان ، سپین ږیري سره راټولېدل ، څوک به لوړ پردوکانچه ناست وه ، چابه لاندي دوکانچې ته څنګ وهلی و . څوک به بیا دجماعت دېوال ته ناست و. که به څوک نه وه راغلي دهغو به پوښتني کېده ، ښې غوري به کېدې ، دکلي بازار نوې او زړې به بیانېدې ، که به له یو ې خوا څوسپين ږیري دپخوا زمانې خبري کولې ، له بلي خ...
03.12.2010
- نورالباري مل
کیدای شی پوه شم چی آیا د واجب په تأخیر سره هم سجده سهوه واجبیږی؟؟
انجینیر حلیم له جاپانه
مولوي حاجي محمد اوّاب: حامدًا ومصلیاً
هو! د واجبو په تأخیر سره هم سجده سهوې لازمیږي . لکه په دې لاندي مثال کي:
که له یو سړي څخه د لومړی دوو رکعتونو څخه په یوه رکعت ک...