زړه درکــــــــوم زړه درنه غـــواړم درځم
نورمې له خپـــــــــله ځانه لاړم در ځـــــــم
چې دتلو غم ته اوښکــــې پاتي نه شي
نن په راتلو در ســـــــــره ژاړم در ځــــــــم
څوک دې ښکلا یاره لوستلــــی نه شي
دمینې ژبــــــــــه کې دې ژباړم در ځــــــم
ډیر مې دهــــــجر په یخنۍ وخــــــــوړې
تودو مچـــــــکو کې دې نغاړم در ځــــم
نوم د(حسن) دې شي مسکا په شونډو
په پښــــــتنه حیا دې ویــــــــــاړم در ځم
ډاکټر حسن ــــ لندن
27.11.2010
- نورالباري مل
د افغانستان د بریا خوښي نه لمانځم:راشد لطیف
د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلي پخواني توپ نیونکي (وکټ کیپر) او د افغانستان دملي لوبډلي اوسني روزونکي راشد لطیف د جنګ ورځپاڼي یو خبریال ته د مرکې پر مهال او ویل چي هغه د اسیایي لوبو د کرکټ په برخه کي په نیمه پای لوبه کي د پاکستان په وړاندي د افغانستان په کامیابي خوښي نه لمانځي....
30.11.2010
- نورالباري مل
پوښتنه: که په لمانځه کي له سړي سجده پاته سي نوڅه بایدوکړي ؟یاني لمونځ له سره راوګرزوي اوکه دسجده سهوي کول کفایت کوي؟
همداراز د سجدې کولو ځای او وخت که په تفصیلي ډول راته بیان کړی ډېر احسان به مو راباندي وي او یا داسي عمومي فارمولا یا کُلي قانون سته چي په پېژندلو یې سړي ته د سجده سهوي موقعیت او وخت مالوم سي؟ مهرباني وکړئ دقرآن اوحدیث په ر...