د ژوند رڼې ورځې تـــيارې شوې ما په خداى وســــپاره

شېبې يې يو تر بل ترخې شـــوې ما په خداى وســـــپاره



دلتــــــه مـــــي ډک زړګــــي خالــــي لاسو تــه ډېر وژړل

هلته د هيلو مراندې پرې سوې ما په خداى وسپاره



نـــــور دي لـــــه غېږې ولاړېږم لکــــه پرخه لـــــــه ګــــــل

د بېلتون وړانګــــې راپسې شوې ما په خداى وسپاره



مايـــــــــوسه خيال مـــــي د بــــې وسه آه شــــمال وواهه

ستــــــــړې سلګۍ پرلپسې شوې ما په خداى وسپاره



ګرانې په ډک ستوني دي ډکـې سترګې شاته پرېږدم

زما د بخــــت ليکـــې کږې شوې ما په خداى وسپاره



بيا مي د سترګو بام څــــڅېږي بيا پر خيال باندې مي

ستا د وربل ورېځې خورې شوې ما په خداى وسپاره



د تـــــلوسو لـــــمن څنـــــــــــــــډم د انــــــــتظار لـــــــه دوړو

سقيـــمه! بيا سايې اوږدې شوې ما په خداى وسپاره