دوســتان چــــي د روزنـــــي او ښـــووني کلــــــه نســـو
ګــــرېوان مــــو پیـوند ځـــکه تر لـــــمني کلـــــــه نســـو
ښــېراوي د وطــن مــــور بادوي پــــه لــــڅ ســـر ځکه
چي پټ یـــې ســر د ســــولي په پــړوني کـــــــله نـــسو
یالوټ سو،یا سودا سو،یا بوداغوندي نسکورسو
پـــه کور کـــي مـــو خوندي آثار لـرغـــوني کله نــــسو
زمــوږ خلو چي د وحدت خواږه خوړلـي نه دي ځکه
ورک خونـــد ترې د نفاق د مــــړغـــوني کـــــله نــــسو
چـــــي څوک دهمت مـــل وو دبــــري پر لار خنــډونه
ټول شونـــي سو او هیځ ورتــه ناشوني کلـــــه نــــسو
خاکیـــــاره! لاپه زامـــو کي غـــاښونه ځکه روغ دي
چـــي واز يـې دوحدت چغو ته ستوني کـــــــله نــــسو