پاته برخه
شخصيته نه دى؛ خو ځينې عوامل شته، په تر سره کولو يې انسان د وخت په تېرېدو خپل موقف او شخصيت په ټولنه کې د نورو وګړو پر وړاندې له لاسه ورکوي، چې يو له هغو، فضول خرچ او عياشي ده.
هغه خلک چې فضول خرچ او عياشه وي هغوى نيمه دنيا نه ويني. دداسې خلکو کورنۍ ستونزې له وخت سره ډېرېږي. يو وخت دې ته اړ کېږي، چې د تېښتې لار غوره کړي؛ خو له حقايقو څخه تېښته د نادانو
خکلو کار دى. داسې خلک د مسايلو د اسباب او د حل په ځاى نور هم عياشۍ ته مخه کوي او د داسې دوستانو په لټه کې وي، چې له دوى څخه د بې ځايه ګټې اخيستنې؛ خوراک څښاک او پېسې وهنې په
خاطر ددوى حوصله اوچتوي. دوى ته ډاډ ورکوي، ددوى صفتونه کوي دا بې ځايه ستايل هغوى دې ته اړباسي چې پورونه وکړي؛ خو د ملګرو انډيوالي نه خرابوي.
اخر يو داسې وخت يې پر سر راشي چې له پښو څخه يې تيګه لوېدلي وي، په پاى کې هغوى مجبوروي، چې خپل پلرني جايدادونه او شتمني وپلوري.
دا ډول خلک يوازې اقتصادي ضربه نه ويني، بلکې خپل معنوي ارزښت هم د لاسه ورکوي او په ټولنه کې د فقر، بدمرغۍ، احتياجۍ او زجر شپې ورځې د مرګ په کومه کې شماري، چې پايله يې د خپل خوږ ژوند پورې په تنګېدل، ځان وژنو او نورو احمقانه کړنو سرته رسولو پورې تړلې وي.
داسې خلکو ته ليکوال، م الف درې لارښوونې کوي:
١- د خلکو غوړه مالي او ستايل مه قبلوئ
٢- دروغ مه وايئ
٣- خود فرېبي پرېږدئ
خو په پورتنيو هغو سربېره يوه بله هم اړينه بولم، چې د خپلو اړتياوو په اندازه لګښت په پام کې نيول او د نفس بېځايه غوښتنې نه منل يې هم د هېرېدو نه دي.