چې هغه نه وي رڼا نه کوي زوى مړى څراغ

مړاوى ګلاب يې را په يادې کړي خماري زلفې

مړاوى باړخو يې را په ياد کړي خوبوړى څراغ

چې د چا غم يې په وربل کې سپين وېښته پيدا کړ؟

چې کوم ولي په شپه کې ورکړ نوموړى څراغ ؟

پر مخ يې زلفې نرى باد لکه جنډې رپوي

د يو لانده قبر په خوا کې چا بل کړى څراغ

ته ورنه هېره وې ستا نوم يې لا په خوله پاتې وو

ستا ليوني سقيم له ځانه سره وړى څراغ

((له لېمه څخه))