دا کتاب (کتابونه) د اوروپايي ټولنې لخوا برابر شویدی. پدغه کتاب کې د سټیل سترکچر یا پولادي ودانیو اړوند بیخي مکمل او د هرې سوېې معلومات ځای شویدي.

لکه:

د پولادي ساده غړو (بریسینګ او پلیټ) څخه نیولې بیا د مهمو غړو لکه بیم کالم او همدا راز د یوې ودانۍ بشپړه شننه او ډیزاین او لدې ور هاخوا د ودانیو او پلونو د رغنیزو چارو د سمون او ښه دقت د ترلاسه کولو ټولې لارې چارې په ګوته شویدي.

دا کتاب په څو لویو برخو ویشل شویدي:

WG 1A : STEEL CONSTRUCTION: ECONOMIC & COMMERCIAL FACTORS  

د پولادي ودانیو د جوړونې اقتصادي او مارکیټي عوامل

WG 1B : STEEL CONSTRUCTION: INTRODUCTION TO DESIGN  

د پولادي ودانیو ډیزاین (ساده غړو څخه نیولې تر مهمو او پیچلو غړو پورې)

WG 3 : FABRICATION AND ERECTION   

د ساختمان (رغونې) او درونې (بالاکردن) لارې چارې.

WG 4A : PROTECTION: CORROSION

د پولادې ودانیو د زنګ نیونې مخنیونی

WG 4B : PROTECTION: FIRE  

د پولادي ودانیو ساتنه له اور څخه

WG 5 : COMPUTER AIDED DESIGN AND MANUFACTURE  

د کمپیوټر په مرسته ډیزاین

WG 10 : COMPOSITE CONSTRUCTION

د کانکریټ او پولادو ګډ جوړښت (کانکریټ د پولادي تیوب په منځ کې یا پولادي کاډر او ستنې د کانکریټو په منځ کې)

WG 13 : TUBULAR STRUCTURES  

لوړ پوړیزې پولادې ودانۍ 

WG 15B : STRUCTURAL SYSTEMS: BRIDGES  

پلونه، بار اچونه او ډیزاین

WG 17 : SEISMIC DESIGN   

د زلزلې پر  وړاندې ډیزاین

 

او داسې نور په زړه او مهم موضوعات پکې را نغښتي دي.

 

د کتاب د ټولو څپرکیو د نوملړ او تړونو لپاره دلته کلیک کړئ.

نوټ: دا کتاب په څو لینکونو (تړونو) کې تنظیم شویدي. مخکې لدې چې د کتاب په لوستو پیل وکړئ د (Introduction) برخه ولولئ.