هر ځوان دومره وخت لري چې په فیسبوک کې ځړونې وکړي، او یا خپل وخت په شاعرۍ تیر کړي. راشئ نن دا خپل ژوند او خپلو لاسته راوړنو ته لدې بل اړخه وګورو.

ډیری ځوانان نن سبا په فیسبوک کې زیات وخت تیروي، له هغې هاخوا یو زیات شمیر د ژوندي احساس خاوندان خپل فارغ وخت په شعر او شاعرۍ تیروي. او لدې ورانه خبره خو داده چې اوس هم ډیری ځوانان د خیر او ښیګڼې هیڅ کار ته لاس نه اوږدوي.

زموږ نیوکه دا نده چې تاسو له فیسبوک او شاعرۍ او یا هم له نوافلو او اړینو کارونو څخه راګرځوو؛ موږ ستاسو په شان ځوانانو ته اړ یو چې د خپل ولس، خپل هویت او خپلې ژبې د ساتنې، پالنې، پراخیتا او پرمختیا لپاره لاس په کار شئ.

دومره مړ احساس هم نه ښايي چې تر اوسه د خپل ځان او یا خپل خور او ورور هغه ستونزې چې موږ د خپل تعلیم او تحصیل د حاصلولو په لاره کې د پردیو ژبو او کتابونو زده کولو ته مجبورکړي و دوی هم همداسې مجبور او بې هویته، او پدې توګه په هر ډګر کې له امتیازونو محروم پاته وي.

تاسو به یوه ژبه (دري، انګلیسي، الماني او یا بله) زده کړې وي، او نن به خپل تحصیل او کار ښه په آرامه او ډاده زړه پرمخ بیا ېې. خو آیا دیته مو پام کړیدی چې پدې لار کې د څومره ستونزو سره مخامخ شواست. کچیرې مو خپلې زده کړې پر پښتو کړې واي څومره زر به مو زده کیده. آیا غواړئ د پښتنو ټول نسلونه همدا ستاسو په شان مشکلات وګالي.

راځئ خپله خوږه پښتو تر مکتب او بیا تر پوهنتون او بیا که د خدای غوښتنه وه تر نړیوالۍ پورې ورسوو!

زموږ ملتیا وکړئ

راځئ ویکی پیډیا وژباړو!!