افغانستان غرنی هیواد دی. دغه غرونه که له یو خوا د هیواد زیاته برخه نیولې ده له بلې خوا ددې خاورې د اوسیدونکو لپاره ېې د ژوند د مهمو اړتیاو د لرې کولو ښه فرصتونه هم برابر کړیدي:
1- د هیواد د کرنې لپاره پریمانه اوبه ذخیره کوي
2- د بریښنا د تولید لپاره پریمانه انرژي تولیدوي
3- د ځنګلونو د شنه کیدو لپاره ښه ځای همدا غرونه دي
4- وحشي حیوانات پکې ښه ژوند کولی شي، او نور
که زموږ هیوادوال ددغه الهي نعمت (غرونو او اوبو) د ورکړې څخه ښه او پرځای ګټه پورته کړي، د هیواد هر وګړی به په خپل کور کې بریښنا ولري، انټرنیټ به کارولی شي، کمپیوټر به ېې تر سترګو لاندې وي، په سلګونه فابریکې به چالانې شي، او لنډه داچې د کوچياني ژوند څخه به د انسانیت عالي ژوند ته ترقي وکړي.
زموږ اتورن جنرال سماعیل خان، نه! دیپلوم انجینر اسماعیل خان ددې پرځای چې په کنړ سیند د اوبو بند جوړ کړي، په لسکونو جریبه ځمکه خړوبه کړي او په زرګونه کورنو ته بریښنا ورکړي؛ د خپل ورور تاجکستانوف څخه بریښنا واردوي چې هغه هم یوازې په شمالي ولایتونو کې زیاتره وویشل شي.
پښتانه چې کوچي و، کوچي دې وي، کوچي به پاته شي.
دا د سیاست خبرې وې، راځم د انجینرۍ برخې ته:
آیا افغانستان نن ورځ د امینت، علمي کدر، له پلوه د یورانیم د غني کولو لپاره تیار دی، او ایا افغانستان کولی شي د اړتیا په وخت کې د اوبیزې بریښنا ترڅنګ اټومي بریښنا تولید کړي؟