1- په خپله لیکنه کې څنګه انځور ځای کړم؟

 ځواب: ګام په ګام لاندې مرحلې پر مخ بوزئ.

 الف - خپل انځور بلاګ ته پورته کړئ. ددې کار لپاره په لاندې انځور کې د Documents په تڼۍ کلیک کړئ.

 

ب - د خپلې خوښې انځور د خپل کمپیوټر څخه خوښ او نوی نوم ورکړئ. او پورته (Upload) ېې کړئ.

 

ت - د انځور د پورته کیدو وروسته په همدې مخ یوه پت -لیکه یا لینک را ښکاره کیږي، درسره کاپي ېې کړئ.

 

ټ - په لاندې انځور کې په نښه شوې تڼۍ  باندې کلیک کړئ تر څو انځور د لیکنې منځ ته راشي (په یاد ولرئ چې د انځور موقعیت کیدای شي د کرسر (موس) د موقعیت سره برابر وي، یعنې هر چیرې چې کرسر وي هلته انځور لیکنې ته را ننوځي).

ث - د را خلاصې شوې کړکۍ په نښه شوي ځای کې مخکینی را کاپي شوی لینک ور واچوئ

ج - په همدې را خلاصه شوې کړکۍ کې، د انځور ابعاد او موقعیت ورته وټاکئ. په پورته انځور کې د 2 ګام.

چ - د Insert) تڼۍ کلیک کړئ ستاسو انځور به په واقعي بڼه ستاسو په لیکنه کې راشي.

 

2-  په خپله لیکنه کې د پي-ډي-ایف او یا نور اسناد څنګه شریک کړم؟

ځواب: لاندې مرحلې په پام کې ونیسئ.

الف - خپل فایل بلاګ ته پورته کړئ. ددې کار لپاره په لاندې انځور کې د Documents په تڼۍ کلیک کړئ.

 

 

ب - د خپلې خوښې فایل د خپل کمپیوټر څخه خوښ او نوی نوم ورکړئ. او پورته (Upload) ېې کړئ.

 

 

ت - د فایل د پورته کیدو وروسته په همدې مخ یوه پت -لیکه یا لینک را ښکاره کیږي، درسره کاپي ېې کړئ.

 

ټ - په خپله لیکنه کې یو ویوکی یا جمله او یا هم یو انځور خوښ (Select) کړئ. په لاندې دوهم انځور کې په نښه شوې تڼۍ باندې کلیک کړئ، تر څو یوه کړکۍ را خلاصه شي. لکه په لاندې دریم انځور کې؛ را کاپي شوی لینک په نښه شوي ځای کې ور واچوئ.

لمړی انځور

دوهم انځور

 

دریم انځور

ج - نور اړین څیزونه لکه د لینک (تړوني) رنګ، ابعاد، او نور په همدې وړه کړکۍ کې ور جوړ کړئ.

چ - د (Insert) تڼۍ په کلیک کولو سره به ستاسو د فایل تړونی یا لینک په لیکنه کې را ښکاره شي.

 

3 - څنګه له یوټیوب او یا هم نورو پاڼو څخه ویډیو پخپل ویبلاګ کې خپره کړم؟

ځواب: لاندې لارښونه په سمه توګه عملي کړئ.

الف - د خپلې خوښې ویډیو پته (URL) را کاپي کړئ.

ب - په لاندې انځور کې په نښه شوې تڼۍ باندې کلیک کړئ، تر څو یوه وړه کړکۍ را خلاصه شي.

ت - د را خلاصې شوې کړکۍ په نښه شوي ځای کې را کاپي شوې پته ور واچوئ.

ټ - په همدې راخلاصه شوې کړکۍ کې د پلیر ډول او نور اړین څیزونه ور جوړ کړئ.

ج - د (Insert) تڼۍ په کلیک کولو سره یاده ویډیو ستاسو د لیکنې سره یوځای کیږي، او د ویبلاګ کتونکي ېې لیدلای شي.

 

ستاسو د بریاو په هیله،

 

پښتو ژبه نن شعرونو ته نه!، بلکه علمي ژباړو او لیکنو ته اړتیا لري.