درنو انجینر صاحبانو او خوږو محصلینو،
ترسره شوې سروې ګانې دا ښيي چې یو شمیر ودانۍ د تاوښت یا چورلیدو له کبله چپه شویدي، او یا هم ډیرې زیانمنې شویدي. پدې اړه به دلته ستاسو نظر و پوښتو چې څه شی په ودانیو کې د تاوښت اصلي لامل کیدای شي؟
08.02.2012
- پښتون انجینیر
اسلام علیکم،
نن مو ستاسو درنو هیوادوالو لپاره یو بل په زړه پورې او ګټور کتاب غوره کړیدی، هیله ده ستاسو د مسلکي ژوند د خوښۍ او ستاسو د بریاو ښه مګری شي.
د کتاب نوم دی درغنیزو چارو د پروژې مدیریت (Project Management for Construction)، خو په کې ډیر نور څه لکه قرارداد، برآورد (اټکل)، د کمپنۍ داخلي او بهرنۍ مدیریت او داسې نور اړین موضوعات را نغښتي دي....
09.02.2012
- پښتون انجینیر
د انجینرۍ پوهنځۍ درنو استادانو او محصلینو ته سلام،
د نیکه مرغه نن په هیواد کې د پوهنتونونو شمیر ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو دی، او ورسره د استادانو او محصلینو شمیر هم زیاتیږي. ددې لپاره چې ددې مؤسساتو له فعالیت څخه د هیواد د رغاونې لپاره لوړه ګټه پورته شي پرځای ده چې استادان او محصلین باید ښه، تازه او د هیواد د اړتیاو سره سمو درسي توکو ته لاسرسی ولري.
په همدې موخه دلته درسره د یو ډیر مهم مضمون (کانکریټ ډیزاین) لکچرنوټونه او اړوند د محصلینو کورنۍ دندې ستاسو په خدمت کې ږدو، هیله ده...