د نړۍ تر ټولو لوړه ودانۍ په کسپین سمندرګي کې جوړېږي

     ژباړن: خلیل تسل

د باکو تر ټولو ستر ودانيزشرکت کنسورشیم، چې اسمانڅوکي ودانۍ او هوټلونه جوړوي او په (آوستا) نامه هم يادېږي اعلان کړى چې د کسپین سمندرګي په اوبو کې د مصنوعي زنځيري ټاپوګانو تر څنګ يو شمېر سوداګريزې او دهستوګنې ودانۍ جوړوي چې يوه ستره اسمانڅوکه ودانۍ  به هم په کې وي چې لوړوالى يې ١٠٥٠ متره اټکل شوى دى.


    د دې شرکت ريس ابراهيم نهرملى د اذربايجان خبري اژانس آپا ته ويلي چې (د اذربايجان څوکه ) ودانۍ به د نړۍ د تر ټولو لوړې ودانۍ ريکارډ مات کړي .

   دا مهال د نړۍ تر ټولو اوچته ودانۍ په دوبۍ کې د الخليفه برج دى چې ٨٢٨ متره لوړ والى لري .
  د کنسورشیم (آوستا) رغنيز شرکت  سر له اوسه د ( اذربايجان څوکه ) په نامه پروژې د عملي کولو لپاره په دوبۍ کې دالخليفه برج له جوړونکي شرکت سره خبرې پيل کړې چې د دې اسمانځوکې ودانۍ په جوړلو کې هم ورسره ونډه واخلي .

  دشرکت ريس نهر ملي ويلي چې د ( اذربايجان څوکه ) نومې ودانۍ به د ٢٠١٨-٢٠١٩ کالونو ترمينځ بشپړه شي.

     دغه ودانۍ به په دوبۍ کې د الخليفه برج له اسمانڅوکي ودانۍ نه چې په ٢٠١٠ کال کې پرانستل شوه، دوه سوه ٢٠٠ او د سعودي عربستان د جدې په ښار کې د جوړېدونکې ودانۍ (شاهي ماڼۍ ) نه چې اوس يې کار پيل شوى ٥٠ متره لوړ والى ولري .

   د دې شرکت د بازار موندنې مسول کنعان قلي زاده هم اسوشيتدپرس خبري اژانس ته په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي : په دغه پروژه کې ٤١ زنځيري منصوعي ټاپوګان چې د (کسپین ټاپو) په نامه به ياد شي د اذربايجان د پلازمينې باکو جنوب ته د ١٥ ميله په اندازه  فاصله کې جوړېږي او کار به يې په ٢٠١٣ کال کې پيل شي .

  په (اذربايجان څوکه ) کې څو برخې په نظر کې نیول شوي چې يوه به په کې څلور موسمي هوټل، د وينا درې ستر سالونونه ، او ددې ترڅنګ د څار یو مرکز وي چې د ١٧٥ پوړ په مينځ کې به جوړ شي .
   ترکمنستان هم همدا راز اعلان کړى چې  په کسپین سمندرګي کې به  د يوه مصنوعي ټاپو جوړولو کار پيل کړي .  

     د کسپین مصنوعي ټاپو د ترکمنستان د ګرځندوۍ د پنځه  مليارده ډالري پروژې يوه برخه ده چې د (( آوازا )) په نامه سره يادېږي .

   د آوازا  کار اوه کاله وړاندې دکسپین دجنوب خيتځ سواحلو په ٢٢ کيلو مترۍ کې پيل شوى ، خو د دغه مصنوعي ټاپو کار به له پلان سره سم ديوه هندي شرکت ( وان اورد ) له خوا پيل شي ؛ تر اوسه تر طرحه او ډيزاين لاندى دى .


   دترکمنستان ولسمشر قربانقلي بیردي محمداوف په نظر کې لري چې په يوه منصوعي سمندرګي کې چې د اکواريوم لويو د کښتيو د تګ راتګ وړتيا ولري ، د سکي لوبغاړو لپاره يو مرکز ، يو قمار، نڅا اوموسيقۍ استراحت ځاى ( کازينوسيتي ) جوړ کړي چې د امریکا لاس ویګاس ښار ته ورته والی ولري.


په پام کې ده چې  دغه منصوعي ټاپو به د ترکمن دملي نښان ( اته اړخيرستورى ) په بنه له نوو ودانيو سره جوړ شي .

     د ( وان اورد) شرکت چې په اماراتو کې د (خرمابڼي ) ټاپوګانو له ونډه والو څخه يو دى؛ له تېرو څلورو کالونو راهيسي په ترکمنستان کې فعاليت لري او سر له اوسه په آوازا توريستي ساحه کې تر اوبو لاندې لګول شوو پايو په نښاني  او لارښوونو لګولو بوخت چې دبېړيو په تګ کې مزاحمت  او ستونزه پېښه نه کړي .

     د اذربايجان او ترکمنستان د دواړو سترو پروژو د جوړېدو په صورت کې د ژوند چارپېريال ته د ورپېښېدونکو ستونزو په اړه تر اوسه کوم رسمي راپور نه دى خپورشوی .

   د ژوند چارپېريال ځينې پوهان په دې باور دى چې د دغو مصنوعي ټاپوګانو جوړېدل به د کسپین سمندرګي د ایکولوژي چارپېريال او سيستم سخت اغېزمن کړي.

له تاند څخه