هند او کاناډا د حاجي ګک کان په داوطلبۍ کې ګټونکي شول
له دریو هندي کمپنيوڅخه جوړکنسورشيم او يوې کاناډايي کمپنۍ د حاجي ګک د اوسپنې د کان د استخراج په داوطلبۍ کې ګټونکي اعلان شول.
د هند د پولادو د دولتي شرکت (SAIL) په مشرۍ د څو کمپنيو کنسورشيم يا د شرکتونو ائتلاف، چې پرون د حاجي ګک په څلورو برخو کې د درو د استخراجولو د امتياز ګټونکي اعلان شو، ممکن د حاجي ګک د کان د اوسپنې د استخراجولو لپاره د اوسپنې د ويلي کولو د فابريکې او د اورګاډي د پټلۍ پر جوړولو تر شپږ مليارد ډالرو پورې پانګونه وکړي.
د افغانستان د کانونو جواد عمر وزارت ويندوی ازادۍ راډيو ته وويل، چې د حاجي ګک کان بي سي او ډي برخې قرارداد له هندي شرکتونو سره تصويب شوي خو د اې برخې قرارداد کاناډايي کمپنۍ ته ورکړای شوي دي.
د ده په وينا چې له کاناډايي کمپنۍ او هندي کنسورشيم سره شوي قرارداد به يو ځل بيا د کابينې له لوري له څېړلو وروسته تصويب شي، جواد عمر وويل:
« له وروستي تاييده وروسته به په راتلونکي کال کې د دې کان د تفحص او اکتشاف پړاو پيل شي، ورپسې د تخنيکي مطالعو د راپور تر بشپړېدو وروسته د استخراج مرحله شروع کېږي چې دا کار پنځه يا اووه کاله وخت غواړي.»
د افغانستان د کانونو د وزارت په وينا له اټکلونو سره سم حاجي ګک کان يو میليون او اته لکه ټنه اوسپنه لري.
د هندي کمپنيو کنسورشيم ويلي، چې ممکن د دې کان د استخراج لپاره پر سړکونو، د اورګاډي پر پټلۍ او د وسپنې د ويلي کولو پر فاربريکې شپږمليارد ډالره پانګونه وکړي.