ناسا مریخ ته یو بېساری ګاډی استولی دی
ډاکټر خسرو سنګروال
د متحده ایالاتو د فضايي څېړنو ادارې، ناسا، د یوې بېسارې څېړنیزې لړۍ په پیل کې پرون ماښام د خپل تاریخ تر ټولو لوی او پرمختللی ګاډی مریخ ته وتوغووه. دا ګاډی چې کیوراسېټي Curiosity (کنجکاوي) نومېږي او یو ستورمزلي توغندي پورې تړل شوی دی د خالي په ورځ د فلورېډا له تشیایي ډګر نه د مریخ په تکل وشړل شو.
مریخ چې د نورو ستورو په پرتله ځمکې ته ډېرې ورته ځانګړتیاوې لري له لسیزو را په دې خوا د ستورمزلو او ستورپوهانو د علمي تلوسو ډګر دی.
دا ستورمزلی توغندی به د راتلونکو اته نیم میاشتو په اوږدو کې پنځه سوه او اتیا ملیونه کیلومتره مزل کوي، او راتلونکي آګست کې به له ځمکې نه څارل کېدونکی ګاډی، کیوراسیټي، د مریخ د استوا کرښې ته څېرمه یوې ژورې ته غورځوي. کیوراسیټي ګاډی چې د یو ګرځنده لابراتوار بڼه لري، درې متره لوړ او نهه سوه کیلوګرامه دروند دی. کیوراسیټي د ځانه سره د لېزر وړانګتون، غلبېل او یوې برمې په ګډون لس بېلابېل کارتوکي لېږدوي چې مریخ کې به یې په خپل برېښنايي مټ کاروي.
د دې علمي پروژې مدیر پیتر ټایسنجر د توغندي د آلوتنې نه وروسته خبریالانو ته د پروژې د بریالي پیل ډاډ ورکړ: «زمونږ ګاډی په چټکۍ سره د مریخ په لور ځغلي» ناسا د آلوتنې نه څه کم یوه ګړۍ وروسته له کیوراسیټی نه لړمړنی پیغام خپل یو آسترلیایي مرکز کې ترلاسه کړ.
کیوراسیټي به مریخ ته د رسېدلو نه وروسته دوه کاله په دې ساینسي پروژه کار کوي، او خپلې موندنې به ځمکې ته رااستوي. که څه هم د کیوراسیټي بڅریزه (ذروي) پلوتونیم بټرۍ د دې جوګه ده چې د راتلونکو څوارلس کلونو لپاره کیوراسیټي په مریخ کې وچلوي، خو دا څېړنیزه پروژه یوازې د دوه کلونو لپاره ده، او کېدای شي کیوراسیټي د خپلې بټرۍ د خلاصېدو نه ډېره مخکې له کاره ولوېږي.
دا پروژه به د مریخ په دې څنډه کې د اوسني او تېرمهالي ژوند د نښو پلټنه کوي. سپوږمکيزو انځورونو د مریخ په دې استوایي ژوره کې د تېرمهالي مکروبي ژوند ځینې نښې نښانې ښودلي دي. کیوراسیټي به د همدې لرغونو چاپېریالونو پاتې شوني لټوي او د نورې شننې لپاره به ترلاسه شوي مالومات ځمکې ته رالېږي.
بې له شکه به دا دوه نیم ملیارده ډالره ګرانه پروژه له بېلابېلو ننګونو سره مخ کېږي. د اوس لپاره تر ټولو غټه ننګونه مریخ کې د کیوراسیټي کېناستل دي. تر اوسه پورې مریخ ته د لېږل شوو ماشینونو دریمه برخه د کېناستو په وخت کې له منځه تللي دي.
دا پروژه چې روسان او اروپایان هم پکې ونډه وال دي، د نړۍ ډېر ستورپوهان هیله من کړي دي چې د دې ننګونکي او ګونګ ستوري په اړه به ډېر څه په ډاګه کړي، او کېداي شي راتلونکي کې مریخ ته د انسان د لېږلو لاره هواره کړي.
ځینې کتونکي بیا غوسه دي چې په داسې حال کې چې د نړۍ په سر خلک له لوږې مري، د کهکشان لرې څنډو کې داسې ګران پړاوونه یوه عیاشي ده.