ښاغلو او اغلو لوستونکو

د هجرت الله ورور دغه د ستاینې وړ کار چې زموږ د وروسته پاتې او له هره اړخه نیمګړې ولس ته یې د خپل وخت په بیه دا لوی چوپړ کړیدی تاسو درنو او هڅاندو ته ډالۍ کوو.

 اختیار صیب ته د لا بریاو غوښتنه کوو او پدې هیله چې زموږ سره هم خپل خدمتونه شریک کړي.

د بحران مدیریت د سوداګرو، پروژه لرونکو، هټی والو، او په لنډو کې د ټولو انسانانو لپاره یو اړین او په زړه پورې مضمون دی.

که غواړی د هجرت الله اختیار دغه له اهمیت نه ډکه ژباړه ښکته کړئ دلته کلیک کړئ. هیله ده چې خپله تنده مو پرې ماته شي. 

 

سريزه:
د انسان مخې ته چې کوم خنډونه راځي، په حقيقت کې د هغه خپل ذهني بنديزونه دي چې په ډېرې لږ پاملرنې سره يې له منځه وړلاى شي.
کلارنس بليزر 

د بحران شېبې ته ښه راغلاست، دا مهمه نه ده چې تاسې څوک ياستئ او څه کوئ؟ هر شخص يا سازمان يو لړ ستونزې، سختۍ او نامتوقع تغيرات تجربه کوي، چې د هغه آرامي له منځه وړي. د هغه لپاره اړينه ده چې ژر تر ژره يې له مخې دغه ستونزې او ... له منځه لاړې شي.
د لاسته راغليو معلوماتو له مخې ټول کاروبارونه په هرو دوو يا درېوو مياشتو کې يو ځل له بحران سره لاس و ګرېوان کېږي، چې که چېرې دغه بحران ژر تر ژره تر کنټرول لاندې رانشي؛ نو شونې ده چې د شرکت بقاء او ژوند له خطر سره مخ کړي.
هر فرد هم په هرو دوو يا درېوو مياشتو کې له شخصي، مالي، د کورنۍ او يا هم له جسماني بحران سره مخ وي، چې دغه هر بحران کولاى شي د هغه تمرکز ګډوډ کړي او له خپلې موخې ته رسېدنې څخه يې وګرځوي. دغه مهال، کله چې تاسې له بحران او ستونزو سره مخېږئ؛ نو په حقيقت کې تاسې خپل ځان او نورو ته ښکاره کوئ چې ستاسې بنسټ پر څه شي ولاړ دى او په واقعيت کې له څه شي څخه جوړ ياست؟ يو يونانى فيلسوف په دې اړه وايي (شرايط انسان نه جوړوي؛ بلکې يوازې هغه خپل ځان ته او همدارنګه نورو ته ښکاره کوي).
شونې ده چې ستاسې بحران ستاسې د پلور (خرڅونې) د کچې د کموالي په بڼه، ستاسې د دعايد کموالي په بڼه او يا هم د کم پولي ګردش په بڼه راښکاره شي. ښايي تاسې د خپلو اصلي پېرودونکو له ډلې څخه يو يا يوه ستره معامله له لاسه ورکړئ. کله چې تاسې د خپل کاروبار په يوه برخه کې خپله ټوله پانګه له لاسه ورکړئ؛ شونې ده له نامتوقع بدلونونو سره مخ شئ. شونې ده چې ستاسې د شرکت په داخل او يا هم ستاسې له شرکت څخه بېرون داسې کسان راپيدا شي چې هغوى بې کفايته او فرېبکاره وي، شونې ده تاسې د خپلو دوستانو او يا هم همکارانو د فرېب ښکار شئ. له دې ډول پېښو سره ټول مخېږي.
دا شونې ده چې هره شېبه بحراني شېبه وي؛ ځکه شونې ده ستاسې يو ستر پېرېدونکى وړاندې له دې چې ستاسې پخوانى پور در پرې کړي، مفلس او بې پيسو شي او تاسې له مالي بحران سره مخ کړي. دا مهال بانک هم کولاى شي چې ستاسې حساب بند کړي. يا شونې ده ستاسې د عايد يوه عمده سرچينه درباندې وتړل شي. شايد تاسې په نامتوقع توګه له خپل کاره و ايستل شئ او خپل ځان درته بېکار او سرګردان ښکاره شي. شونې ده چې د کورنۍ، مالي او يا هم روغتيايي لحاظه له ستونزو سره مخ شئ. په دغو ټولو مواردو کې تاسې د خپل ځان په مخ کې يوه مانع ګورئ، خپل ځان د يو بحران په منځ کې؛ دغه مهال تاسې ستاسې مالي او عاطفي برياليتوب او ستاسې بقاء نامعلومه وي.

د ننګوونو پر وړاندې هڅاند اوسئ:
د ١٩٤٣ او ١٩٦١ز کلونو ترمنځ د آرنولډ توينبي د خپل (په تاريخ کې لوستنه) دولس ټوکيز کتاب په تاليف بوخت و. په دې کتاب کې يې د درې سوه کلونو په اوږدو کې د شپږويشتو تمدنونو عروج و زوال تر څېړنې لاندې ونيو. د دغو امپراتوريو د ژوند له څېړنې څخه راغلې لاسته راوړنې کولاى شو د کاروبارونو او په ځانګړې توګه د افرادو د عروج و زوال لپاره وکاروو. له دغو لاسته راوړنو څخه چې کوم درسونه اخيستل کېداى شي، ښايي ستاسو شخصي ژوند لپاره هم ګټور تمام شي.
توينبي د خپلو څېړنو په پايله کې د (ننګوونې- هڅوونې) تاريخي تيوري رامنځته کړه. هغه په خپلو څېړنو کې وموندله چې هر تمدن له يوې وړې قبيلې يا ډلې څخه رامنځته شوى، يو ځل له بېرونيو ننګونو سره، چې معمولاً د مخالفو افرادو ډله به وه، مخ شوى دى. په کاروبار کې هم کټ مټ دغه ډول حالت رامنځته کېداى شي، شونې ده تاسې هم په خپل کاروبار کې له خپلو داسې سيالانو سره مخ ياست چې غواړي تاسې مات کړي، يا هم له داسې نامتوقع بدلونونو سره چې ستاسې د کاروبار لورى دربدلولى شي.
توينبي وايي چې د دغه ډول بهرنۍ ننګونې سره د مخېدنې پر وخت موثر عمل او موثره هڅه کول اړين دي. دغه مهال که چېرې لارښود د خپلې قبيلې يا ډلې بقاء غواړي؛ نو بايد چې بې له کوم ځنډه هغوى له سره تنظيم کړي. که دغه مهال هغه سمې پرېکړې وکړې او مناسبې لارې يې غوره کړې؛ نو ټوله قبيله به پر ننګونو بريالۍ شي، دښمن ته به ماتې ورکړي، نوره به هم ځواکمنه شي او وړاندې به لاړه شي.
خو د قبيلې د ځواکمنتيا او رشد پر مهال يوه بله نوې سهل انګاري په يو بل ځواک سره او يا هم د کومې بلې ځواکمنې قبيلې سره رامنځته کېده چې په خپل نوبت سره به دا هم يوه ننګونه وه. تر هغې پورې به چې خپله لارښود او قبيلې يې پر هغو ننګونو او ستونزو، چې مخ ته يې پراته ول، په مقابله او غلبه کې بوخت ول؛ نو د دوى بقاء او رشد به هم ادامه درلوده. 
کله به چې د يوې وړې قبيلې دغه ډول رشد او غلبې دوام درلود او پر ننګونو او ستونزو به يې برياليتوب تر لاسه کړ؛ نو بيا به يوه وړه قبيله هم، لکه منګول لومړى په يوې پاچايۍ او بيا په يو لوى تمدن بدلېده، چې پراخه ځمکې، لوې خزانې او ډېر زيات خلک به يې تر خپلې سلطې لاندې راوستل.
ستاسې شخصي رشد:
هغه څه چې توينبي د تمدنونو د ژوندانه له لوستنې څخه تر لاسه کړي دي؛ کولاى شو چې د خپل شخصي ژوندانه لپاره ترې ګټنه وکړ. سمه ده هغه مهال چې تاسې خپل کار پيلوئ؛ نو له هماغه پيل څخه يې له ستونزو، سختيو، د لنډ مهال لپاره له ماتو او هر ډول ننګونو سره مخ کېږئ. ځينې ناڅاپي ننګونې، چې ستونزې او بحرانونه هم ورسره يو ځاى وي، ستاسې په کار کې رامنځته کېږي. دا ننګونې زياتره ناغوښتې او نامنتظره وي او زياتره له ځانونو سره لوي او خطرناک عواقب هم لري. له دې پرته ترې تېښته هم نشي کېداى او بايد ورسره مقابله وکړو. دا هم نشو کولاى چې په بشپړه توګه يې مخه ونيسو؛ خو يوازې د ننګونې – هڅېدنې د فرمول له لارې يې تر کنټرول لاندې راوستى شو او هغه ستاسې څخه هڅه يا هڅېدنه ده. ټول هغه څه چې تاسې يې په ترسره کولو توانېداى شئ، تعين کړئ. ستاسې د هڅېدنې او هڅې ډول ستاسې د شخصي ژوندانه او کار و بار په عروج و زوال پورې اړه لري او ستاسې هڅېدنه ستاسې تر کنټرول لاندې ده.
په همدغه دليل ستاسې د شخصي توانايۍ سطحه ستاسې د راتلونکې د بقاء، برياليتوب، سلامتۍ، خوښۍ او سعادت ټاکوونکې ده. تاسې کولاى شئ چې يوازې د موثرې هڅېدنې له لارې پر ټولو هغو ننګونو، چې خلاصى ترې نه لرئ او د ژوندانه په ټولو خواوو کې ورسره مخ ياستئ، غلبه وکړئ. د دې لپاره چې تاسې په موثره توګه هڅېدل غواړئ؛ نو ستاسې پوهه، تجربه، شعور او ستاسې پوخوالى مخکې له مخکې رشد کوي او پراخېږي، بالاخره برياليتوب تر لاسه کوئ. په دې اړه يو متل دى، چې وايي: ((سختۍ دي چې سړي جوړوي)).
ستر فيلسوف فردريک نيچه ليکي ((هغه څه چې ما نه وژني، ما ځواکمنوي).

له ننګونې سره مقابله:
يوازينۍ لاره چې کولاى شي تاسې ته خپل واقعي استعداد در وپېژني او هغه څه ته په رسېدو کې درسره مرسته وکړي، چې تاسې يې توانايي لري، په بحراني شېبو کې موثر او اغېزمن اقدام کول دي. يوازينۍ وسيله چې تاسې پرې خپلو اهدافو ته رسېداى شئ، په ورځني ژوندانه کې د ناغوښتو بحرانونو پر وړاندې اغېزمنه هڅېدنه ده. ستاسې د ژوندانه په بحراني شېبو کې د يو ښه او اغېزمن عمل کولو کلۍ ستاسې په خپل لاس کې ده. په دې مانا چې د ستونزو پر ځاى په پرېکنده توګه پر حل لارو تمرکز وکړئ. تر هر څه لومړى او له هر څه ډېر پر احتمالي حل لارو فکر وکړئ. دا مهال ډېرې زياتې حل لارې ستاسې ذهن ته راځي. که له ستونزو څخه ډېر د ستونزو پر حل لارو فکر وکړئ؛ نو تاسې به يو مثبت اندېشه، متمرکزه او خلاق انسان ياستئ. تر ډېره پر هغو اقداماتو فکر وکړئ چې کولاى شئ، عملي يې کړي، بحران به مو تر ډېره تر کنټرول لاندې وي.
د ښه مديريت تر ټولو غوره ځانګړنه دا ده چې د بحران پر مهال د يو مناسب قدم پورته کولو توانايي موجوده وي. داسې هم ويلاى شو چې په حقيقت کې خپله مديريت د هغو بېلابېلو نامنتظره او ناڅاپي پېښېدونکيو لويو ستونزو حلولو توانايۍ ته وايي.
برياليتوب په خپله د ستونزو د حلولو توانايۍته ويل کېږي. په هره برخه کې موږ بريالي او مهم وګړي هغه څوک ګڼلاى شو چې له هغو ستونزو څخه، چې د دوى په کار و بار او ژوندانه کې راپېښېږي، د نورو په پرتله ژر راووځي.
زه تاسې ته زېرى درکوم، هغه څه ته چې تاسې يې د ژوندانه له ستونزو او بحرانونو سره د مقابلې لپاره اړتيا لرئ، همدا اوس ستاسې په وجودونو کې شته. په نړۍ کې هېڅ داسې ستونزه نشته چې تاسې له خپل هوش او ابتکار نه په کار اخيستلو سره پرې ونه توانېږئ، چې حل يې کړئ. هېڅ داسې سختي نه شته چې تاسې يې په ژور فکر کولو سره حللاره ونشئ موندلاى. هېڅ داسې خنډ شتون نه لري چې تاسې يې په کلک هوډ او قوي اراده له منځه يونسئ.
پوهېږئ چې ستاسې دنده په بحراني شېبو کې څه شى ده؟ د ننګونو پر وړاندې هڅېدنه، اغېزمن عمل کول او وړاندې يا پورته حرکت ته ادامه ورکول دي. راځئ اوس د هغو يوويشت لارو په بررسۍ پيل وکړو، چې په مرسته يې کولاى شو په بحراني او حساسو شېبو کې شونې غوره قدمونه پورته کړو.


((فکر نه کوم چې د برياليتوب لپاره دې له استقامت او هڅېدنې څخه پرته کوم بل څه هم موجود وي. همدغه استقامت او هڅېدنه ده چې له امله يې موږ کولاى شو پر هر څه، حتى پر طبيعت هم بريالي شو.))
جان دي راکفلر 


لومړى څپرکى

ساړه اوسئ
((هر څوک چې وغواړي پر اغېز پرې باسوونکو بېرونيو عواملو غلبه وکړي، لومړى بايد پر خپلو داخلي هيجاناتو مسلط شي)).
بنيامين ډيزريلي 
تاسې د يو داسې مغز لرونکي ياست چې تر سل ميليادو هم زياد سلولونه لري، په دې ډول ستاسې مغز له ټولو هغو لويو کمپيوټرونو څخه ځواکمن دى، چې تر اوسه جوړ شوي دي. ستاسې ذهن د دې وړتيا لري چې ستاسې د ژوندانه په اوږدو کې د معلوماتو لويې مجموعې زېرمه کړي او تاسې کولاى شئ چې د خپلې حافظې له لارې يوازې په دوو ثانيو کې هرې يوې زېرمه شوې مجموعې ته لاسرسى ولرئ. تاسې ټولې هغه ذهني او عقلاني منابع په واک کې لرئ، چې له ستونزو سره د مقابلې پر مهال ورته اړتيا لرئ.
له دې پرته ستاسې تفکرات په خارق العاده توګه ځواکمن دي. دومره ځواکمن، چې کولاى شي تاسې عصباني يا خوښ، مثبت يا منفي او يا هم هيجاني او سوړ کړي. ستاسې تفکرات ستاسې د هغو احساساتو تعينوونکي دي، چې تاسې يې تجربه کوئ. د دې لپاره چې په ښه توګه عمل وکړئ، ستاسې لومړۍ دنده د خپلو افکارو او احساساتو کنټرولول دي.
سمدستي خپل کنټرول په لاس کې واخلئ:
په ښوونځي کې زموږ د ټولګي پر يو دېوال يو پوسټر لګېدلى و، چې يو ډېر زيات هيجاني کس يې ښوده. پر پوسټر ليکل شوي ول: ((کله چې هيجاني او يا هم د ترديد ښکار کېږئ، په دايروي توګه منډه ووهئ، چيغې ووهئ او فرياد وکړئ)). له بده مرغه دا هماغه کار دى چې زياتره خلک يې په ناخود اګاه ډول د بحران پر مهال ترسره کوي.
کله چې چارې ښې نه ترسره کېږي او سهوې رامنځته کېږي، طبعي خبره ده چې په منفي توګه يو سخت او افراطي غبرګون وښودل شي. دغه مهال شونې ده تاسې عصباني، ناراحت او نااميده اوسئ او يا هم وډار شئ. ستاسې دغه منفي افکار او احساسات سمدستي ستاسې د مغز هغه اصلي برخې چې په تفکر پورې اړوندې وي او ترې د مسايلو د تحليل او د ستونزو د حل او تصميم نيونې لپاره کار اخيستل کېږي، له منځه وړي.
که د بحران پر مهال تاسې په هوښيارۍ سره، پرته له دې چې وخت له لاسه ورکړئ، خپل ذهني او حسي کنټرول په خپل لاس کې وانه خلئ؛ نو په ناخوداګاه ډول به يا د مبارزې په بڼه او يا هم د فرار او تېښتې په بڼه غبرګون ښيئ. کله چې په چارو کې له ماتې سره مخامخېږئ؛ نو غبرګون مو طبعاً يا د حملې پر ضد دى او يا هم په شا تګ؛ خو په بحراني حالاتو کې له دغو دوو لارو څخه ګټنه په هېڅ ډول مناسبه نه ده.


ژوره ساه واخلئ:
په يو بحران کې د خپلو اعصابو د سړولو د پيل ټکى ستاسې په خپل لاس کې دى. د دې پر ځاى چې په پاى کې د خپل ناارادي او ناسنجيده غبرګون مخه نيسئ، په پيل کې ژوره ساه واخلئ چې ذهن مو ارام شي. له دې وروسته په ډېره دقيقه توګه پر خپلو راتلونکيو خبرو او اقداماتو فکر وکړئ.
داسې تصور کړئ چې ټول خلک ستاسې نندارې ته ناست دي. تصور کړئ چې همدغه شېبه تاسې لپاره يوه ازمايښتي شېبه ده او ټول غواړي پر دې پوه شي چې ستاسې داخلي جوړښت له څه شي څخه دى؟ په دې شېبه کې ځان ته د يو لارښود په سترګه وګورئ. فکر وکړئ چې ستاسې وينا او عمل پر هغو کسانو اغېز ښندي، چې تاسې ته درناوى لري. تصور کړئ چې ټول همدې ته منتظر دي، چې وګوري تاسې به څه عمل وکړئ. همدغه مهال خپل عزم وتلئ، د دې لپاره چې په عمل کې يوه غوره بېلګه وګڼل شئ، د دې لپاره چې نور له تاسې څخه زده کړه وکړئ. که غواړئ چې خپلو منتظرينو ته درس ورکړئ؛ نو له يوې لويې ستونزې سره د يو ښه او مناسب چلن اظهار وکړئ.
د منفي احساساتو اصلي منشاء ماتې ارزوګانې او نيمګړي ارمانونه دي. تاسې تر اوسه تمه درلوده چې يو څه دې په ځانګړي ډول تر سره شي؛ خو هغه په بشپړه توګه په بدلون ترسره شول. دا مهال تاسې سمدستي يو منفي غبرګون ښيئ. دا يوه طبعي چاره ده؛ خو تاسې ته نه دي په کار چې دغه مهال ځان خپل طبعيت ته وسپارئ.

خپل دوه ستر دوښمنان وپېژنئ: 
پوهېږئ ستاسې د منفي احساساتو اصلي بڼه څه ده؟ ستاسو د هغو منفي احساساتو اصلي بڼه چې د يو بحران يا ستونزې پر مهال رامنځته کېږي، دا ده چې تاسې له ماتې او يا هم محروميت څخه وېره لرئ. له دغو دواړو څخه هر يو شونې ده چې ستاسې د عصبانيت، مايوسۍ او يا هم په بشپړه توګه د فعاليت د ودرولو باعث شي.
تاسې هغه مهال له ماتې څخه وېره لرئ چې کله د پيسو، پېرېدونکيو، مقام، آبرو او بالاخره د ژوندانه او يا هم د يو بل کس د سلامتۍ له لاسه ورکولو خطر احساسوئ. د ماتې يا زيان دغه احتمال، په ځانګړې توګه د پيسو په اړه، په انسان کې د اضطراب، وېرې او يا هم د وحشت احساس راويښوي.
له محروميت څخه وېره، د نيوکو، عدم تاييد او يا هم د نورو د تمو د پوره کولو په برخه کې له ناتوانۍ څخه وېرې سره نږدې اړيکه لري. کله چې په اشتباه سره يو کار ترسره شي؛ نو تاسې فکر کوئ چې په کافي توګه توانايي يا وړتيا نه لرئ. دغه مهال د خجالت او کمۍ احساس کوئ. فکر کوئ چې آبرو مو تويه شوه، شخصيت او غرور مو تهديد شو، دغه غبرګونونه طبعي او عادي ګڼل کېږي. خو له دې ټولو سره مهمه دا ده چې تاسې وښيئ چې څنګه له دغو وېرو نه بريالي راوځئ.
په ياد ولرئ چې د بحران لپاره ستاسې ځواب د هر څه تعينوونکى دى. دا ستاسې آزمايښت دى. د دې پر ځاى چې نامعقول او تند غبرګون وښيئ، يوه ژوره ساه واخلئ، آرام اوسئ او تصميم ونيسئ چې په آرامۍ او په ښه توګه د ستونزو له منځ څخه راووځئ.

ستاسې داخلي خبرې اترې ستاسې د احساساتو تعينوونکې دي:
مارتين سليمن ارواپوه دې پايلې ته رسېدلى دى چې د انسان تشريحي شيوه د هغه د بعدي افکارو، احساساتو او اقداماتو تعينوونکې ده. تشريحي شېوه عبارت له هغه روش او لارې څخه ده چې تاسې يې په کومک سره اوضاع خپل ځان ته تشرېح کوئ)).
ستاسې نږدې ٩٥ سلنه احساسات، هغه که مثبت وي او که منفي، د هغې شېوې له لارې چې تاسې يې په وسيله هغه مسايل چې شاوخوا ته مو پېښېږي، تفسيروئ يانې د خپلو داخلي خبرو اترو له لارې په خپله تاسې ته تعينېږي. که تاسې هغه ستونزې چې په اړه يې وړاندوينه نه ده شوې، په ښه توګه تفسير کړئ، نو شونې ده چې آرام او تر کنټرول لاندې به پاتې شي.
که څه هم ستاسې ذهن کولاى شي په زرګونو فکرونه سره يو ځاى کړي؛ خو بيا هم په يو وخت کې يوازې په يو فکر تمرکز کولاى شي او دا هم تاسې خپله ياست چې په هره شېبه کې کوم فکر ټاکئ. هر فکر چې تاسې په هره شېبه کې ټاکئ، شونې ده ستاسې د عصبانيت، احساساتو او خونسردۍ او آرامۍ تعينوونکى شي.
په ياد ولرئ چې په ژوندانه کې اکثره چارې په لومړي سر کې په ښه توګه نه ترسره کېږي. خپل ځان ته بايد ياد کړئ چې ستونزې او سختۍ د ژوندانه معمولې او طبعي برخې دي. له دې چارو څخه انکار نشي کېداى. يوازينى شى چې ستاسې تر واک لاندې دى، دا دى چې تاسې ورسره څه ډول برخورد کوئ؟
ستونزې د ځان لپاره سترې او فاجعه ناکې مه ګڼئ، هڅه وکړئ په دغه ډول فکر کولو سره ځانونه ارام کړئ. هېڅ ستونزه په نهايت منفي بڼه مه تعبيروئ. ډېر کم پېښېږي چې ستونزې هماغه لويې او خطرناکې وي، څومره چې په پيل کې ښکارېږي. له هر بحران او هرې مسئلې سره د مخامخېدنې لپاره دغه پينځه کليميزه غونډله ډېره ارزښتناکه ده: (دا هم بايد تېر شي).

له غبرګون دمخه ستونزه معلومه کړئ:
د دې پر ځاى چې له ستونزې سره د مخامخېدنې پر مهال تند او افراطي غبرګون وښيئ؛ نو له هغو کسانو څخه په پوښتنو کولو خپل ځان ارام کړئ، چې له همدغه ډول ستونزې سره مخ شوى دى. د هغه ځوابونو ته په صابرانه توګه غوږ ونيسئ. که چېرې حللارې شتون درلود؛ نو ستاسې دنده له هر ډول غبرګون ښودلو څخه دمخه دا ده چې د ستونزې په اړه د بشپړو معلوماتو تر لاسه کولو له لارې ځان ته حللاره معلومه کړئ.
کله کله ستاسې مخې ته د پرتې ستونزې په اړه له خپلې مېرمنې يا هم له خپل کوم باوري ملګري سره د خبرې په شريکولو سره شونې ده تاسې ډېر ارام شئ او ستاسې احساسات تر کنټرول لاندې راشي. يوې اوږدې پلې لار ته ځان برابر کړئ، پر لاره د تلو پر مهال د ستونزې پر ټولو اړخونو سوچ وکړئ، هڅه وکړئ چې ځينې احتمالي حللارې ورته وګورئ، همدغه مهال خوشباوره اوسئ، دا مهمه نه ده چې وروسته څه پېښېږي. د ستونزې يا مسئلې په پاى کې خامخا کوم مثبت ټکى په نښه کړئ، ځکه په زياترو مواردو کې هغه ستونزه يا مسئله چې تاسې ته لويه ښکاري، په حقيقت کې هغه تاسې لپاره يو پټ فرصت او چانس وي.
کېداى شي د يوې پروژې، يو کار و بار او يا هم کومې بلې بوختيا په بشپړه توګه ماتې هماغه څه وي، چې تاسې ورته په دغه وخت کې اړتيا درلوده؛ ځکه ښايي همدغه ماتې د دې لامل شي چې تاسې خپل وخت، منابع او ټول امکانات پر يوې بلې لارې پر کار واچوئ او ښه ګټه ترې تر لاسه کړئ.

د يو ارزښتمن درس په لټه کې اوسئ:
مهمه نه ده چې څه پېښېږي؛ خو هڅه وکړئ چې په هرې سختۍ او هرې ستونزې کې يو ارزښتمن درس ومومئ.
تاسې چې له هرې ستونزې سره مخېږئ، خامخا په ځان کې د يوې ګټې زمينې، يو برابر امتياز او يا هم نور څه لري. کله چې تاسې خپل ذهن داسې عيار کړى وي، چې په هرو شرايطو کې د يو مثبت ټکي په لټه کې اوسئ او هڅه کوئ چې ځينې ارزښتناک درسونه، چې شونې ده هر بحران يا ستونزه يې په ځان کې ولري، ومومئ؛ نو دغه مهال تاسې په ناخوداګاه ډول آرام، مثبت فکره او خوشبين پاتې کېږئ. په پايله کې به ستاسې د ځواکمن ذهن ټول ځواکونه د ستونزې په حل او يا هم د بحران په له منځه وړولو کې له تاسې سره مرسته کوي.
کله چې د بحران شېبو ته رسېږئ، د څو شېبو لپاره خپلې سترګې بندې کړئ، ژوره ساه واخلئ، خپل ځان ارام، ډاډه، خونسرده او په بشپړ کنټرول کې تصور کړئ. تصميم ونيسئ چې د نورو افرادو په حق کې به مثبت فکره او خوشبين اوسئ. په نرمۍ او ادب ورسره خبرې کوئ. داسې چلن وکړئ، لکه تاسې چې په دونيا کې هېڅ غم و غوسه نه لرئ او هر څه چې پېښ شوي دي، تاسې يې هېڅ ناراحت کړي نه ياست.

د بحران په شېبه کې لازم اقدامات:
١: له هرې ستونزې يا بحران سره چې مخامخېږئ، هڅه وکړئ چې په کې د يو مثبت ټکي او يا هر ډول ګټې موندلو په خاطر يې بررسي کړئ.
٢: هڅه وکړئ چې له هرې ستونزې يا سختۍ څخه د عبرت يو ارزښتناکه درس واخلئ. تصور کړئ چې دا ستونزه تاسې ته د دې لپاره رالېږل شوې ده چې تاسې ته هغه در زده کړئ چې تاسې يې اوس زده کړې ته اړتيا لرئ او شونې ده چې په زده کولو سره يې په راتلونکي کې ستر برياليتوب او خوښي ستاسې په برخه شي.

((له لټون او هڅې څخه هېڅکله لاس مه اخله؛ ځکه ښايي د وخت په تېرېدو سره بخت ستا په لور مخه کړي)).
هريت بيچر استاو

 

دریم څپرکی


پر خپلو تواناييو ډاډه اوسئ

((شهامت هغه توان دى چې ژوند يې د سوکالۍ لپاره غواړي))
اميلي ارهارت 
شونې ده يوه ستره ماتې ستاسې هغه اعتماد چې پر خپل ځان او خپلو تواناييو يې لرئ، له منځه يوسي. د يوې نامترقبه ماتې پر وړاندې په طبعي توګه غبرګون ښودل د عصبانيت او وېرې مانا لري. په دې ډول چې دا مهال فرد په يوې لمريزې عاطفي شبکې کې تر فشار لاندې وي. دغه ستونزه له ستونزه سره د مخېدنې او د ناخوالو د رامنځته کېدنې پر مهال له ټولو سره يو شان وي. دا مهال مهمه دا نه ده چې تاسو ته څه پېښېږي، يوازې دومره په ياد ولرئ چې تاسو يو فوق العاده ښه او ګټور شخص ياستئ. تاسې يو داسې څوک ياست چې د ځانګړي شخصيت، وړتيا او هوښ څښتن ياست. دا مهمه نه ده چې څۀ پېښ شوي دي، ځکه چې تاسې له دې وروسته کولاى شئ له دې ننګونې سره مقابله وکړئ او له منځه يې يوسئ. په پرېکنده او مثبته توګه له ځان سره خبرې وکړئ، تر څو پر خپل نفس مو اعتماد له سره نوى شي. دا ډول جملې لکه ((زه له ځان سره مينه لرم، زه له ځان سره مينه لرم، زه له ځان سره مينه لرم)) څو ځل له ځانه سره تکرار کړئ.
تاسې کولاى شئ د کارونو تر شا بريالي راڅرګند شئ
کله چې تاسې په خپل کاروبار کې له يوې لويې اشتباه سره مخېږئ؛ نو د ماتې وېره په ځان کې تجربه کوئ. دغه وېره سمدستي ستاسې د زړه په تل کې حس کېږي. شونې ده دغه مهال احساس کړئ چې کافي توانايي يا وړتيا نه لرئ. کله هم ممکن د يو بايلوونکي احساس ولرئ. 
ځينې مهال ځينې چارې ستاسې له ډېرو هلو ځلو او کوښښ وروسته هم له ماتې سره مخېږئ، دغه مهال زياتره پر ځان د شک احساس کوئ، له ځانه مو بد راځي. خو زه تاسې ته وايم چې له نېکمرغه تاسې کولاى شئ دغه ډول احساس يوازې په يوې جملې په ځان کې ووژنئ او هغه جمله دا ده چې له ځان سره ووايي: (( زه کولاى شم دا کار تر سره کړم، زه کولاى شم دا کار ترسره کړم.)) خپل ځان ته ووايئ چې تاسې ټول هغه څه کولاى شئ چې ذهن مو پر متمرکز کړى دى. دغه مخې ته پرته ستونزه او بحران ته د يو محک په سترګه وګورئ چې ستاسې د شخصيت اصلي څېره پرې رابربنډېږي. فکر وکړئ چې همدا ننګونه به د دې لامل شي چې ستاسې د پوهې سطحه لوړه شي، ستاسې فکر او عقل به لوړ شي او په دې ډول به ستاسې د پرمختګ لامل شي.

تشويش ماتوونکى فرمول:
د ستونزې د حل پر مهال د خپل ذهن د ارامولو او پر خپلې توانايۍ د اعتماد لا زياتولو لپاره يوه لاره دا هم ده چې په ډېرې چټکۍ د تشويش ماتوونکي له څلور برخه ايز فورمول څخه ګټنه وکړو، دا فرمول په دې ډول دى:
لومړى: يوه شېبه ارامه شئ او د ستونزې يا بحران تر ټولو بدترينه يا سخترينه پايله خپل ذهن ته راولئ. دا مهال په بشپړه توګه له خپل ځان او نورو سره رښتيني اوسئ، له ځانه وپوښتئ ((تر ټولو بده پايله به د دې ستونزې څه وي، چې ممکن زه ورسره مخ شم؟)).
دويم: پرېکړه وکړئ چې ستاسو تصور کړې تر ټولو بده پايله، هر څه چې ده، پېښېدونکې ده. همدغه مهال ستاسې ذهن ارامېږي، کله چې تاسې ذهناً دې ته اماده شوئ چې د ستونزې له تر ټولو بدې پايلې سره مخېږئ؛ نو دغه مهال مو تشويش او وارخطايي له منځه ځي.
درېيم: دا هم ځان ته مشخصه کړئ چې له بدترينې پايلې سره د مخېدنې پر مهال به تاسې څه کوئ. څۀ ګام به پورته کوئ؟
څلورم: سمدستي لاس په کار شئ او هغه ګامونه واخلئ چې د بدترينې پايلې د پېښېدو مخه نيسي، کم تر کمه دومره څه وکړئ چې د پېښېدونکي زيان کچه راکمه کړئ، هڅه وکړئ چې خپل ټول پام له ستونزې څخه د بدترينې پايلې اخيستلو پر ځاى تر ټولو ښې پايلې اخيستلو ته راوګرځوئ.
د وارخطايۍ دارو
د خپلو اهدافو په لور په پرېکنده توګه ګام اخيستل ستاسو د وارخطايۍ واقعي دارو دي. د دې پر ځاى چې پر ځان او خپلې توانايۍ شکي شئ يا هم ناراحته اوسئ، خپل ټول عزم سره يو ځاى کړئ، په دې ډول به تاسې هر هغه شونى ګام واخيستلى شئ چې د ستونزې په حل يا له بحران څخه په وتنه کې له تاسو سره لومړنۍ مرسته کوي. دلته يوه خبره ياده لرئ چې ستونزې د دې لپاره نه رامنځته کېږي چې زموږ د وړاندې تګ مخه ونيسي، بلکې د ستونزو شتون د دې لپاره دى چې موږ ته د وړاندې تګ تجربې رازده کړي.
هېڅکله خپلې مخ ته پرتې ستونزې په دې ډول مه ګورئ چې ستاسې مخه يې نيولې او وړاندې تګ ته مو نه پرېږدي. د ستونزو شتون زموږ په ورځنيو چارو کې يو منل شوى واقعيت دى، تاسې چې د خپلو ورځنيو چارو په اړه کومې پرېکړې کوئ، پرته له دې چې په پام کې ونيول شي چې تاسو څومره هوښيار يا تجربه ناک ياست، ستاسې په سلو کې اويا پرېکړې په يو معلوم وخت کې ستاسو د تېروتنو ښکار کېږي. کله چې له ځينو زيان اړونکيو پېښو سره مخېږئ، مه نارامه کېږئ. ټول هغه خلک چې پر يوې چارې پيل کوي يا په کوم سازمان کې کوم مسووليت پر غاړه اخلي، له دغه ډول پېښو سره مخېږي. تاسو به دا جمله نه اورېدلې ((هره چاره خپلې ځانګړې ستونزې لري))؛ خو دغه مهال تاسې تر پر خپل نفس او خپلو تواناييو اعتماد درلودل په کار دي، دغه اعتماد له کومه کېږي؟ کله چې تاسو ستونزو ته د تم کېدلو احساس ونه لرئ او د وړاندې تګ احساس ولرئ؛ نو همدغه احساس د دې لامل کېږي چې تاسې پر خپل نفس او پر خپلې توانايۍ اعتماد ولرئ. که له يوې بيخي داسې ستونزې سره مخ ياست چې تاسو يې په هېڅ صورت له منځه نشئ وړلاى؛ بيا خو ورته د حللارې موندلو لپاره ځان، خپل ذهن دومره بوخت کړئ چې په اړه يې تشويش او وارخطايۍ ته هېڅ وخت ونه لرئ.

د بحران په شېبه کې مناسب اقدامات
لومړى: سمدستي پرېکنده ګام پورته کړئ، د هر څه ترسره کول مو چې له وسه پوري وي، تر سره يې کړئ. جدي خو په احتياط مخ پر وړاندې ګام واخلئ، هڅه وکړئ چې د اوضاع کنټرول په خپل لاس کې ولرئ او زيان تر ټول کمې کچې ته راټيټ کړئ.
دويم: له تاسف کولو يا پر نورو د ملامتۍ اچولو څخه ځان وژغورئ، ستونزې د يوې فعالې او خوځنده ژوندانه يوه طبعي برخه ده، سمدستي د خپل مسووليت په لټه کې شئ چې څه دى، د خپل مسووليت له مخې خپل ټول اقدامات د ستونزې د حل خواته راوګرځوئ.


[د ځواکمن او کمزوري انسان تر منځ کُلي توپير دا دى چې لومړى له ځانه استقامت ښيي او دويم انتظار باسي، متزلزله کېږي يا خو ستونزې ته په سرسري نظر ګوري او په پاى کې ماتې خوري او يا هم په شا تېښتې ته اړ کېږي.]
امريکنى مقاله ليکوال او نقاد ادوين پرسي وېپل.

زموږ سره اړیکه ونیسئ:

meyouandallah@gmail.com