1 د مسطح فرمونو نامعینیت
(Indeterminacy of Two-Dimensional Pin-Jointed Frames):
په پین ډوله اتکأ کې معمولاً لاندې دوه ډوله عکس العملونه شتون لري:
- چورلنډی (roller) چې د عکس العمل یوه درجه لري، مثلاً په چورلنډي باندې عمود.
- موږی (pin) چې د عکس العمل دوه درجې لري، مثلاً افقي او عمودي.
14.1 شکل
دا اړینه ده چې دری نا موازي، او نا متمرکزې قوې د عکس العملونو پوسیله برابرې شي ترڅو د سترکچر تعادل په لاس راشي، لاندې شکلونو ته پام وکړئ:
15.1 شکل
16.1 شکل
په پورته شکلونو کې وارده قوې او د اتکأو عکس العملونه د فرم په سطح کې چې د سټاټیکي تعادل په حالت کې دي ښودل شویدي. په 1.15 شکل کې دری نامعلومه قوې (HA, VA او VC)، او دری معادلې دي چې کولای شو د هغو پوسیله د نامعلومو قواو مقدار معلوم کړو: پدې شکل کې اضافي اتکاوې شتون نلري.
په 1.16 شکل کې د عکس العملونو پنځه نامعلومې مرکبې (HA, VA, VF, HE او VE) دي پداسې حال کې چې موږ ددې د پیداکولو لپاره یوازې دری معادلې لرو، پدې شکل کې دوه اضافي عکس العملونه یا د هغه مرکبې شتون لري.
موږي شوي (pinned) غړي یوازې محوري قوې چې کیدای شي کششي وي یا فشاري وړلای شي، او بس. تر ټولو ساده موږي شوی سترکچر هغه دی چې د بیخي لږ شمیر غړو په لرلو سره سټاټیکي تعادل وساتي.
که 1.15 شکل ته پام وکړی هلته دری غوټې (جاینټونه) او دری غړي دي چې یو د بل سره موږي شوي دي. مثلث تر ټولو ساده شکل دی چې د هغه څخه نور ټول موږي شوي فرمونه جوړیدای شي دلیل یی دادی چې دا پخپله یو باثباته (ولاړ) شکل دی، ځکه د دریو غړو چې ټاکلی اوږدوالی ولري یوازی یو شکل جوړیدای شي او بس.
په 1.17 شکل کې د موږي شوي فرمونو پراختیا لیدلای شی.
17.1 شکل
په لمړي سر کې دری غړي او دری غوټې شتون لري، کچیرې دې شکل ته پراختیا ورکؤ نو د هرې غوټې لپاره به دوه نور غړي ورسره زیاتؤ. د یو ساده فرم د جوړلو لپاره د بیخي لږ غړو شمیر د لاندې معادلې څخه پیدا کولای شو:
د غړو شمیر = د لمړني غړو شمیر+(د زیات شوو غوټو د شمیر دوه برابره)
لدې نه زیات چې هر کوم بل غړی په سترکچر کې ور زیاتیږي د اضافي غړي په نوم پیژندل کیږي او سترکچر نامعین کوي. د بیلګې په توګه:
18.1 شکل
بله مهمه خبره داده چې د غړو یوله بل سره جوړښت باید د مثلث په بڼه وي، په لاندې شکل کې ساده فرمونه ښودل شویدي چی ناپایداره دي.
19.1 شکل
لکه مخکې مو چې یادونه وکړه د عکس العملونو لږ شمیر دری (3) دی چې وکولای شي د سترکچر تعادل وساتي، او کچیرې یو موږي شوی مسطح فرم او د هغه عکس العمولونه په پام کې ونیول شي، د ټولو د مجموعه عبارت ده له:
د فرم د غړو شمیر + د اتکاؤ د عکس العملونو شمیر =(m+r)=(2n-3)+3=2n
په 1.20 شکل کې ښودل شوی فرمونو ته چې موږي شوي او چورلنډۍ اتکأوې لري پام وکړئ.
20.1 شکل
د نامعینیت درجه عبارت ده له: ID= (m+r)-2n
مرکب ترسونه کوم چې د دوه یا ډیرو ساده ترسونو څخه جوړ شوي وي پداسې حال کې چې له دریو غیر موازي، هم مرکز، او نامعلومو قواو څخه زیاتې قوې ونلري هم د ساده ترسونو په ډول پایدار او معین کیدای شي، لاندې شکل ته وګورئ.
21.1 شکل
د (a) 1.21 شکل یو ساده میعن ترس دی، او د m=(2n-3) رابطه هم پکې صدق کوي او همدا راز د نامعینیت درجه یې صفر ده.
دغه ترس کیدای شي د یو بل ساده ترس سره د موږي او یوبل غړي په وسیله ونښلول شي لکه څنګه چې په (b)1.21 شکل کې ګورئ، ترڅو یو مرکب ترس ځنې جوړ شي. داچې دری نورې اضافي مجهولات را زیات شول بیا هم د تعادل د دریو معادلو پوسیله کولای شو چې د () قطع پع پام کې نیولو سره دغه سترکچر حل کړو (د غړو قواوې یې پیدا کړو).
د مهربانی له مخې خپلې نیوکې او وړاندیزونه راسره شریک کړئ