امريکا له افغانستان څخه وځي که نه؟

 استاد سعد الدين شپون

داسې ښکاري چې طالبا ن هسې هوايي دا شرط ږدي چې دوى د سولې خبرې نه کوي (مګر چې وتلي وي ټول ځواکونه خارجي له خاورې چخه د افغانستان.)

 د همدې اکتوبر په يوويشتمه مې ، په ټام ډسپېچ . کام  کې د نيک ټېرس (مشهور ژورناليست چې جايزې يې ګټلي) په قلم ليکل شوى اوږد مضمون ولوست چې عنوان يې دى:

امريکا( په افغانستان کې) د اوږدې مو دې د پاتې کېدو تابيه نيسي.

مضمون ډېر اوږد دى خو دلته به څو مهمې بېلګې ترې را واخلو:

 د مقدمو جبهو عملياتي اډې (فوب، يا په جمع  فوبز) :

 د ايساف چارواکي يې شمېر نه ښيي خو په قسم قسم نومونو يې يادوي لکه، اورګون اي، په کندز کې د مدد کلا، لېوه، برښنا ...... دا ټولې په اولو کرښو کې د امريکا ، د چا خبره، تاڼې دي او شمېر يې سلګونو ته رسېږي، ځينې دومره سترې دي چې درې زره عسکر ورکې خوندي کېداى شي، يوڅو بيا تر دې لويې دي چې د پوځ د سوق اوادارې مرکزونه دي او دومره وسايل لري چې په ځان بسيا دي. تورن جنرال کېنېت ډاوډ چې، د سږ کال تر جونه پورې، درې کاله د مرکزي قوماندې د اکمالاتو رييس و، داسې معلومات ورکوي:

«هغه تعميراتي پروژې چې په راتلونکو دولسو مياشتوکې به بشپړې شي دا دي:

يوه پروژه چې څلور د الوتکې رن وې ګانې، چې ۸ ـ سي -۱۷ ډوله بار وړونکې الوتکې په عين وخت کې ورښکته کېداى شي، ۵۰ چورلکې او ۲۴ د هوايي اکمال او څار الوتکې ورکې خوندي کېداى شي. په موجودو اتلسو اډو سربېره به دوولس نورې همداسې اډې جوړې شي.»

 ډاوډ خو مازې عموميات ياد کړل خو د پوځي مقاماتو اوامرو او اسنادوته کتل يو څه د هغوى خصوصيات  برالا کوي. له هغو داسې نتيجه راوځي چې د دغو پروژو کار ورځ په ورځ زور اخلي او داسې ښکاري چې يو پلو ته اوباما بل عيسوي کال ته د امريکايي عسکرو د شمېر د کمولو خبره کوي خو بل لور ته داسې ښکاري چې ايله اوس پوځ د تاڼو په جوړولو پېښه کړې ده او امکان يې نشته چې د بل کال تر پايه تکميل شي.

 ( اوس به يو څو نمونې ترې را واخلو):

 خوست ته نژدې د پا کستان سرحد ته څېرمه د سليمو په نامه يو فوب يا اډه جوړېږي چې په هغې کې به  په ۲۵ مليونو ډالرود تېلو د زخيرې ودانۍ ايله د بل کال تر پايه بشپړه شي.

 په همدې جون کې په ۱۲مليونو ډالرو د لوګر په پل علم کې د شېنک په نامه  هوايي اډه جوړه شوه چې اوس سي ۱۳۰ هرکوليس ډوله او بوينګ سي ۱۷ الوتکې ورکې کيني. حکومت وايي چې په دې اډه کې به د پوځ د اوسېدو لپاره ودانۍ جوړېږي چې ۴۵۰۰ پوځيان ورکې بسيا وي.ورسره به يو کا نټېنر وزمه بانډه هم وي چې ۱۱۰۰ نور پوځيان ورکې خوندي شي.۱۰ مليونه به په دې ولګېږي.دا اډه به د خاصو قواو الوتکې او هيليکوپترې لري، په ۲۵ مليونو به د هغې الحاقيه ودانۍ جوړې شي.

 رپوټونه وايي چې همدې ته ورته پروژې په تادۍ سره په ټول افغانستان کې پيل شوي. د ارزګان په ترين کوټ، هلمند،د پکتيکا په ښرنه او نورو کې اساسي اډې جوړېږي. واشنګټن پوسټ  رپوټ ورکړى چې د اډو د جوړولو لپاره سل مليونه ډالره منظور شوي دي.دا به د بل عيسوي کال تر پايه تکميل نشي . نوپه داسې حال کې اوباما څنګه د بل کال جولاى ته د عسکرو د اېستلو د پيل وعده کوي؟ پوځ اټکل کوي چې تر کال ۲۰۱۶ پورې به د ايساف د پوځ شمېر هېڅکله کم نشي.د امريکا حکومت او پوځ دومره کم عقل نه دى چې  داسې اساسي تاڼې لګيا دي جوړوي خو په اوو مياشتو کې دننه به دا ټول پرېږدي او پښې به سپکوي. جنرال پېتريويس، د اې بي سي تلويزيوني شبکې د خيريالې /مارتا  روداتز/ سره په مرکه کې، د امريکا د قواو د وتلو د نېټې په باب  چې د بل کال جولاى ټاکل شوې ده، وويل،« دا مرحله به په شرايطو پورې مربوطه وي» مارتا پوښتنه وکړه چې د مقاومت ضد عمليات خو تازه شروع شوي دي او ښايي کاميابي يې نهه، لس کاله نور وغواړي .د پيټريويس ځواب دا و،« هو» او ورسره زياته يې کړه،« په تېرو نهو کالونو کې  چې امريکايانو کوم ځاني تلفات ورکړي هغه بابيزه نه وو، خو اوس موږ داسې سازمانونه لرو چې وانګېرو چې د عراق له جګړې او تاريخ نه مو دا زده کړي چې د دغسې عملياتو لپاره څه وسايل ضروري دي.»

 اوباما به د پوځ د اېستلو خبرې کوي؛ مګر پوځ د پېټريوس نظريې ته ورمات دى.