د شرنګ ويبپاڼې له نورګل شفق سره ادبي مرکه

مرکه کوونکی: همت الله امین زی

 

شرنګ : شفق صيب،سلامونه اومينه اوكه له نوروخبروتېرشواونېغ په نېغه دپوښتنولورته مخه كړو،نوزه خوموپېژنم که له شرنګ سره پېژندګلوي وکړئ؟

شفق: مننه امين زى صيب، نوم مې نورګل دى او شفق تخلص كوم. بس دکايناتو مالک ددنيا پروجود لورولى يم اويومسلمان پښتون يې پيدا کړى يم.

شرنګ : بېشكه، هغه شاعروايي :

دمېړانې اوغيرت پرځاى مې ګوره

يوقدم به شاته نه سم که افغان وم

دپښتوفطرت مې دومره اسلامي دى

که اسلام نه واى  بياهم به مسلمان وم

شرنګ: شفق صيب،كېداى شي دخپلو زده كړو په هلكه راته ووايئ ؟

شفق: ډېرښه امين زى صيب،زده کړې مې ډېرې نه دي کړي، د مهاجرت پر مهال مې هماغلته په پاکستان  کې په اصطلاح ميټريک ياني لسم ټولګۍ لوستی، او کله چې خپل ګران هيواد ته راستون شوم،نو دوولسم ټولګۍ مې د کابل په خوشال خان عالي ليسه کې ولوست. وروسته له هغه د ځينو ستونځو له کبله مې نور خپلو زده کړو ته دوام ورنه کړای شو،په يوه ځانګړی انسټيټيوټ کې مې ژورناليزم اومنجمنټ لوستی،که خدای کول، نو په راتلوونکي کې د لوړو زده کړو هوډ لرم.د دوو درو کالو راهيسې مطبوعاتو سره کارکوم،اوس مهال له افغانستان سره د مطبوعاتي ملاتړ ادارې  MSPA سره دځوانانو خپرونو پروډيوسر يم او ډرامې ورته ليکم.

شرنګ : شفق صيب،شعرته موڅنګه مخه كړه اوشاعري مو چېرې پيداكړه ؟

شفق: جانانه ! افلاطون وايي چې ليونى، شاعر او فلسفي له يوې خټې نه جوړ دي،ګورئ که چيرې مو کوم څوک له ځانه سره په خبرو ليدلي وي، نو د ليوني ګمان به مو ورباندې کړی وي، ماته داسې ښکاري چې د هغه ليوني د خيال په غيږ کې يو ژوندى وجود ناست دى، چې ده سره خبرې کوي،او دى يې لکه توتي او يا هم ووړ ماشوم هرې پوښتنې ته ځواب وايي.هغه وجود چې د ده خيال په خپله  غيږه کې نيولى موږيې نه شو ليدلى،ځکه ورته ليونى وايو. نو نه پوهيږم چې له کوم وخت نه راپه ديخوا يوه وجود زما له روح سره اشنايي وکړه،چې څيره يې د ناوې په څير په څو پردو کې پټه وه، او خبرې به يې راسره کولې، يا خو ماشوم وم ذهن مې خام و، يا خو يې په خبرو نه پوهيدم  او يا مې هم  د هغه وجود پوښتنو ته د ځواب ورکولو ژبه نه لرله،خو څو څو چې لوييدم، د هغه وجود له څيرې نه يوه يوه پرده لرې کيدله، اخر داسې وخت راغى چې هماغه  وجود د  خپلې څيرې په ښودلو سره ژبه هم  راکړه، خو د دې تر څنګ يې يو خوږ درد هم راکړ،چې ما له هغه درد نه خوند اخيسته،خو کله مې چې د دې درد د بيانولو تکل وکړ، نو بې دريغه مې له خولې داسې توري په وتو شول چې زه هم ورته  هک حيران شوم، نو د اردو ژبې په دې شعر به يې درلنډه کړم چې:

دل کى تنهايى کو آواز بنا ليتے هے

درد جب حد سے گزر تا هے تو گا ليتے هے

 

شرنګ : ستاسو په اند شعر يعني څه او شاعر يعني څوك ؟

شفق:  پوهانوشعر دخپل ذهن په تله تللی او څومره يې چې ماغزه ورباندې رسيدلي دی، هماغسې يې يو تعريف ورته پيدا کړی دی،ارسطو شعر د طبيعت تقليد يانی تمثيل بللی،بيدل وايي چې ښه شعر معنا نه لري. د ترکيې نامتو شاعر ناظم حکمت بيا وايي چې شعر هغه خوش اوازه مرغۍ ته ورته ده، چې بايد غوږ ورته ونيول شي او له غږ نه يې خوند واخيستلی شي، هغه کسان چې غواړي شعر تعريف کړي، په واقيعت کې د مرغۍ له غوښو سره علاقه لري،نه د هغې له خوږه غږ سره.نو زه هم غواړم راځئ چې د دې مرغۍ له غوښو تير شو او خوږه غږ ته يې غوږ ونيسو. او ستا د دې پوښتنې په ځواب کې چې شاعر ياني څوک ؟ نو بايد ووايم،شاعر هغه څوک دی، چې عدم په هستۍ بدلوي،چوپتياته دشور اودموسيقۍ جامې وراغوندي، درياب په کوزه کې ځايوي،يو پوه وايي، هغه شاعر چې ريښتيا ويوونکی نه وي مړ دی او هغه شاعر چې يوازې د واقيعت پالوونکی وي هغه هم مړ دی،نو هر شعر د يوه شاعر د تخيل زيږنده ده هر شاعر له خپل ژوند او چاپيريال نه د ځان له پاره ټاکلی برداشت لري.په کومې ټولنې کې چې ژوند کوي د هماغې ټولنې له کړو وړو نه متاثره کيږي،نو ښه شاعر هغه څوک دی چې د خپلې ټولنې ترجماني وکړي، د خپلې ټولنې دردونه، تکليفونه او ناخوالې راواخلي او په هنري ډول يې بيرته د خپلې ټولنې مخې ته کيږدي، هغه څه د خپل قلم او هنر په مټ رابرسيره کړي،چې د ده ټولنه ورنه بې خبره پاتې وي.

 شرنګ : ځينې شاعران وايي چې شاعري يوه فطري لورېينه ده  او په ډېر علم پورې اړه نلري  تاسو دې معقولي ته په كومه سترګه ګورئ ؟

شفق: شاعري فطري لورېينه ده او که نه، په دې پوښتنې له ډير پخوا نه بحث راروان دى،څوک شعر الهام بولي او څوک بيا الهام او شعر سره بيل بولي.که چيرې د خپل زړه خبره درته وکړم، نو بايد ووايم چې ما ته کله شعر الهاميږي نو غونى مې ځيګ شي،د درد او خوند په ګډو وډو احساساتو کې راګير شم، کله مې سترګې له ژړا ډکې شي او کله کله مې موسکا مخې ته راشنه شي،بيا مې نو دغه احساس په تورو بدل شي،او د شعر جامې واغوندي، خو چې له داسې کيفيت سره مخ نه شم،د شعر پلو په مياشتو مياشتو هم نه وينم،د کاروان صاحب دې بيت ته په ليدو سره چې وايي (( د ريا ذاهدان سپي د دوزخونو، شاعران خو شاګردان د ښکلي رب دي) به درته ووايم،  خداى دې وکړي چې څوک راباندې کومه فتوى ونه لګوي،ما ته خو داسې ښکاري چې پيغمبرانو ته به چې وحي راتله نو ښايي دهمداسې يوه کيفيت  احساس به يې کاوه،  لکه څنګه چې پر يوه شاعر د الهام په وخت کې طاري کيږي.

 او دا چې شاعري په ډيرې پوهې يا علم پورې اړه لري او که نه، نو ګورئ  الله تعالى په قران شريف کې  فرمايي چې (( هل يستوى الذين يعلمون والذين لا يعلمون )) ژباړه: ايا هغه کسان چې پوه دي او هغه کسان چې ناپوهه دي سره برابريدلى شي؟ نو تاسو ووايئ، چې هو يا نه؟  نو مالومه خبره ده چې ستاسو ځواب به نه وي ، خبره په پوهه کې ده، که درته ووايم نو  زموږ خوا ته داسې نالوستي شاعران شته چې في البديحه شعرونه وايي، په شعرونو کې خبرې کوي، او داسې پاخه پاخه شعرونه وايي چې سړى ورته ګوته په غاښ پاتې کيږي، خو هغوى د الف او با سيپاره هم نه ده لوستې.نو له دې نه معلوميږي چې علم او پوهه د شاعرۍ له پاره بنيادي توکى نه دى، خو اړينه ده، زه چې خپل پخواني شعرونه ګورم نو ځان ته مې غصه راځي چې دامې څه ليکلي دي، ولې څومره چې د سړي پوهه زياتيږي هغومره يې شاعري هم ورسره پخيږي.

 شرنګ : ځينې خلک وينوچې په فرماېش باندې شعرليکي موضوع اخلي اوبياورباندې شعرليکي که چېرته شعرله الهام نه پرته نه شوای  ليکل کېدای، نودغه شاعران چې شعرونه ليکي دې ته څه وايې،داشعرونه نه دي اوکه دوی بل ډول شاعران دي ؟

شفق: ګورئ يو تکړه انځور ګر به دنيا رنګونه سره يو ځاى کړي ، يوه په زړه پورې او ښايسته تابلو به په خپلو هنري ګوتو جوړه کړي، خو دغه تابلو به  د طبيعت ښکلا ته هيڅ کله هم ونه رسيږي، يو رسام  به يو ښکلى ګل د کاغز پر مخ جوړ کړي، خو هغه ته د ريښتيني ګل په څير رنګ او بوى نه شي ورکولى، د طبيعت د ښکلا پر وړاندې به  د انځور ګر جوړه کړې تابلو اويا ګل هغه د چا خبره لمر ته د ډيوې ښودلو سره برابره خبره  وي. زه دا نه وايم چې د  چا په غوښتنه به څوک شعر  ونه ليکلى شي، شعر به وليکي، خو هغه شعر به د کاغزي ګل په څير وي،نو کله چې يو شى طبيعي نه وي، هغه به څنګه د چا د درد  ترجماني وکولاى شي،څنګه به ځان راوسپړلى شي، څنګه به هغه خبرې خولې ته راوړي چې تر اوسه يې نه دي څرګندې کړي.د رابنس په نوم يو پوه وايي چې شعر يوه ژبه ده چې په کم يا زيات هيجاني ډول هغه څه ووايي چې ويل کيداى نه شي، نو دغه خبرې هله خولې ته راتلى شي چې کله په چا د الهام کيفيت طاري شي. په همدې اړه د يوه بل پوه اډين خبره راياد شوه، وايي چې دغه پوه ته يوه ورځ يو ځوان راغى او ورته يې وويل، زه غواړم چې شعر وليکم، نو اډين ورنه وپوښتل چې ته کومه مفکوره له ځآنه سره لرې چې په شعر کې يې ځاى کړې، هغه ځوان ورته وويل چې هو ما سره يوه  ډيره ښه مفکوره شته، چې په شعر کې يې ځاى کړم، نو اډين ورته وويل چې ځه زويه ته شاعر کيداى نه شې. له دې نه معلوميږي چې شعر الهام دى او الله تعالى دغه نعمت يواځې په شاعرانو لورولى دى.

 شرنګ : ولې هر سړى شاعر نه وي  او هغه چې شاعر وي  زياتره يې اندك رنجروي ؟ په وړو ، وړوشيانو خپه كيږي ؟

شفق: ولې هر سړی شاعر نه وي،د دې پوښتنې ځواب ښايي په تيرو شويو پوښتنو کې ما درکړی وي،خو په هر حال  هماغه د ناشناس سندره مې خولې ته راځي چې، هر سړی پيدا دی خپل خپل کار لره کنه، زلفې چې ول ول شي د خپل ياره لره کنه، نو ما ته هم داسې ښکاري چې خدای پآک يو نيم سړی شاعر پيدا کوي،نو همدا وجه کيدای شي چې هر سړی شاعر نه شی کيدای او دا چې شاعر ولې په وړو وړو خبرو  خپه کيږي،بايد ووايم چې هر څوک د ښکلا په لټه کې دی، د ښکلا دغه لټه په حقيقت کې د خدای پاک لټون دی،شاعر په هر څه کې ښکلا لټوي،د کايناتو په هره ټوټه کې شاعر د ښايست لټون کوي،هغه د قدرت له هرې زرې نه د ښکلا تمه کوي،مجنون ولې د هوسۍ سترګې د ليلی سترګې بللې؟ د منصور له مرګه وروسته سمندر ولې د اناالحق نارې وهلې؟ دوی په حقه وو او د ښکلا په لټه کې و ،نو لکه څنګه چې ما مخکې وويل شاعر د قدرت له هرې زرې نه له هر پيدايښت نه د ښکلا او د ښه چلند تمه کوي، خو که چيرې هم شاعر ته د قدرت له کوم پيدايښت نه داسې کومه صدمه رسيږي چې د ده ورڅخه د داسې چلند کولو هيله نه وي،که هغه څومره هم وړوکی درد وي، د شاعر په زړه د يوه لوی تندر غوندې پريوځي، تاسو به هم په ژوند کې ليدلي وي، کوم څوک چې په موږ ډير ګران وي که هغه موږ ته لږه هم ترخه خبره وکړي موږ ته د زغملو وړ نه وي، ولې چې له هغه نه د داسې کار کولو تمه نه کوو، هماغه د سايل صاحب خبره به وي چې :

 

زه باران د کاڼو هم وژلی نه وم

چې پرې مړ شوم دا د چا د ګل ګزار و.

 

يو څوک د کاڼو په باران نه مري،خو د يو چا لخوا د ګل په ګزار مړکيږي،ولې؟ ځکه هغه څوک چې دی په کاڼو ولي، هغه نه يې ګيله نه کيږي،څه وايي چې ګيله له خپلو کيږي، نو دی هم د هغه چا د ګل په ګزار مري چې دی ورنه د درد تمه نه کوي،سمه ده چې د ګل په وار سړی نه خوږيږي، خو کله کله د ګل وار هم درد لري، نو ځکه کله کله سړی يو ډير لوی غم هم وزغمي خو بيا کله کله داسې هم کيږي چې ډير وړوکی درد لکه د ګل وار د هغه زړه زخمي کړي، که اوس مې هم ستاسو پوښتنې ته ډاډ من ځواب نه وي درکړی نو بس د عابد صاحب دغه بيت به هم درته ووايم چې:

 

کله د غره په شان درانه غمونه هم وړلی شي

خو ډير په لږ څه خپه کيږي اخر زړه دی کنه.

 

شرنګ : څومره شعرونه مو تراوسه ليكلي دي اوشعرونه موډېری په كوم څه راڅرخي او ډېرموڅه ته پكې ارزښت وركړى دى ؟

شفق: والله هسې خو مې ډيرې پاڼې تورې کړي دي، خو کومو ته چې شعر ويلی شم او زما په ګډون زماد ځينو نورو دوستانو زړه هم اوبه ورباندې څکلي دي،نو دومره ډير نه دي،دا يوه موده خو هغه د چا خبره چې د شعر ښاپيرۍ رانه مروروه شوې ده، هيڅ شعر نه شمه ليکلی،بس نږدې يوې ټولګې ته رسيږي، خو دا چې شعرونه مې په څه راڅرخي او څه ته مې پکې ارزښت ورکړی، نو د دې پوښتنې په سم  ځواب کې به درته پاتې راشم، د دې پوښتنې ځواب به هغه څوک درکړی شي چې زما شعرونه  واوري، هدف مې کره کتوونکي دي،خو څومره چې په خپل شعر پوهيږم نو زما په شعرونو کې به ښکلا او ناهيلي دواړه په سترګو درشی.

 شرنګ : شفق صيب،دښه شعرلپاره کوم معيارونه دي ؟

شفق: جانانه! ځينې خلک وايي چې شعر بايد يو ښه پيغام ولري، چې يوه بې لارېَ ټولنه اصلاح کړي، خو نه شعر يواځې د دې لپاره نه دى، بلکه د شعر مقصد د ښکلا بيان دى، شعر بايد ښکلى وي،ياني د شعر هدف حقيقت نه دی بلکې ښکلا ده، خو د دې تر څنګ يو ښه شعر بايد نوښت،  ټولنيز رسالت او  تل پاتې ارزښت هم ولري، په هر ښه شعر کې بايد لوستوونکى خپل ځان او خپل  ژوند پيدا کړي او بايد په هر شعر کې يې د فطرت عکس انځور شوى وي.

 شرنګ : كوم ډول ته ارزښت وركوي ، طبيعت اوكه ښكلاته چې جوړه شوي وي (لكه يوه دنګه مانۍ چې كېدى شي ښكلا ولري اوكه ديوې سيمې يايوه ځاى خپل اصلي څېرې ته چې كېدى شي هغه يو غر وي) هريو يې غوره ګڼۍ كېدى شي دليل يې وښيۍ ؟

شفق: امين زى صيب،يومعمار( جوړوونکی) به په ډير مهارت سره يوه ښکلې ماڼۍ جوړه کړي،دهغې په جوړونه کې که د مرمر کاڼۍ وکاروي او که د سروزرو خښتې پکې ولګوي، خو د طبيعت د يوې منظرې مقابله به ونه کړای شي،بيابه هماغه  د کاغزي ګل خبره شي،په قران شريف کې راځي،الله پاک احسن الخاليقين ياني يو ښايسته تخليقوونکی دی،نو هغه له خاورو جوړ وجود چې الله پاک پيدا کړی دی،څنګه کولی شي چې د هغه خالق مقابله وکړي چا چې دا دومره ښايسته کاينات او دومره زياته ښکلا پيدا کړې ده؟

 شرنګ : داوسني شعر وضيعت څنګه ارزوئ ؟

شفق: اوسنی شعر ډير ښه روان دی،ډير تنکي زلمکي او پيغلې  پيژنم چې شعرونه يې د ښکلاعوج ته رسيدلي دي،د هنر او هنريت لوړې څوکې د دوی په پښو کې پرتې دي،ګوتو نه يې ستوري وريږي او قلم نه يې رنګونه څاڅي، خو بس ځينې کسان شته چې زه شاعر نه شم ورته ويلی،دا هغه کسان دي چې شعر نه بلکې شعار ليکي،شعر د وسيلې په توګه کاروي،خو شعر وسيله نه ده، دوی شعر د يوه هدف له پاره کاروي،د شعر ښکلا ته په سپکه سترګه ګوري،د شعرد ښاپيرۍ پر سپيڅلې لمن تور لګوي،شعر ښکلا ده ښکلا بايد لا پسې سينګار شي،نه دا چې ښکلا يې ولوټلی شي.

 شرنګ : دنن او پرون شاعرانوشاعري څنګه سره پرتله كوئ ؟

شفق: امين زى صيب،پروني شاعران په خپل ځای ښه وو، او اوسني په خپل ځای.  پرتله کول خو يې ډير ګران کار دی، خو دومره به ووايم کله چې يو شی نوی وي نو هر څوک ډير څه پرې ويلی او ليکلی شي،خو څو څو چې زړيږي خبرې کميږي ،تکراريږي نو بلاخره کليشه کيږي، پخوانيو شاعرانو د هرې ښکلا په اړه څه نا څه ويلي دي،اوسنيو شاعرانو ته يې د ويلو له پاره ډير کم څه پريښي،خو که په تيرو شويو شاعرانو کې کوم يو بيرته راژوندی شي او د اوسنيو شاعرانو هغه شعرونه واوري، چې له يوې نوې کړکۍ يې ښکلا ته کتلي او له يوې بلې زاويې يې دنيا څارلې ده، نو ورته حيران به شي،چې دا څه څنګه موږ په دې انداز نه دي بيان کړي.نو ځکه ويلی شم،چې پخوانيو شاعرانو ته ډير څه نوي وو،ځکه يې داسې ښکلي شعرونه ليکلي،خو اوسنيو شاعرانو ته که څه هم ډير څه نه دي پاتې، خو بيا هم دوی توري غږوي او د سرو زرو اوبه ورکوي،لکه څنګه چې زرګر يو زوړ وخی مات کړي او يوه نوې اوږۍ ورنه جوړه کړي،يا بيخي يو نوی شی ورنه جوړ کړي، همداسې اوسني شاعران هغه زړې خبرې د شاتو په اوبو داسې ومينځي ، داسې نوي کالي ورواغوندي چې هيڅ زړې نه ښکاري.بلکې د يوه نوي پيدا شوي ماشوم په څير يې هر څه تر بل هر چا بيل او مختلف ښکاري.

 شرنګ : ستاسو په اند ديوه ښه شعر ځانګړ تياوې به څه اوكومې وي ؟

شفق: زما په نظر هغه ښه شعر دی، چې يو څوک يې واوري ځان پکې پيدا کړي،د خپل ژوند انځور پکې وويني،د خپل زړه خبره پکې واوري،يو داسې څه پکې په مخه ورشي چې پخوا يې هيڅ اوريدلي او ليدلي نه وي،ياني نوښت ولري،زما په نظر اړينه نه ده چې په شعر کې دې خامخا نصيحت ووسي،يا دې پيغام پکې ووسي،شعر کې بايد بغاوت وي،يو داسې څه پکې وويل شي،چې يو څوک دا پوښتنه وکړي، چې ايا داسې هم کيدای شي؟ دا خبره مې په دې مانا ونه کړه چې له حقيقته دې لرې ووسي،مقصد مې دا دی چې يو څوک داسې ووايي چې ايا يو څوک د سپوږمۍ په څير هم ښکلي کيدلی شي،لنډه دا چې شعر د ښکلا بيان دی،شعر بايد ښکلا ولري، شعر بايد ښکلی ووسي،شعر ښکلا ده او ښکلا شعر دی، بلا خره شعر شعر دی.

 شرنګ : په پخوانيو او اوسنيو شاعرانو كې دكوم شاعرله شعرونو نه ترنورو ډېرخوند اخلۍ او ښه يې ګڼئ.؟

شفق: شاعران که پخواني دي او که اوسني، د هر هغه شاعر شعرونه مې خوښيږي ،خوند ورنه اخلم او په څو څو وارې يې لولم ،چې درد ته يې ژبه ورکړي وي،زما د زړه خبرې يې کړي وي،په يوه نوي انځور کې يې يو نوی رنګ کارولی وي،ښکلا يې غږولي وي او شرنګا يې وراغوستي وي.

 شرنګ : په شعركې انځوراو له انځورسره مينه په شعركې څنګه ګڼئ ؟

شفق: دشعر اوانځور تر منځ تړاو د وجود او ساه تر منځ تړاو ته ورته ده،انځور شعر ته ښکلا ورکوي، ساه ورکوي،ګورئ رنګونه به هر څوک کاروي،خو يو انځورګر چې په کوم ډول رنګونه کاروي،هغسې يې بل څوک نه شي کارولی،ولې چې يو انځورګر تر بل هر چا له رنګونو سره زياته مينه لري،نو ځکه موږ هر چا ته انځورګر  نه شو ويلی،شعر هم همداسې دی،هر څوک به شعر ليکي خو شاعر هغه دی چې په شعر کې د يوه ښه انځور جوړلو رنګونه وپيژني،نو يو شاعر هله د يوه ښه انځور جوړونې رنګونه پيژندلی شي،چې په رنګونو مين وي، ياني په شعر کې له انځور سره مينه ولري.په انځور پسې مې راياد شول،ما خپل څيني شعرونه چې ډير مې خوښ شوي،او زما په نظر يو ښه انځور مې پکې ځای کړی، د هماغو شعرونو تر څنګ هغه انځور چې په شعر کې دی،کټ مټ هماغسې انځور مې په  کتابچه کې په رنګونو هم کښلی،ياني هماغه انځور مې رسم کړی دی،نو له دې اندازه لږولی شئ چې په شعر کې مې له انځور سره څومره مينه ده.

 شرنګ : دنارينه اوښځينه په شعرونو كې دتوپير په اړه هم څه لرئ ؟

شفق: دواړه په خپل ځای ښه شعر ليکي زه يې درناوی کوم،خو زموږ په ټولنه کې ښځينه شاعرانې هغه څه په اسانه خوله ته نه راوړي،نه يې هم د شعر په ژبه کولی شي،کوم څه چې نارينه په زغرده او په څرګنده وايي،نو ځکه د ښځينه شاعرانو شاعري د نارينه و شاعرانو د شاعرۍ په پرتله يو څه وروسته پاتې ده ، يو څو ورځې وړاندې ميرمن کلتوري بهير ته لاړ وم، خو چې هلته مې د ځينو خويندو شعرونه واوريدل په خدای حيران ورته پاتې شوم،ما چې څه ګمان کاوه تر هغه د دو ی شعرونه ډير لوړ وو، ياني له ډيرو نارينه وو شاعرانو نه د دو ی شعرونه ډير په زړه پورې او ښايسته وو،نو ويلی شم چې:

 

څانګې به نن سبا کې ګل شي

ما يې په سر کې سرې غوټۍ ليدلي دينه.

 شرنګ : كېدى شي دشعريوه نيمه بېلګه دې راسره شريكه كړې ؟

شفق: ولې نه په دواړو سترګو ، يو نظم دی چې شپږ مياشتې وروسته مې ليکلی دی:

 

هيندارې

 

کسو کې مې شوي ګلان وګوره

پورته شه شين سترګى اسمان وګوره

ډير په دې هيندارو باور مه کوه

راشه زما سترګو کې ځان وګوره

 

زه به دې مارينې سترګې وستايم

ستا ولاړه ونه به روانه کړم

ته چې په زرکين قدم روانه شې

ځان ته به دې خداى ګو چې حيرانه کړم

څاڅکي څاڅکي حسن به دې ونغاړم

يو ځل خو مې ستوى جهان وګوره

ډير په دې هيندارو باور مه کوه

راشه زما سترګو کې ځان وګوره

 

ژوند ته به دې نوی رنګ ورواغوندم

ټولې ښکلاګانې به مخ تورې شي

ستا د تورو سترګو په حیا کې به

پټې دا بربنډې سترګې نورې شي

ستا ليمو کې سل صحيفې ځي راځي

زما ليمو کې خپله ايمان وګوره

ډير په دې هيندارو باور مه کوه

راشه زما سترګو کې ځان وګوره

 

څنګ کې به دې ډيرې سپوږمۍ سترې شي

ستوري به پرې دنګه رڼا وبايلي

هره اينه به دې دوښمنه شي

مخ به دې دا غرونه ښکلا و بايلي

تا ته به درياده تللې مينه کړي

دا د ژوند سړی مې روان وګوره

ډير په دې هيندارو باور مه کوه

راشه زما سترګو کې ځان وګوره

ژر شه شفق لويږي ستا د زړۀ له غرۀ

غبرګې ډيوې پټې کړه ما وغواړه

دواړه ليمې ډکې کړه ما وغواړه

سترګې لپې لپې کړه ما وغواړه

ماته چې هينداره شي ځان نه نيسي

مخ ته دې شيندلی انسان وګوره

ډير په دې هيندارو باور مه کوه

راشه زما سترګو کې ځان وګوره

 شرنګ : مننه چې زموږ دپوښتنوپه اړه مو مالومات راكړل.

شفق: له تاسو نه هم ډيره ډيره مننه.