په داسی حال کې چی پاکستاني چارواکي له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو خبره کوي، ګڼ شمیر افغانان اوس هم له هیواد څخه کډوالی ته اړ کیږي.
ممتاز بهیر
 ۱۳۹۰ کال د لړم میاشتې ۸مه نیټه
د پاکستان لومړي وزیر سید یوسف رضا ګیلاني دوه ورځی مخکې په لندن کې د پولیو په اړه جوړې شوی غونډی ته وویل: نړیوال دې له پاکستان سره د افغان کډوالو په بیرته ستنولو کې مرسته وکړي.سید یوسف رصا ګیلانی
د نوموړي پر وینا چې نړی هغه په میلیونو افغان کډوال هیرکړي چې د افغان جهاد پر مهال پاکستان ته کډوال شوي وو.
زه په دې لیکنه کې د پاکستان د لومړي وزیر د ویناوو په اړه نه بلکې په افغانستان کې د میشتو افغانانو د ژوند په اړه بحث کوم.
د ۱۳۸۷ لمریز کال په پیل کې د لغمان ولایت مرکز مهترلام بابا پوری تړلي له یوه کلي څخه یوه کورنې داسې ترې تمه شوه تا به ویل چې مځکه چاود وکړ او دوي تری لاندی شول.
دغه کورنې چې د شله ټک ( سایه کنده ) کلي کی اوسیده او د کلي نورو اوسیدونکو په څیر یې بزګري کوله د یو لړ لاملونو له  امله دی ته اړ شول چې خپل کلې کور پریږدي او د يو نامالوم هدف په لور روان شي.
په دی کورنې کې یو کس چې میر سید نومیده له خپلې میرمن دوه زامنو او یوه لور سره یو ځای اوسیدل. له دوي سره د میرسید یو خوریه چې حکمت میاخیل نومیده هم ژوند کاوه.
رښتیا د حکمت میاخیل په کورنې څه شوي وو چې له خپل ماما سره اوسیده؟
دا یوه  ډیره اوږده کیسه ده خو تاسې ته به یی په لنډو ټکو کې در وړاندې کړم.
د حکمت پلار قوماندان ګل شیرین مشهور په  ( کوچي ) د روسانو له تیري سره سم د ګلبدین حکمتیار په مشری د حزب اسلامي ګوند غړیتوب تر لاسه کړ. کله چې قوماندان ګل شیرین له روسانو سره په مخامخ جګړه کې ښه وړتیا وښوده نو د ګوند له خوا ورته د شاخوا ۱۰۰ تنو مجاهدینو مشري ورپه غاړه شوه، چی له همدی ورځی یی د قوماندانې لقب تر لاسه کړ.
دا قوماندان  چی د یو بزګر زوی وو کله چی قوماندانی ته ورسید ډير بی ګناه خلک یی ووژل د ښوونکي نه نیولی تر متعلمیو پوری یی له ښوونځي منع کول دغه راز یی له لغمان ولایت نه بهر په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم د جهاد په نوم ډير ظلمونه او نادودی وکړی.
کله چې روسان له افغانستان نه ووتل نوموړی قوماندان چی تل یی د ټوپک له شپیلی خوړی وه او بل کسب او کار یی زده نه وو خپلو کړو وړو ته  دوام ورکړ.
د طالبانو د واکمنې پر مهال هم د یو قوماندان په صفت وظیفه ترسره کړه او داسی کارونه یی وکړل چې په ترڅ کې یی ډيری میندی بوري او کونډی شوی.
کله چې د حامد کرزي په مشری لنډمهاله اداره رامنځ ته شوه یاد قوماندان خپل کلی کور پریږښود او له طالبانو سره یو ځای د کرزي اداری په وړاندی په جګړه بوخت شو
اوس راځو دی ته چې ګناه چا وکړه او سزا څوک ویني؟حکمت میاخیل
حکمت میاخیل د قوماندان کوچي زوی چی په خپل کلي کې ماما سره اوسیده او کله نا کله  به یی پلار هم د حکمت میاخیل د لیدو په موخه دنوموړي ماما کره د شپی له لوری تګ راتګ کوه پر حکمت میاخیل او ماما یی ژوند ډير تریخ کړ ان تر دی چې د دوي پر کور د افغان امنیتي او بهرنیو ځواکونو له خوا د شپی چاپی کیدی.
لنډه دا چې دوي ځان په خپل کلي کې خوندي ونلید او د کلي پریښودو ته اړ شول.
اوس دا مالومه نه ده چی حکمت میا خیل او د ماما کورنې یی پاکستان ته ولاړه او یا کوم بل ځای ته.
دا کیسه می ځکه دلته یاده کړه چې د پاکستان لومړي وزیر له خپل هیواد څخه د افغان کډوالو د بیرته ستنولو خبری کوي خو حقیقت دا دی چې اوس هم افغانان دې ته اړ کیږي څو خپل کلې کور د نا امنیو له امله پریږدي او ګاونډیو هیوادونو ته مخه کړي.
افغان دولت ته ښايي چې ټولو افغانانو ته لومړی د یو ډاډمن ژوند ضمانت ورکړي او له خپل سرو عملیاتو څخه د بهرنيو او کورنيو سرتیرو مخه ونیسي نو هغه مهال به یو افغان  هم دی ته اړ نه شي چې له خپل هیواد څخه کډوالی ته اړ شي.