په اسلام آباد کې د افغان محصل په هڅو یو روسی تبعه مسلمان شو
له نېکه مرغه پرون یو تن روسي تبعه چې ولادیمیر نومېده د اسلام آباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د یو تن با احساسه او هڅاند افغان محصل ښاغلي عریز احمدزي په هڅو او هاند د اسلام په مبارک دین مسرف شو، په همدې مناسبت د افغان محصلینو له طرفه یوه ناسته هم تیره شپه وشوه چې په کې په ولادمیر، عبدالله نوم کېښودل شو، او ښاغلي ورور عبدالله د محصلینو ځینو پوښتنو ته ځوابونه وویل. د ناستې په سر کې عزیز احمدزې په خپلو لنډو خبرو کې وویل: زه ډیر خوشحاله یم چې الله پاک ماته دومره لویه نېکمرغي په برخه کړه. ده زیاته کړه، مسلمان باید یوازې په دې ځانته غره نشې چې زه مسلمان یم بلکې باید هر عمل یې له اسلام سره برابر وي. ورپسې ښاغلي عبدالله د یو تن محصل په ځواب کې وویل له کله مې چې د اسلام مبارکه کلیمه لوستې، یوه داسې خوشحالي را په نصیب شوې چې اوس یې تاسو ته د بیان کلیمې نلرم، د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې یې وویل زه د یو شمیر مسلمانو وروڼو له اخلاقو او په اسلام کې له مطالعې متأثره شوم. زه تر دې وړاندې د عسوي دین پیرو وم، له دې وروسته به پدې برخه کې د نور انسانیت د نجات لپاره د اسلام مبارک دین ته د خلکو د رابللو هڅه کوم. له ناستې وروسته ښاغلی عبدالله محصلینو په خپلې ستړي مشې او ښه راغلاست ویلو بدرګه کړ.
عابد علمي د اسلام آباد نړیوال اسلامي پوهنتون
ټولنه