ځواک پښتو ادبي ټولنه (د لومړۍ کلېزې په وياړاورول شوې)         نعمت الله صديقي

په مجموعي ډول که مونږ د ادبياتو فعالياتي  شاليد (پسمنظر) ته ځېر شو نو د ادب د حلقې له بيلا بېلو فرهنګونو څخه يو راپاتې دود دا هم دى. چې د ادب د لارې لاريو په هره پېړۍ او هره لسېزه کې د خپلو مسلکي هنري اړېکو په تړاؤ ناستې ولاړې کړي. او په همدې جريان کې يې د ادب د لارې يون ته ادامه ورکړې په طبعي ډول څرانګه چې د ژوند په تېرېدو سره هر څه تغير او بدلون مومي او يو لړ نوښتونه په ځان کې رانغاري. نو د وخت په تيرېدو سره ادبي ناستو ولاړو هم بڼه په ادبي جرګو يا ټولنو تنظيمونو واړوله. دا ادبي ټولنې وخت په وخت اوونېزې پنځلس ورځنۍ او مياشتنۍ غونډې دايروي چې د لسګونو  شاعرانو ليکوالو اديبانو له ګډون څخه برخمنې وي په دې عادي غوڼدو کې د مشاعرو سربېره د ادبياتو د بيلا بېلو ژانرونو (صنفونو) په اړه مذاکراتي بحث و مباحثې تنقيدې بخشونه هم ترسره کېږي.        دا غونډې که له يوه اړخه د ادب په پياوړېتوب او پرمختګ کې کلېدي رول لوبوي نو بلخوا د نوي نسل(کهول) د زده کړې  زړورتيا او د تجربو مشاهدو تر څنګ د ادبي تمرين لپاره په زړه پورې ډګر او طلايې چانس وي چې له ښه مرغه د معاصر ادبي بهير ځوانه طبقه يې ښه بېلګه ګڼلاى شو. دا ادبي جرګې ياټولنې اوس د سېمو په کچه خپل فعالياتونه پر مخ بيايې او د کميت له مخې په هره سېمه کې څو ادبي ټولنې شتون لري.         باالخره دا ټولنې اوس د سياليو تر برېده رسېدلې خو ولې په روا او مشروع چارو کې سيالي کول په خېر او ګټه تمامېږي. د کوزې پښتونخوا کواټ سېمه يوه له هغو سېمو څخه يادولاى شو چې د ادب ډېرى مئينان يې په خپلې پستې غېږه کې زېږولې او روزلي دي. همدا اوس مهال ګڼ شمېر ادبي ټولنې يې خپل ادبي او فرهنګي رسالت ته په جدي توګه زېرکې او د خپل هڅوب (کلتور) و ادب لپاره په نه ستړې کېدونکې مبارزې بوختې دي. که خبره رالنډه کړو نو د کواټ له سېمه يېزو ادبي ټولنو سره (ځواک پښتو ادبي ټولنه) هم له يوه کال راهېسې په مسته بدرګه روانه ده.     (ځواک پښتو ادبي ټولنه) په کواټ کې د افغان مېشتو مهاجرو شاعرانو، ليکوالو، فرهنګيانو هغه لاس ته راوړنه ده. چې په لومړي ځل سره وتوانېدل نورې يو څو افغاني ټولنې پايې اعلان کړي. او پر ځاىيې يوه نوې مشترکه (ګډه) ځواکمنه ادبي ټولنه د (ځواک پښتو ادبي ټولنه) په نامه رامنځ ته کړي.     هو! له ډېره وخته د ډېرو خلکو په زړونو دا درېغه (افسوس) وو. چې څرانګه به مو د يوې ګډې ادبي ټولنې پر جوړېدو ارمان پوره شي. په داسې حال کې يو څو تاند هڅاند زلمکي راولاړ شول د يووالي او وحدت لاسونه يې سره ورکړل. د کرکو نفرتونو په سترګو کې يې خاورې ور وشېندلې او پر ٢٠٠٩ عسوي کال د اپريل په لسمه نېټه يې د بنسټ اېښودنې لومړۍ اساسي غونډه په ګهمکول کېمپ نمبر ٢ کې د ډاکټر صابر خان شينواري په دېره کې وکړه. جې صدرت يې ښاغلي دين محمد فرياد کاوه. په غونډه کې د تنظيمي امورو له خبرو وروسته د ملګرو په اکثريت پرېکړه وشوه چې د ټولنې نوم به (ځواک پښتو ادبي ټولنه) وي. او په موقعتي ډول د شپږو مياشتو لپاره استاد محبت شاه شينوارى رئس او سرور خان سرور مشر سکرتر وټاکل شول.په پاې کې وپتيلى شوه. چې هره اونۍ کې به د ادب په بېلا بېلو برخو غونډې دايروي په ياده شوې غونډه کې د بنسټپالو ملګرو څخه اوس مهال چې د (ځواک پښتو ادبي ټولنه) په چوپړ او پالنه بوخت دي له هغو څخه څو نومونه استاد محبت شاه شينوارى، سرور خان سرور، ډاکټر صابر خان شينوارى، سرداراحمد همراز، اتل افغان، شېرمحمد خېدر، سېدجمال شاه جمال، فضل جان سليم، جان محمد زرګر، شېرالرحمان بېتاب، نعمت الله صديقي، منګل خېوه وال، شاهنواز باقر، عبدالله ظهير، او نثار احمد اګامي دي. (ځواک پښتو ادبي ټولنې) په خپل يو کلن مزل کې ډېرې سړې تودې وګاللې. له يو شمېر ستونزو او خنډونو سره مخ شوه. خو هغه د چا خبره ملګرو د سر په بيه او پرله پسې ويخ مقاومت يې د ځواک سنګر تود وساته. او ټولنه يې له يو شمېر شيطاني توطيو څخه وژغورله. او دادى له نېکه مرغه چې د نننۍ لومړۍ کلېزې په وياړ غونډه يې په زړه پورې ګام بللى شو. (ځواک پښتو ادبي ټولنې) تر اوسه (         ) اونېزې غونډې دايرې کړي چې وخت په وخت يې د ادب او فرهنګ پر بېلا بېلو موضوعاتو مناثرې بحث او مباحثې او مشاعرې هم کړي. د يادولو وړ ده چې په لومړي کال کې يې دوه عنوانه شعري ټولګې د پښتو ادب ځولۍ ته ډالۍ کړې. سربېره پر دې اوس مهال د (ځواک) په نامه خپل شخصي کتابتون لري. چې په لسګونو ټوکه بېلا بېلو کتابونه څخه برخمن دى. او ملګري شاعران اديبان ترې وخت په وخت استفاده کوي. (ځواک پښتو ادبي ټولنه)خپل اساسي قانون لري چې (     ) فصلونو او (     ) مادو باندې مشتمل او د همدې قانون له لارې به هر کال نوې ټاکنې کېږي. چې سرپرست اعلى، رئس، د رئس مرستيال، مشر سکرتر، کشر سکرتر، د اړېکو مسؤل، مالي مسؤل، مطبوعاتي مسؤل او ګزارشګر ټاکل کېږي. د نوې ارزيابي فارمونو له مخې اوس مهال د بنسټپالو ملګرو په شمول (         ) تنه فعال غړي لري. چې هر يو ملګرى يې په خپل اخلاص او صداقت د ټولنې په چوپړ کې د لا پرمختګ په هېله هلې ځلې کوي.      بايد يادونه وکړم چې ټولنه په کوم سياسي يا تنظيمي ډل ټپلو پورې هېڅ تړاؤ نه لري. د لومړيتوبونو په سر کې يې د اسلام سپيڅلى مبارک دين دى. چې په پېروۍ به يې هر فرد مکلف وي. د خپل افغاني غرور په ساتلو يې تراوسه هېچا ته د څه سوال لپاره لاس نه دى نيولى. او د ملګرو په اونېز حقوالعوضيت يې تر دې دمه ځان هڅاند او څپاند ساتلى. که څه هم دا به وخت ثابتوي چې (ځواک پښتو ادبي ټولنې)  له کوم ځاى څخه او په څومره امکاناتو په څه ډول حالاتو کې خپل يون پېل کړ. او تر کومه برېده به وتوانېږي چې د خپل ادب، ژبې او فرهنګ لپاره چوپړوال پاتي شي.        خو ځواکوال ناهېلي نه دي د متعال خداى ج د حق او سپيڅلتيا په مرستې بشپړ باور لري. له خپلو مجربو مشرانواديبانو، ليکوالو، پوهانو او د نظر خاوندانو څخه غواړي چې خپلې نېکې مشورې او لارښونې د (ځواک پښتو ادبي ټولنې) د لاپرمختګ او هدف ته په رسېدنې ورڅخه ونه سپموي.                                                                     پاى   (د پرمختللو اسلامي، اصلاحي، ادبي ټولنو په هېله)