ژباړه: شاهد محمود وقار *
انټرنيټ چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ډول ډول اسانتياو لپاره کارول کيږي، ددې لپاره چي يو مؤمن مسلمان يې په څه ډول وکاروي، نو ومې غوښتل چې يو لړ لارښوونې د درنو لوستونکيو لپاره وړاندې کړم، تر څو يې خپل مسؤليت د اسلام، ولس او ټولني په وړاندې اداء کړى وي.
1- هر کله چې مسلمان د اذان غږ واوري، نو بايد چې سمدلاسه د لمانځه د اداء کولو لپاره پاڅيږي، او داسې شى بايد نه وي چې د لمانځه داداء کولو څخه يې لرې وساتي:
2- انټرنېت د پيغام د لېږلو او رالېږلو يوه اسانه لار ده، جې د دوه ميله اسلحې په نوم پېژندل شوې، که ګټه ورسوي نو تحفه به وګرځي، او که د فاسدو او بېکاره څيزونو لپاره وکارول شي، نو بيا د انسان د ژوند د تباهۍ تورې کندې ته غورځوي، مسلمان بايد د دغه اسانتياو د ګټور اړخ څخه کار واخلي، نه دا چې د منفي او فاسد اړخ څخه کار واخلي، او خپل ژوند او ايمان ته زيان ورسوي.
3- د انټرنيت د کاروونکيو لپاره د پام وړ ټکي دا دى چې خپلې سترګې د هغه ليدنو او کتنو څخه وساتي چې د اسلام په سپيڅلي دين کې منع شوي، ددې لپاره چې شيطان دمسلمان زړه فاسد کړى وي، نو په ناڅاپي ډول د دغه اسلحې څخه کار اخلي، چې د اوږدمهالې پښېمانۍ سبب ګرځي، او ددې تر څنګ د دغه څيزونو په کتلو د مسلمان زړه زنګ اخلي، د ايمان د خوږ خوند روحيه له منځه وړي، او پايله يې دا چې د الله جل جلاله بنده ګي ورته يو ډول بوج او ستونزه ګرځي، ددې تولو څخه هدف دا چې دا يوه وسيله ده جې انسان پر ګناه اخته کوي، او که خداى مه کړه څوک په دغه دام کې ونيول شو، نو شيطان د هغه د زړه پوره واک او اختيار په خپل لاس کې واخيست، او نتيجه يې د تل لپاره تباه کوونکې او زيانمنه ده.
4- د انټرنېت د کاروولو پر مهال په بې ارزښته او بې ځايه څيزونو خپل کوښښ او وخت مه ضايع کوئ، دا هغه وخت پيښيږي، هر کله چې تاسو په مختلفو سايټونو او انلاين ګروپونو کې د زيات وخت لپاره کار وکړي، په حقيقت کې تاسې د خپل ژوند هغه قيمتي او ارزښتمنې شېبې د لاسه ورکوئ چې د خپلې کورنۍ، مور او پلار، خپلوانو او کوچنيانو لپاره مو وقف کړي.
5- وخت په وخت د اسلامي سايټونو او هغه سايټونه چې ستاسې د پوهې او معلوماتو د پياوړتيا سبب ګرځي، او په روزمره ژوند مو مثبته اغېزه ولري، ليدنه وکړئ، او ددې تر څنګ د هغه سايټونو څخه چې د ايمان اواخلاقو زيان پکې ليدل کيږي، او يا د اختلافاتو او فتنې د را برسېره کېدو سبب ګرځي، اګر که مذهبي موضوع ګانې هم پکې وي، ډډه وکړئ. د اسلام د دښمنانو سره په مناقشه کې ګډون مه کوئ، تر څو چې ددې وړتيا مو په ځان کې نه وي ليدلي چې يوه موضوع په ښه توګه وڅيړئ، د مناقشې لپاره بايد په ځانګړي توګه عالمان ګډون وکړي.
6- د بې ځايه خبرو اترو (Chatting) سايټونو څخه ډډه وکړئ، دغه سايټونه د انجونو او هلکانو لپاره يو دام دى چې دوي د غير شرعي او ناروا اړيکو د ټينګولو لپاره راکشوي، دغه اړيکي د لومړي ځل لپاره په خوشحاله او ارامه فضا کې، خو پايله يې درد، غم او پښيماني وي، چې د ايمان او ژوند دتباهۍ سبب ګرځي.
نو ګرانو ورونو او خويندو!
که د انټرنېټ دام مو په خپل واک او اختيار کې واخيست، نو زياته ګټه به ترې پورته کړئ، او د الله جل جلاله له طرفه به يوه تحفه وګرځي، او که خداى مه کړه، تاسو يې په خپل واک او اختيار کې واخيستئ، نو ژوند او وخت به مو هسې ضائع کړي، او خپله دنده او مسؤليت به مو د اسلام ، کورنۍ ، ټولنې او ولس پر وړاندې درڅخه هير کړي، خپل ځانونه له دغه دام څخه وژغورئ. مخکې له دې څخه چې وخت در باندې تېر شي.