ليکوال: شاهد محمود وقار
بسم الله الرحمن الرحیم
د اکتوبر اوومه ، پر افغانستان د امریکا يرغل
پوره نهه کاله دمخه د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر په اومه نېټه امريکا او ورسره ملګرو يې د القاعده شبکې د ځالو او مهمو غړو د لمنځه وړلو په بهانه د افغانستان په سپيڅلي حریم یرغل وکړ، او د شمالي ټلوالې په مرسته يې د طالبانو رژيم راوپرزاوه.
د يرغل په لومړيو کلونو کې د بوش ادارې تل پدې ټینګار کاوه چې زمونږ اساسي او بنسټيز هدف په افغانستان کې بيا رغاونه، د امنيت ټینګښت او سوله راوړل دي، خو مونږ او تاسې ګورو چې ددغه نهو کلونو په دوران کې داهيڅ هم ونه شول، بلکې ددې پر ځای يې ددغه هېواد مظلوم او مجاهد ولس تر خپل ظلم، وحشت او بربریت لاندې راوست، ماشومان يې یتیمان، مېرمنې يې کونډې او کورونه او کلي يې په کنډوالو بدل کړل. د اسلام د سپيڅلو شعائرو په بې حرمتۍ يې لاس پورې کړ، په زندانونو کې يې پېغلې انجونې تر جنسي تيري لاندې راوستې، په کلو او بانډو کې يې د ودونو خوشاله او خوږې شپې په غم او ماتم بدلې کړې، په نيمه شپه يې کورونه تالاشي کړل او د کورنۍ غړي يې یا شهيدان او یا له ځان سره ويوړل. ددغه ناوړه کړنو لړۍ تر ننه دوام لري، د هرې ورځې په تېرېدو د افغان مظلوم ولس وينې توئيږی، لوږه، فقر او بې روزګاري خپل اوج ته رسېدلې.
د وخت په تېرېدو کله چې یرغلګر پدې پوه شول چې افغان ولس یو غيرتي او په دین مين ولس دی، او په زور او ځواک يې نه شي ماتولی، نو ددې تر څنګ يې په یوه پراخه فکري يرغل لاس پورې کړ تر څو يې له دین سره اړيکې کمزورې او بې ديني، فساد او بد اخلاقي پکې عامه کړي، ځکه فکري يرغل نسبت زور او ځواک ته ډېر زیانمن وي، دا پدې مانا چې د زور او ځواک په جګړه کې کورنه او کلي ويجاړيږي، چې بیا رغاونه يې اسان او کم وخت نيسي، خو په فکري يرغل کې د ولس فکر او عقيدې ته زیان اړول کيږي، چې جبيره کول يې ستونزمن او کلونه کلونه وخت نيسي.
پدغه فکري يرغل کې يې په لسګونو تلويزوني او راديويي شبکې پرانستلي، چې هر يو يې د ځوانانو د بې لارې کولو او د بد اخلاقۍ او فساد د خپرولو لپاره د افغاني ټولنې د کلتور او د اسلامي اصولو خلاف فلمونه او سندريز پروګرامونه وړاندې کوي، تر څو خپلو شومو اهدافو ته په اسانۍ لاس رسی ولري.
په تاسف سره باید ووایو چې د نوي نسل ځوانان ددغه فکري يرغل څخه ناخبره څه چې تر اغېزې لاندې يې هم راغلي.
ددې هر څه سره سره بيا هم افغان ولس د الله تعالی هغه وعدې ته سترګې په لار دي چې فرمايي:
سَيُهْزَمُ الْجَمْعُ وَيُوَلُّونَ الدُّبُرَ (القمر: ۴۵)
ژباړه: (ددغو کفارو او مشرکینو) ائتلاف به مات شي، او شاګانې به واړوي.
د پورتني ايت پر اساس هغه ورځ لرې نده چې امریکا او ورسره ملګري به يې د شوروي يرغلګرو په څېر له افغانستانه شرمنده او په ټيټو سترګو خپلې پښې سپکوي، ځکه پدې مقدسه خاوره هيڅ کافر او ظالم پښې ندي ټینګې کړي، او نه کله افغان ولس چا ته د غلامۍ سر ټيټ کړی.
پدې کې هيڅ شک نشته چې همدا اوس هم امريکا په افغانستان کې ماته خوړلې، او نه پرې څوک سترګې پټولی شي، خو خبره دا ده چې دوی اوس په عزت سره د وتلو لاره چاره لټوي، کله راتلونکی کال او کله خپلو شومو اهدافو ته رسېدل د وتلو نېټه ټاکي.
د ناټو غړي هېوادونه هر يو اوس پدې فکر او سوچ کوي چې څنګه له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي، نو ځکه يې له امريکا هم لاره ورکه کړې، او تل يې په کانګرېس کې د افغانستان په قضيه او د جګړۍ پر پاليسۍ بحثونه روان وي، کله له بنګلدېش او کله له نورو اسلامي هېوادونو څخه غواړي تر څو د ناټو تر مشرۍ لاندې د افغانستان په جګړه کې ځان ښکېل کړي.
زه د ټول افغان ولس او په ځانګړي ډول د ځوانانو څخه دا هيله لرم چې د خپل ځان او ټولنې په وړاندې خپل مسؤليت وپيژني، او ددې تر څنګ د خپل راتلونکي او د اسلامي امت پر راتلونکي فکر او غور وکړي او د خدمت لپاره يې مټې راونغاړي.
الله دې د افغان ولس پر حال رحم وکړي، او الله دې پدې هېواد کې د اسلامي نظام تر سيوري لاندې تل پاتې سوله منځ ته راولي.
د ودان افغانستان په هيله